الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني Profile Banner
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني Profile
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني

@ShaikhHaqani

16,493
Followers
35
Following
45
Media
645
Statuses

د ازموينو ملي ادارې رئيس . رئيس هيئة الإمتحانات الوطنية و الوزير السابق للتعليم العالي

کابل
Joined December 2022
Don't wanna be here? Send us removal request.
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
په کوم شوق او جذبه مو چې د لوړو زده کړو په وزارت کې د مجاهد او غيرتي ولس د بچيو لپاره خدمت ته ملا تړلې وه، په هماغه جذبه او مينه به ان شاءالله د ازموينو ملي اداره کې هم د خپل غيرتي او مجاهد ولس د بچيو خدمت ته ملا تړو. ۱/۱
129
46
1K
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
(۱) الحمدلله د الله تعالی د یوې ځانګړې پيرزوينې له مخې زموږ السیاسة والادارة في الاسلام کتاب ( عربي) په دوه ټوکوکې د اتم ځل لپاره په یو ځانګړي او زړه پورې ترتیب د چاپه راووت او د علماو د استفادې وړ وګرځید، علماء کولای شي د علمي ضرورتونو د پوره کولو په موخه ترې پوره استفاده وکړي
Tweet media one
86
68
833
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
نن مو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له لورې جوړ شوي موټر څخه د لېدني ترڅنګ د ياد موټر جوړونکی انجينر او ورسره همکاران تشويق کړل.  دا چې د اسلامي نظام ايجاد پر مسلمانانو واجب دی او هر هغه وسايل چې د همدې نظام د بقاء لامل کېږي؛ نو د هغه علم او هنر زده کړه هم پر مسلمانانو واجب ده.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
20
20
552
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
نن مو د افغانستان لپاره د ترکيې هېواد له سفير (جيهاد ايرګيناى) سره په ليدنه کې د افغانستان کانکور اﺯموينو سيستم په لا معياري کېدو او په علمي او تخنيکي په ځان بسياينې بحث وکړ او د دغه هېواد د همکاريو غوښتونکي شو. ترکيه په سيمه کې د کانکور اﺯموينو عصري سيستم لري. 1/1
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
21
12
326
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
د افغانستان ځوان اسلامي نظام د دیني علومو په څير عصري او لوړو زده کړو ته ډېره اړتیالري، که د عصري او لوړو زده کړو مرکزونو کې تشه رامینځ ته شي، ډکول به يې نظام ته اسان کار نه وي. موثر جهتونه باید متوجه اوسي.
23
24
313
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
په ياده اداره کې به ښه نوښتونه رامنځته کوو، ترڅو ياده اداره د ولس د لا زيات اعتماد وړ وګرځي. ۱/۲
13
5
264
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
د اسلام قاطع غوښتنه داده چې، ټولو ټولنیزو، دیني، دنیوي، ملي او بین المللي قضایاوو په حل کې به هغو علمي اشخاصو ته مراجعه کیدای شي، چې په اړونده موضوع کې ذهني او علمي بلوغ اوکافي تجربه ولري او له ټولو اړخونو څخه  د موضوع پوره حق اداء کولای شي. 1/1
6
19
232
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
دتنکي ځوان محمدعثمان مرحوم شهادت که دیوې خوانه جهادی صف ته لویه صدمه ده خودبلې خوانه داسلامي امت تنکوځوانانوته دجهادپه لاره کې دخپلې ځوانۍ دوقف کولو،قربانۍ ورکولو اوبیداراوسیدوپه دنیاکې بی سارې درس اوتشویق دی ،الله تعالی دې دده شهادت داسلامی امت دبیدارۍ باعث وګرځوي
12
11
229
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
وضاحت: ځینو مغرضو او د اسلامي امارت دښمنه کړیو زموږ الفاظ ناسم تعبیر کړي، زموږ هدف په تېرو څلورو لسېزو کې د نظامونو د سقوط اسباب، عواملو او تجربو یادونه او د هغې نه مثبته استفاده ده، موجوده حاکم نظام ترې هېڅ چېرې مراد نه دی.
5
10
212
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
انالله واناالیه راجعون. نن د داسی یوعظیم مجاهد د وفات خبراورم چې د غیرت،اخلاص، شجاعت،اوقربانیو، یوغرو.ملاسیدنور سنګري مرحوم زمادتیرامارت د دوری دجهاد،سنګر اودهرې سختې ورځې خوګ او وفادارملګری واوپه تیره شل کلنه دوره کی یې هم دجهادسنګرګرم ساتلې و ،الله تعالی دې یې جنتونه نصیب کړي
8
12
225
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
9 months
دنړۍ اوسنی وضعیت ډېر په چټکۍ د خرابیدو لورته روان دی، دریم نړیوال جنګ ته شاید د انتظار شېبې را لنډې شي. د متکبرو او ظالمو قوتونو کبر، غرور او ظلم انتها ته رسیدلی، نړیوالو ادارو او قوانینو هم خپل مؤثریت له لاسه ورکړی او د نړۍ مؤثر قوتونه هر خواته د عملي جنګ په لټه کې دي. ۳/۱
7
19
199
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
څه د پاسه څلور لسيزو کې په افغانستان کې د اسلامي نظام د اقامه کولو لپاره د نړۍ مخلصو مسلمانانو او په ځانګړی توګه د افغانانو قربانۍ د اسلام په تاريخ کې سارى نلري، ياد نظام افغانانو ته په ډيره لويه بيه تمام شوى او دا د الله تعالی ډير لوى نعمت دى چى په ولس او چارواکو يې شکرلازمي دی
15
10
185
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
که په هېواد کې د ديني او عصري علومو داسې مرکزونه ولرو، چې د ولس او حاکم نظام ديني او عصري ضرورتونه پوره، افغانستان پرې ځان بسیا او د نړۍ هېوادونو سره سیالي وکړای شي، نو د جهاد او قربانيو مسؤلیت به مو اداء کړی وي او هم به مو نظام ته د بقا او دوام اسباب برابر کړي وي.
6
16
192
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
په افغانستان کې د اسلامي نظام د اقامه کولو څخه وروسته د دې نظام د دوام، بقا او استحکام لپاره ضرور ده چې افغانان او په ځانګړې توګه چارواکي بې سارې قربانۍ ورکړي، د شریعت ضروریات او مقاصد عملي کړي، ولس ته د ښه ژوند سهولتونه برابر او د دښمنیو کچه را کمه کړي.
9
14
194
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
موږ کوښښ کوو، چې د ځوان نسل د اهلیت ټاکنې لپاره خپله ژمنتیا وښایو او هڅه مو داده چې د یوې شفافې تګلارې له مخې اهل او استعداد لرونکي ځوانان رامخکې کړو، څو ټولنې ته د ښه خدمت جوګه شي. 1/2
Tweet media one
13
5
183
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
په هلمند کې دعلمایی کرامو د آزموینو ورځې رانزدې شوي. اګرکه صحت د سفر اجازه نه راکوله خو دموضوع د اهمیت له مخې یاد ولایت ته په سفر روان شوم.علماء دې پر خپل وخت په پوره ډاډ ، اطمنان اوشوق سره په کې ګډون وکړي. دتوان ترحده سهولتونه به ورته ان شاء الله برابریږي
Tweet media one
19
17
163
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
اسلام د يو حاکم سياسي نظام په توګه نړۍ ته په ورپېژندلو کې افغانانو د اسلامي اُمت کفايې فرض اداء کړي او په دی لاره کې يې هر اړخيزې او بې سارې قربانۍ ورکړي د نړۍ په مسلمانانو دا فرض دي، چې د ياد نظام هر اړخيزه مرسته، ملاتړ او د خپل مسٶليت احساس وکړي.
10
10
156
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
7 months
هغه وخت رانږدې شوي چې ددریم نړیوال جنګ زنګ ووهل شي، امریکا په لوی لاس په شعوري توګه دیادجنګ لپاره خام موادتیارکړل، دیادجنګ په پایله کې به امریکاخپل پاتې حیثیت دلاسه ورکړي اود ملل متحد دتش په نامه اوبې واکه ادارې جنازه به یوځل بیارخصت شي۱
4
10
151
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
نن مو د ازموينو ملي ادارې رهبرۍ شورا ناسته کې، د بېلابېلو(د وړو ازموینو د نوم لیکنې فورمو ساتلو او له منځه وړلو، د سر ورونو د تنظیم، د اوراقو ساتنې او له منځه وړلو طرزالعمل بیا کتنې او د بېلابېلو وسایلو سجل او بررسي) کمېټو راپورونه او معلومات واورېدل او لازم تصميمونه ونيول شول.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
8
7
143
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
موږ به د کانکور سيستم د سيمې او نړۍ د ډله ييزو ازموينو سيستمونو په څېر داسې برابر کړو، چې د ګډونوالو لپاره ټولې لازمې اسانتياوې په نظر کې نيول شوي وي او د کانکور راتلونکو ازموينو لپاره به داسې معياري پوښتنې برابرې شي، چې په اسانۍ سره د فهم وړ،دتعليمي او تحصيلي نصاب مطابق وي.  1/3
7
3
133
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
لکه څرنګه چې لوړې زده کړې د یو هېواد اساس او بنیاد ټاکي او د هېواد په ابادولو کې مهم رول لري، نن مو هلمند پوهنتون کې ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې پرانیستغونډې پرمهال ځوانانو ته پر همدې موضوع وینا وکړه. که موږ غواړو چې نظام مو پیاوړی شي، باید لوړو زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړو. ۲/۱
4
3
119
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
د حضرت مولانا صاحب روغتيايي حالت د فالج/فلج د پرلپسې حملو له کبله ډېر کمزوری شوی او د دوستانو دعاګانو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي. ۳
38
1
111
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
نن مو په ډېر منظم ډول کابل کې له شاوخوا ۱۵۰۰۰ دولسمو ټولګیو فارغانو څخه کانکور ازموینه واخیسته. یاده ازموینه په مرکزي څلورو پوهنتونونو کې تنظیم شوې وه او د خوندیتوب لپاره یې پوره چمتووالی نیول شوی و، د ازموینې له بهیر څخه مو جدي نظارت درلود او لله الحمد په خیر سره پای ته ورسېده.
7
2
117
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
نړۍ د ټولو انسانانو د هستوګڼې لپاره شريک کلى دى، په دې کلي کې د اسلامي نظام اقامه کول، د دې نظام تر سيوري لاندې ژوند کول، کليوالو ته د اسلام پيغام رسول او ورسره جايز مثبت تعامل لرل، د اسلام غوښتنه ده.
4
7
116
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
11 months
نن ورځ مو د دنیا سترو علماؤ سره د ناستې په ترس کې پر مهمو موضوعاتو تفصیلي مجلس وکړ، داسلامي امت دشاته پاتې کید او د قوت او پرمختګ پر اسبابو ، او په نورو ګڼو مسائلو موخبرې وکړې ، راغلو علماؤ هېواد ته د راتګ او د نظام د مشرانو سره د لیدنو څخه خوښي وخوده اومثبت تاثرات یې لرل
2
6
112
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
9 months
ددنياتوازن خرابيدوخواته روان دی، دامريكا سرزورۍ اودملل متحد بی بسۍ دريم نريوال جنك ته لاره هواره کړی ده، البته دجنك تاوان به يواخې كمزوري هيوادونه برداشت كوي اولوی طاقتونه به يې يواځې تماشاكوي
10
7
110
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
7 months
ایران هم زموږپه شان یومذهبي حکومت لري ،هېوادکې دننه اودنړيوالوسره دډیر وخت نه ډیرې ستونزې لري خوبیاهم دولس ملاتړاودژوندپه ډېروبرخوکې په ځان بسیاینه دځان سره لري اوپه ډېرو هېوادونوکې ان ترنظامي حضوره یې خپل مؤثریت ثابت کړې اودنړۍپه کچه دلویو طاقتونودملاتړڅخه برخمن هیواد دی۱
6
9
113
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
نن مو د ماليې وﺯارت له سرپرست مولوي هدایت الله بدري سره په لیدنه کې، د ازموینو ملي ادارې لپاره د لازمو امکاناتو برابرولو په موخه د ۱۴۰۲ هـ ل کال د بودېجې په اړه بحث وکړ، چې د ماليې وﺯارت سرپرست او اړوندو برخو مسؤلينو له لوري په بودېجه کې د زیاتوالي ډاډ راکړل شو.
3
3
108
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
د تجربوله مخې که د هر ملک اوهر وخت واکمنو لخوا د اسلام یادې غوښتنې ته مثبت ځواب ونه ویل شي، له يوې خوا به د ولس ټول وګړي، د نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ شي او له بلې خوا څخه به علمي دنیا ته بې ځوابه پاتې شي. دغه راز به د علمي او فکري ميدان دوستانو ته په عملي ډګر کی کم راشي.
2
4
105
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
9 months
پرون مو په کابل، ښوونې او روزنې پوهنتون کې «د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس» کې برخه واخيسته. په اوس وخت کې تر بل هر څه مهمه دا ده، چې د لوړو زده کړو برخه قوي او غښتلې شي؛ ځکه لوړې زده کړې د يو هېواد لپاره حياتي موضوع ده. ۲/۱
7
4
105
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
Tweet media one
2
7
100
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
ازموینو ملي اداره چې د هېواد په سطحه لویې او وړې ازموینې اخلي، په دې ورستیو کې مو، د خلکو ضرورتونو ته په کتو د ډليزو ازموينو په برخه کې د پام وړ اسانتياوې برابرې کړي، مخکې به د لويو ازموينو وخت ۲ ساعته او ۴۰ دقيقې و، خو اوس مهال مو دغه وخت ۴ ساعتونو ته غځولی دی. ۴/۱
5
2
94
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
نظام جوان اسلامی افغانستان علاوه بر علوم اسلامی، به تحصيلات عالی علوم عصری نیز نیاز دارد، اگر در مراکز عصری و تحصیلات عالی خلأ به وجود آید، پر کردن آن برای نظام، کاری آسان و سادهٔ نیست. بنابراین، جهت های موثر، بايد متوجه این موضوع باشند.
1
7
103
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
8 months
ترڅو چې موږ د ژوند مهمو برخو په اړتیاوو کې خودکفا نشو، له هېواد نه د دفاع وسایلو او اسلحو مالکان ونه ګرځو، د هېواد تعلیمي او تحصیلی ډګر مو په ځان بسیا او د نورو هېوادونو سره همسیال نشي، زموږ خپلواکي يا ازادي به حقیقي معنا ونلري او هر وخت د فکري او پوځي استعمار لاندې راتلای شو.۱
3
10
98
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
6 months
داسلامي امارت اړوند د مشرانو شیوخو اوجیدو علماو د شهادتونو په سلسله کې دشیخ محمد عمرجان اخندزاده شهادت دنظام او ولس لپاره ستره ضایعه ده، نوموړي په علمي ډګرکې نظام اوولس ته مؤثرخدمتونه کړي دي جزاه الله خیرا
5
4
103
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
د علمي سویې تثبیت ازموینې کامیاب علماء کرامو ته مو د اسنادو(کشف الدرجات)د وېش لړۍ پیل کړه او په نېږدې موده کې به ټولو هغوعلماوو ته،چې ازموینه کې په عالیه او خامسه درجو بریالي شوي، د ازموینو ملي ادراې له خوا اسناد په خپل وار - وار سره ورکړل شي.
Tweet media one
Tweet media two
16
7
98
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
که څه هم د پښو تکلیف د پرله پسې سفر اجازه نه راکوله،خو بیا مو هم خپل مسؤلیت ادا کړ. له ژمنې سره سم مو نن په کندهار کې د کانکور ازموینې پرانیستې مراسمو او ازموینې صحنو نظارت څخه وروسته ۱۱:۰۰ بجې هلمند ته سفر پیل کړ او څه د پاسه دوه بجې هلمند ولایت ته ورسېدو. ۲/۱
6
2
95
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
د افغانستان ټول درانه ملت په ځانګړې توګه د ټولو هغو ازموینو ګډونوالو ته، چې د ازموینو ملي ادارې له لورې يې ازموینې اخیستل کیږي، يو ځل بيا پوره ډاډ ورکوم چې په ازموینه کې په بریالیتوب او ناکامۍ کې د انساني دخالت امکان مطلق شتون نه لري ۱/۴
7
1
90
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
علم په اسلام کې ځانګړی ارزښت لري او غوښتنه یې پېغمبري تقاضا ده . اوس مهال چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او علمای کرام د نظام په رأس کې قرار لري؛ د حاکمانو په حیث یې مسؤلیت دا دی، چې د دیني او عصري علومو د ودې لپاره کار وکړي او د خپلو خلکو هر اړخیزې ستونزې حل کړي. 1/2
6
5
88
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
د اسلامي امارت دمشرانو ترمینځ د ورورولۍ، محبت، احترام او ايثار اړيکه ده. تراوسه داسې یوحالت نه دی رامینځ ته شوی، چی د فزیکي شخړې او جنجال باعث ګرځېدلی وي. دښمن ته یوازې د منفي او غير حقيقي تبلیغاتو توانایي پاتې ده اوبس.
2
6
89
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
7 months
که موږ په خپل ژوند کې پنځو نقطو زراعت، تجارت، د شاړو ځمکو ابادۍ، حرفوي تعلیم (کسب) او مضاربت ته توجه وکړو، هېواد به مو د نورو هېوادونو سره سيال او په خپل ځان بسيا شي او د نورو له احتياج او سوال نه به خلاص شو. ۴/۳
1
9
96
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
Tweet media one
4
1
80
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
8 months
لکه څرنګه چې د ازموینو ملي ادارې په تخنیکي سیستم کې د انسان څه دخل نشته او ټولې چارې د یو سیستم له لارې تنظيميږي، نو په دې خاطر په ازموینه کې ټول ګډونوال باید له ډېر احتیاط څخه کار واخلي،اوپه خپل استعداد اوکوشش اتکااواعتمادوکړي او د فریبکارو د فریب ښکار نه شي. ۲/۱
1
2
87
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
ستاسې دعاګانو ته اړ دی: زما والد صاحب (حضرت مولانا اول شاه خان) د دوستانو دعاګانو ته اړ دی. نوموړی د خپل وخت جید متقي، مدرس، مشهور فقیه، مؤلف، مجاهد، ستر مصلح، زحمت کش او خیرخواه عالم پاتې شوی دی. ۱
14
1
79
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
Tweet media one
11
7
79
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
دافغانستان مجاهد،غیرتي، اسلام او هېواد ته وفادار، کړیدلي او زوریدلي ولس ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم ، مهربان مولا دې د ټول ولس تکلیفونه او قربانۍ په خپل دربارکې قبولي کړي او الله تعالی دې له ټولو نه د مبارکی روژی طاعات اوعبادات قبول کړي.
5
4
85
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
دسترمجاهد محمد داودمزمل تقبل الله شهادته شهادت دافغان مجاهد ولس لپاره نه جبرانیدونکی ضایعه ده ، دښمن یواځی دجنګ طریقه بدله کړی ده ،مشرانو اومؤثرواشخاصو لپاره احتیاطي تدابیروته مؤثره توجه عقلا او شرعاضروري ګرځیدلې ده
7
6
79
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
7 months
د حماس ډلې سیاسي مشر محترم اسماعیل هنیه سره په غم کې د نړۍ ټول مسلمانان شریک دي، جهادي مشرانو د اولادونو شهادت یو تاریخی تسلسل دی، د يادو شهیدانو مور او پلار په خپلې حوصلې سره د اسلامي امت او په ځانګړې توګه میندو ته د قربانۍ او صبر یو ځانګړی درس ورکړ،جزا هم الله اجرا وصبرا. ۱
2
2
83
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
نن د جمعې په ورځ مو د کابل پوهنتون ماسټرۍ ۱۵ برنامو لپاره، د نویو محصلانو د جذب په موخه ازموينه واخیسته. په دغه ازموينه کې د کابل پوهنتون لسو پوهنځیو کې، ١٥ بېلابېلو څانګو ته شاوخوا ٣٠٠٠ تنو نوملیکنه کړې وه. ۱
4
1
79
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
نن مو د لوړو زده کړو وزارت، د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست اړوند علماء کرامو څخه د تخصص سویې د تثبیت ازموینه واخیسته. په دغه ازموینه کې دهېواد د دوه سترو دیني جامعو فاضلانو او د افغان نړیوال پوهنتون محصلانو په ګډون د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کارکوونکو کډون کړی وو. 1/1
11
2
80
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
افغانان په ډېر زړورتوب سره د اشغال له مرحلې تېر شول، په هېواد کې اسلامي نظام قایم شو. اوس د ملک د ابادولو وخت دی، د هېواد ابادول هله کیږي، چې تعليمي او تحصيلي مراکز ډېر مضبوط وي، خود کفا وي، دهغې نصابونه معياري وي، او له هغې نه داسې ځوانان وروزل شي، چې د غه وران هېواد اباد کړي.
3
4
82
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
نن مو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۲ کال کانکور عمومي، دیني مدارسو، څوارلسم پاسانو او علمي سویې تثبیت ازموینو پنځه ویشت تنه مخکښ کامیابان تقدیر کړل. په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او مشرانو، علمي پرمختګونو ته د ځوانانو د هڅونو په تړاو خبرې وکړې.
2
1
80
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
د عامې روغتيا وﺯارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد سره مو د راتلونکي ايکﺯېټ اﺯموينې ته د چمتوالي او له تېر څخه په خورا شفافه توګه د اﺯموينې اخيستلو او دواړو ادارو پر مسؤليتونو بحث وکړ. 1/1
2
3
77
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
نن مو د اختصاصي، شپې او دینې مدارسو ازموینو لپاره د ټاکل شوي ممتحن پلاوي او استادانو سره په ناسته کې خپلې لازمې لارښونې او مشورې شریکې کړې. همدارنګه له ټولو استادانو مو وغوښتل، چې د ازموینو مدیریت ته جدي پاملرنه او د ازموینو ملي ادارې شته باور د لا پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
Tweet media one
Tweet media two
2
3
80
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
وروسته له دې به په کانکور او ورته نورو ډله ییزو اﺯموينو کې چې ۱۶۰ پوښتنې لري او د حل لپار ورته ۲ ساعته او ۴۰ دقيقې وخت ورکول کېده، څلور ساعته وخت ورکول کېږي. په دې سره به ګډون کوونکي د پوښتنو د حل لپاره پوره وخت ولري.
Tweet media one
2
4
75
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
ازموینو ملي ادارې نن د ملي دفاع پوهنتون او پولیسو اکاډمیو لپاره د نویو محصلانو د جذب ازموینه واخیسته. په دغه ازموینه کې ۲۵۲ تنو د ملي دفاع پوهنتون او ۲۰۰۲ تنو د پولیسو اکاډمۍ لپاره نوم لیکنه کړې وه چې په کې به ۱۵۰ تنه ملي دفاع پوهنتون او ۳۰۰ تنه به د پولیسو اکاډمۍ ته جذب شي.
Tweet media one
2
3
78
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
نن مو د طب پوهنځیو فارغانو څخه د ایکزیټ ازموینې اخیستلو په تړاو ناسته کې د ازموینې لپاره د نوم لیکنې پروسې پر چټکوالي، فارغانو ته د اسانتیاوو برابرولو، ازموینې اخیستلو پر څرنګوالي او شفافیت ټینګار وکړ. 1/1
2
3
78
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
نن مو د راتلونکي ۱۴۰۲ هـ ش کال کانکور ازموینې ته د چمتووالي او ازموینې احتمالي پلان د اعلان په تړاو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې او ترې مو وغوښتل، چې د راتلونکي کانکور ازموینې لپاره د پوښتنو بانک پر اصلاح او نوي کولو چارې چټکې او د معیاري ازموینې لپاره ټول شرایط برابر کړي. ۱/۱
5
3
76
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
نور ددې اړتيا نشته چې له يوې ژبې دې بلې ژبې ته پوښتنې وژباړل شي. موږ په دې هڅه کې يو، چې ازموينه ورکوونکو ته اسانتياوې رامنځته کړو او د وخت غوښتنې سره سم مخته لاړ شو او داسې خدمات وړاندې کړو،چې مجاهد ولس ته د قناعت وړ وي او اهل او مستعد کادرونه مناسبو ځایونو ته ور وپېژندل شي. ۱/۲
2
3
75
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
له کوم وخت څخه چې اسلامي امت د جهاد فريضه پريښې، له هماغه وخت نه امت د اجتماعي ذلت، محکوميت، محروميت او بې سرپرستۍ سره مخ دى، که په امت کې دا فريضه را ژوندۍ شي نو هيڅوک به دا جرأت ونکړي چې د قران او نورو مقدساتو توهين او سپکاوى وکړي!
3
8
73
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
د اختصاصي، شپې او دیني مدارسو ازموینه تېره اونۍ په ټول هېواد کې اخېستل شوې وه؛ دا چې د يو شمېر ولايتونو او ولسواليو ترمنځ د‌ واورو اورښت له امله لارې تړل شوې وې؛ نو ځيني ګډونوال له ازموینو غیر حاضر پاتي شوي وو، له همدې امله د یادو پروګرامونو لپاره متفرقه ازموینه په لار واچول شوه.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
3
5
73
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
7 months
نن مو د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د دیني او عصري علومو پر ارزښت خبرې وکړې. په دغه مراسمو د ا.ا د بېلابېلو برخو مشرانو، استادانو او ګڼو محصلینو ګډون کړی وو. د یو هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره زده کړې ډېرې مهمې دي. ۴/۱
6
4
72
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
افغانانو په تېره موده کې مهاجرتونه کړي او ډېری ځوانانو په بهرنیو هېوادونو کې په انګلیسي او عربي ژبو هم زده کړې کړي؛ نو له همدې امله به د ازموینو ملي اداره په ملي ژبو سربېره، په انګلیسي او عربي ژبو هم ځوانانو ته د ازموینې د ورکړې زمینې برابرې کړي. ۱/۳
2
1
70
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
نن مو په بېلابېلو برخو کې د هېواد له ګڼ شمېر ځوانانو څخه چې له تحصیلي بنسټونو فارغ وو، د مالیې وزارت نفت او ګازو شرکت مسلکي بستونو لپاره د ګمارنې ازموینه واخیسته. لکه څرنګه چې هېواد وال، ځوانان او ادارې د ازموینو پر ملي اداره باور لري، د ازموینو پایلې به هم په همغه ډول شفافې وي
3
2
68
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
6 months
د خپلو کاري مسؤولیتونو په لړ کې مو د لوګر او پکتیا ولایتونو څخه وروسته خوست ولایت ته سفر وکړ او هلته مو د پوهاند غضنفر او عامې روغتیا ریاستونو اړوند انسټیټیوټونو د ازموینې په برخه کې د ښې همغږئ، نظم او ګډې همکارۍ په موخه د یادو ولایتونو له مسؤولینو سره ناستې تر سره کړې. ۲/۱
4
1
69
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
نن مو په افغانستان کې د ترکیې هېواد سفیر په مشرۍ د هغه هېواد ازموینو ادارې (OSYM) څخه راغلي پلاوي سره، د افغانستان لپاره د کانکور ازموینو سیستم د نوي کولو په تړاو کنفرانس درلود. له نیکه مرغه د ترکیې دوست هېواد چمتو دی څو د کانکور سیستمونو د معیاري کېدو په برخه کې همکاري وکړی
3
6
71
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
بسم الله الرحمن الرحيم درنو هېواد والو! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته! د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت تاسو ټولو ته د زړه له تله مبارکي وایم. الله تعالی دې ستاسو ټولې قربانۍ، خدمتونه او زحمتونه په خپل عظيم دربار کې قبول کړي. ستاسې د خوشحاله او سوکاله ژوند په هيله!
Tweet media one
6
2
58
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
نن مو په خپل کاري دفتر کې د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد سره په لیدنه کې، د کابل کانکور ازموینې لپاره د امنیتي تدابیرو او بېلابېلو برخو کې د کابل ولایت مقام د همکاریو په تړاو ورسره خبرې وکړې. د کابل ولایت کانکور ازموینه به هم د ولایاتو په څېر، په مصؤن ډول واخیستل شي.
4
2
65
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
داچې د ازموینو ملي ادارې دنده په هېواد کې د ازموینو اخیستل دي او په دې برخه کې مو ټوله هڅه داده، چې د هرې برخې او هر مضمون د پوښتنو جوړولو لپاره پیاوړي کادرونه انتخاب کړو؛ څو وکولی شو په راتلونکو ازموینو کې پر پوښتنو باندې د خلکو نیوکې له منځه یوسو. ۳
5
5
61
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
جب سے امتِ مسلمہ نے فریضۂ جہاد کو خیر باد کہا ہوا ہے، تب سے پوری امت اجتماعی طور پر ذلت و پستی اور محرومیت و بی سرپرستی سے دوچار ہے۔ اگر امت میں یہ فریضہ دوبارہ انگڑائی لے تو پھر کوئی بھی یہ جرأت نہ کرسکے گا کہ وہ قرآن کریم یا دیگر مقدسات کی توہین کرے۔
1
12
60
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
تېره ورځ مو په افغانستان کې د ترکیې سفارت له استازي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د ترکیې هېواد له لورې د افغانستان ازموینو ملي ادارې سره د ترسره کېدونکو همکاریو او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ازموینو ادارو مسؤلینو ترمنځ پر ښې همغږۍ مو ټینګار وکړ. 1/1
6
3
58
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
9 months
نن مودبغلان ولایت قدرمن والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره ليدنه وکړه اوڅوکاله وروسته په دې موفق شوم،چې په یادولایت کې داشغال پروړاندې دشهیدشوې بچي عبدالرحمان شهیددمزار زیارت وکړم،الله تعالی دی دده اود ټولوشهیدانوشهادتونه قبول اودموراوپلارلپاره په آخرت کې دقبول شوي شفاعت ذریعه وګرځوي
2
4
65
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
د ازموينو ملي ادارې د رهبرۍ شورا پرېکړې: د ازموينو کمېټې د پوښتنو بانک پراختيا ته به ځانګړې پاملرنه وشي او هڅه کوو، چې په دغه بانک کې د هېواد پر ملي ژبو سربېره، په انګليسي او عربي ژبو هم د پوښتنو جوړولو معيارونه او اسانتياوې برابرې کړو. 1/1
1
0
56
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
تضحيات المسلمين المخلصين في العالم ، وبصفة خاصة الشعب الأفغاني ، من أجل إقامة النظام الإسلامي في أفغانستان منذ أكثر من أربعة عقود لم يسبق لها مثيل في تاريخ الإسلام ، وهي نعمة عظيمة لأمتنا . وینبغي للشعب الأفغاني، والحكام ، والمسؤولين أداء الشكر لهذه النعمة .
2
3
64
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
خواست قطعی اسلام این است که در حل کلیه قضایای اجتماعی، دینی، دنیوی، ملی و بین المللی، به آن دسته از افراد علمی مراجعه شود که دارای بلوغ ذهنی، علمی و تجربه کافی بوده باشد؛ و بتواند حق موضوع را از همه جهات ادا نماید. 1/1
1
3
60
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
نن مو د کابل په ګډون د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پوهنتونونو لپاره د اختصاصي، شپې پوهنځیو او دیني مدارسو پروګرامونو له ګډونوالو څخه ازموینه واخیسته. په دغه ازموینه کې شاوخوا ۷۹۰۰ زره داوطلبانو ته کارتونه ويشل شوي وو.1/1
Tweet media one
Tweet media two
0
6
59
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
د کانکور عمومي او نورو ډله ییزو ازموینو د اخیستلو لپاره د ممتحن هیأت په توګه د استادانو په انتخاب کې به هر ډول اړیکې له منځه و لاړی شي او هڅه کو د تعليمي اوتحصیلي بنسټونو سره په همغږۍ هغه استادان د ازموینو اخیستلو لپاره انتخاب کړو چې د ازموینو په اخیستلو کې مؤثراو ښې تجربې ولري.
3
1
63
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
7 months
دنړۍ ټولومسلمانانواوګرانوهیوا دوالو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم. الله تعالیﷻ دې د ټولو طاعات او عبادات په خپل دربارکې قبول او په راتلونکي کې د پوره مقبول عبادت لا زیات توفیق نصیب کړي داباد،په ځان بسیا اودنړۍ سره دسیال افغانستان په هیله
4
1
59
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
يادونه: د ( السیاسة والإدارة في الإسلام ) کتاب چې نوی علمي میدان ته په عربي ژبه وړاندې شوی، ان شاالله هڅه کوو چې، په نژدې راتلونکې کې يې په پښتو او فارسي ژبو هم ټولنې ته وړاندې کړو.وهوحسبي ونعم الوکیل نعم الولی ونعم النصیر.
9
3
54
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
11 months
نن مو په ازموينو ملي اداره کې د کابل ښاروالۍ اړوند اعلان شويو بستونو لپاره، د دې ازموينې له ګډونوالو څخه په پوره نظم او شفاف ډول سره ازموينه واخيسته! په دغه ازموينه کې د يادو بستونو لپاره ۹۹ تنو ګډون کړی و. ۲/۱
5
2
54
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
نن مو د لوړو ﺯده کړو وﺯارت ديني جامعاتو او تخصصاتو رياست له مسؤلينو سره د علماء کرامو د اسنادو ارﺯونې اﺯموينې د ترتيب او څرنګوالي په اړه بحث وکړ او د اړونده ادارو پر کړنو او مسؤليتونو خبرې وشوې. کوښښ کوو چې په دې اﺯموينه کې د توان تر حده علماء کرامو ته اسانتياوې رامنځته کړو
5
4
56
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
ځوانان د هېواد یوه مهمه برخه ده، چې کولای شي په خپلو هڅو او کوښښونو سره دا وران ویجاړ افغانستان آباد او په پښو ودروي. هرات پوهنتون کې د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې د پرانیستغونډې په مراسمو کې مو د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو په ونډه خبرې وکړې. ۲/۱
1
1
56
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
دورځې په دوهمه برخه کې مو د بلخ ولایت پخواني والي مرحوم مولوي محمد داؤد مزمل نورالله مرقده له اخری ارامګاه څخه لېدنه ترسره کړه او مرحوم ته مو د مغفرت دعاء وکړه. همداشان مو د مرحوم مزمل د کورنۍ له غړو اود مرحوم د مدرسې داستاذانو سره په مدرسه کې ولېدل او هغوی ته مو تسلیت وړاندې کړ
2
4
55
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
إن النظام الإسلامي الحدیث في أفغانستان بحاجة ماسة إلى التعليم العصري کما هو محتاج للعوم الدينية ، وإذا حصلت فجوة في مراكز التعليم في مختلف مراحلها فلن يكون من السهل على النظام سدها. يجب علی الجهات المسؤولة والمؤثر أن تأخذ الأمر بحذر .
0
3
54
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
نن مو د ۱۴۰۲ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، څوارلسم پاسانو او علمای کرامو (عالیه او خامسه) سویې تثبیت ازموینو پایلې د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان کړې. د کانکور عمومي ازموینه کې (۸۸۷۴۷) تنو ګډون کړ وو، چې (۴۷۰۹۱) تنه یې لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته بریالي اعلان شوه. ۲/۱
1
1
53
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
(۵) هرعمل (د لمونځ ، زکات،روژې اوحج ) په څير چې کول يې شرعا واجب وي علم يې هم شرعا واجب دی، داسلامي حکومت اقامه هم واجب اوعلم يی هم واجب دی، مجاهدینو اوچارواکو د اقامه کولو واجب ادا کړي. د عمل په نیت د دې کتاب لوستو سره ددوی دوهم واجب هم ادا کیدای شي.
3
2
57
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
9 months
اوبه د هېواد سمسورتيا، زراعتي او اقتصادي پياوړتيا او پر ځان بسيا کېدلو لپاره يوه حياتي او ضروري موضوع ده. نن مو د قشتپې کانال ننداره وکړه، دا کا��ال د آمو سیند څخه رابېل او د بلخ ولايت پر سينه پروت دی. د اسلامي امارت دا کړنه به د تاريخ پاڼو کې په زرينوکرښو ليکلې پاتې وي. ۲/۱
1
1
54
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
دا د خوښۍ ځای دی، چې اوس په هېواد کې د علماوو د تحصیلي اسنادو د رسمي کېدو لپاره زمینه برابره شوې او دوی کولی شي د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د عصري علومو د استادانو ترڅنګ، د ځوان قشر د عقېدوي، فکري او مسلکي روزنې لپاره خدمت وکړي.
2
2
54
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
د ازموينو ملي اداره تر پخوا پياوړې شوې او اوس مهال دا اداره د پښتو او دري ژبو ترڅنګ، په انګليسي او عربي نړيوالو ژبو هم ازموينې اخلي. دغه راز موږ د هرې برخې پوښتنو جوړولو لپاره د همغې برخې او ژبې متخصصين ټاکو  او هغوی به په خپلو برخو پوره برلاسي اوسي. ۱/۱
3
2
56
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
نن مو په کابل ولايت کې د۱۴۰۲کال کانکور وروستي پړاو متفرقه، خارج مرز، دیني مدارسو، په مخکنیو پړاونو کې غیرحاضرانو او علمای کرامو د تثبیت سویې ازموينه په پوره ښه نظم سره واخیسته. په دې سره په ټولو ولایتونو کې د۱۴۰۲کال کانکور ازموینو لړۍ، چې ۹۵۸۲۸ تنو پکې ګډون کړی و، پای ته ورسېده.
5
3
53
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
په دې کار سره به له يوې خوا په نړيوالو ژبو د يادې ادارې د پوښتنو بانک مجهز او له بله پلوه به ټولو هغو ګډونوالو ته د ازموينې ورکړې لپاره ښه زمينه برابره شي، چې له هېواده بهر يې په انګليسي او يا هم په عربي ژبو زده کړې ترسره کړي دي. 1/2
0
1
54
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
د اسد۲۴مه دافغان مجاهد اوغیرتي ولس دبریا اوکامیابۍ ورځ ده، ټول ولس ا وپه ځانګړي توګه دشهیدانو وارثانو ،خپلوانو،یتیمانو، کونډو ،معلولینو ،بندیانو ،زخمیانو اودجهادپه لاره کی ټولوغم لیدونو اود مجاهدینوخدمت کوونکو ته دی مبارک وي یاده بریا دولس دبی سارې قربانیو اودالله دنصرت محصول دی
3
2
51
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
9 months
کندز ته دخپل سفر په ترڅ کې مو دیاد ولايت قدرمن والي مولوي نثاراحمد نصرت سره ناسته ترسره کړه ،نصرت صیب ته مودخپلو تصنيفاتواوتألیفاتو یوڅه برخې چې دنظام ټولومسؤولین ورته ضرورت لري شریکې کړې اویوڅه علمي اوکاري تجربې مو ورسره شریکې کړي ،نصرت صاحب زموږمشورې په ډیردقت اوشوق سره واوریدې
2
2
53
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
9 months
همدارنګه د ځوانانو د صلاحیتونو او استعدادونو څخه د سمې استفادې په موخه په محلي او نړیواله کچه سالم او کامیاب علمي او فکري ټولنیز تدابیر په نظر کې ولري؛ ترڅو د عملي تدابیرو لپاره پر وخت چمتوالی ونیول شي. د امت ځوانان کولای شي،د مسلمانانو غرقیدونکې بېړۍ ته د امان ساحل پیداکړي. ۳/۳
0
4
56
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي په لړ کې مو د ادارې تخنیکي کارکوونکو ته په چارو کې د دقت او کاري پروسو چټکتیا په اړه لازمې لارښوونې وکړې، د هغوی نظریات مو واورېدل. موږ هڅه کوو د ازموینو ګډونوالو د معلوماتو ثبت په برخه کې د کارکوونکو اجراات وڅارو او تېروتنو مخه ونیسو.
3
2
46
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
اگر اسلامی ممالک دل سے امارت اسلامیہ افغانستان کی حمایت کریں، نظام کے ہر شعبہ سے متعلق اپنے عملی تجارب شریک کریں اور شورائی نظام ماننے کے لیے سربراہان ممالک تیار ہوجائیں، تب امت مسلمہ موجودہ پستی کے دلدل سے نکل سکتی ہے۔
1
7
51
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
1 year
د يادونې وړ ده، چې په نېږدې راتلونکي کې به د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې د ماسټرۍ برنامو او هم بېلابېلې لوې او وړې ازموينې واخيستل شي. ۲
2
1
49
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
تجربه ثابت ساخته است که اگر حاکمان هر کشور در هر زمان به ندای اسلام پاسخ مثبت ندهند؛ از یک سو همه مردم با خسارات جبران ناپذیری مواجه خواهند شد و از سوی دیگر،در مقابل دنیای علمی بی پاسخ می مانند.همچنین دوستان حوزه علمی و فکری، در عرصه عملی کمتر خواهند شد و حتی انها را از دست بدهند
0
3
47
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
(۴) د اسلامي امارت د قیام څخه وړاندې یاد کتاب د ډیرو دیني مدارسو په نصاب کې ځای درلود، زرګونو طالبانو ته تدریس شوى او الحمدلله ما په خپله پرله پسې(۸) کاله دحفظ الأسرار(عربي) رسالې په شمول د نصاب په څلورو درجو (سادسه، تکمیل، موقوف علیه او لویه دوره) کې تدريس کړى
4
3
51
@ShaikhHaqani
الشیخ الدکتور عبدالباقي الحقاني
2 years
Tweet media one
1
4
51