Abid Lmar Profile Banner
Abid Lmar Profile
Abid Lmar

@LmarAbid

5,602
Followers
282
Following
20
Media
342
Statuses

Yes we can!

Joined September 2020
Don't wanna be here? Send us removal request.
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
که زه تاسو ته ووایم چې زه یوه ښایسته خور لرم، څوک ورسره مینې او ملګرتیا ته اماده یاست؟ د 99 % ځواب به مثبت وي. خو که ستاسو خور سره زما ملګرتیا څرګنده شي، زما جزا مرګ ده. زمونږ ورور که بلې جلۍ سره مینه کوي هیرو دی. خو که خور مو بل هلک سره مینه وکړي، فاحشه ده. ولې؟
84
16
573
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
په ټولنیزو رسنیو کې زما د نیا او قانع اکا د مینې اوازې دروغ دي. زما نیا په پوهنتون کې د قانع اکا ټولګیواله وه، قانع اکا زما نیا ته د مینې وړاندیز کړی ؤ، خو زما نیا نه ؤ منلی. او اوس یواځې د همصنفیتوب په خاطر ورته ګران دی، ولس دې غلط شک نه کوي.
Tweet media one
70
3
556
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي د پاکستان په شتون کې د افغانستان د مشکلاتو حل داسې دی؛ لکه د ویروسي ناروغیو په مقابل کې چې انلجزیک (د درد درمل) کاروو. انجلزیک به درد کم کړي، خو ویروس نشي ختمولی، پاکستان د لویدیځ څخه د افغانستان پروژې په قرارداد اخلي. تر څو چې پاکستان وي د افغانستان به همدا حال وي.
36
16
489
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي ترکیه افغانستان کې مدرسې جوړوي. تالبان که ځان د افغانانو نماینده ګان ګڼي؛ هغه سلګونو ویډیوګانې چې ترکان یې د ایران سرحد کې افغانانو سره ظلم کوي د مشت نمونه خروار په ډول ورته وښیي. چې دا ظلم د انسانیت او اسلامیت په کوم قانون کې شته ؟
Tweet media one
95
23
401
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
تالبان زنده اباد؛ نجونې که دومره تکړه وي اوس دې له مونږ هلکانو اولنمره ګي وګټي ، د کانکور په لس غورو کې هم جینۍ نشته.💪 او رښتیا ماته خو په لس غورو کې یو هم پښتون نه ښکاري؟🙆 وۍ رښتیا مونږ پښتنو ته خو عصري تعلیم مباح دی، که دوي تکړه وي مونږ نه دې مدرسو کې اول نمره شي.💪
39
12
396
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
کله چې جنرال مبین په ټوېټر کې زما نیا ته د واده وړاندیز وکړ؛ قانع اکا په خپله الټو موټر داسې ولیکل. خو زما نیا وایي: زه بل مېړه نه کوم؛ کوڼډتون کوم.
Tweet media one
28
11
376
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي د پا.کستانۍ عافیې د مرګ په اوازه زیات احمقان غم کوي، څو ورځې مخکې زما د وطن لسګونه عافیې په کابل کې ووژل شوې، عافیه صدیقي یوه phdډاکټره وه، تاسو هم عافيې په شان ډاکټرانې پیدا کړې، او تعلیم ته یې پرېږدئ، د خپل وطن د عافیو غم وخورئ، اماده غمګینان مه جوړېږئ!
56
18
368
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي WFPـUNCEF او نورې نړیوالې مرستندویه ادارې یواځې د مرستو تبلیغات کوي. د دوي هر خارجي کارمند لسګونه زره ډالر معاش لري،خو افغانانو ته دسل افغانیو دال، او یاد شل افغانیو کتابچې ورکوي. او نړۍ کې تبلیغ کوي چې شل میلیونه افغانانو سره مرسته وشوه. دوي اصلاً جاسوسي کوي بس
48
13
336
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي دنبي عیسی خېل پرځای بایدد عرف سره سم علما او ملایان غوڼډه وکړي، او بل لوبډلمشر وټاکي. ځکه چې دزعیم ټاکل دعلماؤ کار دی، که لوبډلشمر ملا وټاکل شي ښه به وي؛ ځکه دیني عالم په هر څه پوهېږي، چې د صحت عامې ریاست او د اټومي انرژۍ ادارې ریاست کوي؛ د کرکټ لوبډلمشري خو اسانه ده.
82
18
342
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نن مې د کور بامونه کاګېل کړل؛ نیا مې وایي چې دولت او ولس باید د ژمي لپاره تدابیر ونیسي. د سون موادو، خوراکي توکیو، او طبعي پېښو لپاره اماده ګي ونیسي. ما خو اصلاً غوښتل چې د بام څخه د لال جانۍ توړۍ د لمسۍ دیدن وکړم، شکر چې د خپلې معشوقې دیدن مې هم وکړ. او نیا مې هم خوشاله شوه.
Tweet media one
23
7
323
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
دا د تالبانو یو ملاصیب چې تلوېزون کې د سګرټي په کبر او د نسواري په عاجزۍ خبره کړې؛ دا خبره سمه ده. نیا مې وایي د پوهنتون پر وخت زما ټولګیوال عصمت قانع هم نسوار کول، او ډېر خاکساره او عاجز هم ؤ، خو زما نسوار نه خوښېدل، په همدې خاطر مې واده مې ورسره ونکړ.
Tweet media one
45
7
327
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي د زورور وهل وي، د کمزوري کنځل. ولس د وږيتوب، لغړتوب،او ناروغیو څپېړۍ خوري که په ټولنیزو رسنیو کې د نظام خلاف خبرې کوي، یا مشرانو ته کنځل کوي، باید حکومت یې وزغمي. حکومت که د ولس په زخم پټۍ نشي لګولی ، مالګه دې هم پرې نه اچوي.
18
8
326
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي د دولت او خصوصي اشخاصو د ځمکو د غصب په اړه اقدام ښه کار دی. خو په دې اړه باید دقت او جدیت وشي. ځکه د اوسني حکومت زیات کسان هم غصب کې شامل دي. دا ښه فرصت دی، چې غصب شوې ځمکې راوګرځول شي.
16
5
305
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي پولیو ناروغۍ څخه هر کال یو یا دوه نفره فلج کېږي، بېلګېټس هم ورته فڼډ ورکوي، او who هم مرسته کوي. خوهر کال د تور زېړي، زړه ناروغیو او شکرې ناروغیو څخه په زرګونو افغانان مري، نه نړیوال او نه دولت د وقایې او معالجې لپاره د پویلو په شان پاملرنه کوي. ولې؟
44
9
291
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي دولت یوه اداره ده، او اداره له لاندې پنځو مواردو پرته پر مخ نشي تللی: اداره باید قانون او اصول ولري. اداره بایدمدیر او مشر ولري. اداره باید هدف ولري. د یومعلوم وخت لپاره باید پلان ولري. د پلان د تطبیق لپاره باید منابع ولري. ایا زمونږ دولت دا هر څه لري؟!
53
12
287
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي چادري دیني ارزښت نه لري. مخ او لاسونه پټول مباح دي، له بدخشانۍ خویندو د حجاب لپاسه د حجاب غوښتنه په حلوا کې هډوکی لټول دي. بدخشانۍ خویندې په عمر چا دومره نشوې بې عزته کولی، لکه پرون یې چې وهل وخوړل. نیا مې وایي ما هم د پوهنتون پر وخت حجاب کاوه، خو مخ مې نه پټاوه.
75
13
286
@LmarAbid
Abid Lmar
10 months
نیامې وایي د سالنګ سړک له جبل سراج څخه تر خینجانو پورې خراب دی. ملایانو یواځې دسالنګ داخل درې کیلو متره سړک پوخ کړی دی، دومره تبیلغات کوي. که په تېرو دوو کلونو کې مې د میک اپ پیسې بچت کړې وې هم، دومره سرک مې جوړولی شو. د سالنګ سل تونلونه د نجونو د یوې ورځې مکتب بندولو ارزښت نلري.
Tweet media one
92
16
290
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې له لال جانې توړۍ نه څلور پیالې غوړي او دوه خمیردانه اوړه قرض کړل چې حکومت هسې هم له روسانو غوړي، غنم او نور د سون توکي اخیستي، که ارزانه شول؛ بېرته به د لال جانې توړۍ قرض ورکړو. خو غوړي، اوړه او ګاز بېرته قېمته شول، نیا مې تاوان وکړ ولا.
25
4
279
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
د شینواري ښځه مریضه وه. ډاکټرته یې بیولې وه، ډاکټر ورته پېچکاري کړې وه، ښځه مړه شوې وه. شینواري ډاکټر له ګرېوان نیولی ؤ، چې سمه دمه ښځه مې درته راوسته، غڼ دې پکې وواهه، پېچکاري دې ورته وکړه، مړه دې کړه. نو ملایانو ته هم سم دم افغانستان په لاس ورغی غڼ یې پکې وواهه.
52
7
273
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
زمونږ د یوې کلیوالې ښځې مېړه دا شپږ کاله کېږي خارج ته تللی. پرون یې لور پیدا شوه. ټوله کورنۍ اوکلیوال پرې د زنا تور پورې کوي، چې مونږ خو ستا مېړه نده لیدلی نو بچی دې ولې وشو؟ هغه ښځه وایي چې تاسو خو ملا هیبت الله هم نده کتلی، نو فرمانونه له کومه کېږي؟
54
11
258
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي بغیر له قانون څخه هېواد د ځنګل په څېر وي، او وګړي یې د ځناورو په څېر وي. که څوک وایي چې قران اساسي قانون دی؛ نودترافیکو، کار، معارف، مخابراتو قوانین په قران کې له کومه شول؟ ولې پورته قوانین اوس هم تطبیقېږي خواساسي قانون نلرو؟ پرته له وضعي قوانینودټولنې نظم نا ممکن دی.
47
10
242
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي دین د عباداتو او اخلاقو مجموعه ده. ملا چېرته کوم کشف کړی؟ کومه اختراع یې کړې؟ کوم بَم اټم یې جوړ کړی؟ طب، اقتصاد، انجینري، زراعت، سیاست او نور علوم او هنرونه په دیني زده کړو کې نشته. نو دینې زده کړې به مو څنګه سیالانو سره سیال کړي؟
Tweet media one
123
8
240
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
زمونږ یو کلیواله ښځه په ماشوم مریضه وه، نیا مې یې داییتوب کاوه، نیا مې سهواً د ماشوم د نو(نوم) پر ځای خوټه غوصه کړې. هغو خلکو عاریضه کړې ، دا شل ورځې په څارنوالۍ ګرځو. چې تعلیم نه وي، قابله او ډاکټره نه وي دا حال به وي. اوس ملګرو دې خلکو سره څه وکړو؟ عذر هم نه مني.
73
8
240
@LmarAbid
Abid Lmar
2 months
نیا مې دومره ظالمه وه، چې په بریتور اکا یې روژه هم په زور نیوله.
23
25
233
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي ملا سلام ضعیف په تالبانو کې تر ټولو ډېره قرباني ورکړېده، خو وظیفه نلري، ځکه چې د تالبانو په اوسني نظام نیوکې کوي، او اصلاحات غواړي. د نجونو د تعلیم ، کار او اساسي قانون ژر جوړولو طرفدار دی. @abdulsalamzaeef
23
8
229
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
قانع اکا د واده په خاطر زما د نیا شرطونه نه و منلي، اخر یې داسې ښځې سره واده وکړ چې الهم صل ته الهمصخلې وایي. افغانانو د امان الله خان پر ځای چې د ازادۍ، علم او پرمختګ اتل و، کلکاني راوست، هغه ارګ له خرو ډک کړ. دوي ورته د خادم دین نوم ورکړ. اوس یې ستاینه هم کوي. کښېنئ مړو!
25
10
221
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې امبرې توړۍ ته وویل چې ستا زامن خو تالبان دي، د نجونو د پوهنتونو د بندېدو په اړه څه نظر لرې؟ وای زامن مې وایي چې دې کار کې به هم یو حکمت وي. نیا مې ورته وویل چې که سبا پر تا تالبان پښې جګې کړي هم ستا زامن به یې حکمت بولي. اوس خفه ده.
24
17
225
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
قانع اکا مې د نیا ټولګیوال دی، او ډېر ورته ګران دی.نن مې یې نیا ته مسېج راکړی و، چې د هېواد څخه ډېر لرې کوم بل هېواد ته پخیر رسېدلی دی. نیا مې ورته مسېج کې دا ټپه لیکلې؛ چې ستا بېلتون مې خواره نکړي د پسرلي روژه مې نه خرابوینه
Tweet media one
29
1
224
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې خبره شوې چې ننګرهار کې استخباراتو زر ټنه لیتیم پا.کستان ته د قاچاق پر مهال نیولي. لیتیم ډېر قېمتي او با ارزښته عنصر دی. نیا مې وایي دا موضوع باید تعقیب شي. د کانونو د غیر قانوني استخراج مخه باید ونیول شي.
20
11
215
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي د تالبانو پولي سیاست مونږ ته مالوم دی، چې تېر ځل به مو د کور د عادي سودا لپاره هم افغانۍ په بوجیو کې ګرځولې. تېر ځل یواځې د پاکستان پر خوښه راغلي ؤ، د امریکا خوښه نه وه. دا ځل د امریکا په خوښه راغلي، که ډالري کڅوړې نه وې، بیا به مو افغانۍ په بوجیو کې ګرځولې.
42
6
213
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي دظاهرشاه دوره یوښه فرصت ؤ، نړۍ د دوهم نړیوال جنګ له امله په ځان اخته وه، خو له فرصت استفاده ونشوه. اودظاهر شاه په لمړیو شل کلونوکې د هغه کاکاګانو دتعلیم اوپرمختګ لپاره هېڅ کار ونکړ. اوسنیونظامونوحالات داسې کړل،چې اوس خلک دظاهرشاه صفت کوي. دلته هغه د کفن کش کیسه ده.
14
5
203
@LmarAbid
Abid Lmar
2 months
ما خو دا خبره دومره پټه ساتلې وه، چې حتی په کور کې مې ورور هم راباندې خبر نه و. ما اوس ومنله چې دا بلا خلک دي. ما فکر کاوه چې دوی به دومره وړتیا ونه لري، خو د علماوو آزار ووهلم. هېڅکله به بیا علماوو پسې بد و نه وایم. دا چې اوس نیول شوی یم، هغه څوک چې زه یې هڅولم، هم نه پرېږم او.
41
22
204
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
د لال جانې توړۍ اینګور خپلې کوچنۍ لور ته میک اپ کړی ؤ، لب سرین او سرخي یې ورته کړې وه، خو پرتوګ یې ورته نه ؤ اغوستی، نیا مې ورته وویل چې لب سرین لمړیتوب نه دی، د لور کونه دې پټه کړه. اوس تالبان د ږیرې او حجاب غم کوي، خو خلک وږي دي، له ولږې مړه کېږي او لباس نلري کونه یې ښکاري...
37
13
209
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي افغانان حق لري یو بل سره وګوري، خو د افغاني سیاست په رګونو کې د نړۍ استخباراتي وینه چلېږي. په تېره یوه پېړۍ کې د افغانستان نظامونو په وړاندې هېڅ مقاومت داخلي جنبه نلرله. که امریکا وغواړي په یوه میاشت کې دتالبانو په مقابل کې مجاحدین او مبارزیین پیدا کولی شي.
26
5
203
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي زما اجداد تر شلم پُشته پښتانه دي. خو پنځه څلوېښت کاله مخکې مې کابل پوهنتون کې له عصمت قانع اول نمره ګي ونیوله، بیا یې بهانه کوله چې امتحان کې مرض ؤم. په نجونو د زده کړو بندیز د پښتنو فرهنګ ندی.
14
3
202
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي تالبانو امریکا او خارجیانو ته ویلي که مونږ په رسمیت پېژنئ؛ مونږ د نجونو مکتبونه شروع کوو. نو د تالبانو دا خبره سمه ده چې نړۍ یې دېپلوماسۍ ته حیرانه کړېده، واقعاً دېپلوماسي او ثابت دریځ یې د هېواد لپاره د ستایلو دی. اوخارجیان یې رښتیا هم دېپلوماسۍ ته حیران کړیدي.
34
8
194
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
د نادرکۍ اعلان: په خوست ولایت کې د پاکستان تر هوایي برید وروسته دوه نفره د ملا یعقوب او ذبیح الله مجاهد په نومونو ورک شوي دي. که هر چا پیدا کړل زما نیا سره دې تماس ونیسي او یو پاکټ د لغمان بادرنګ دې نغد په شرینۍ کې واخلي. تیلفون نمبر: 609
65
17
195
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
پښتون د علم او منطق دشمن دی. ظریفه غفاري یوه اتله پښتنه جلۍ ده. د قرانکریم حافظه او مبارزه مېرمن ده. با سواده مفتیان او شېخان ورسره دوه خبرې هم په منطق نشي کولی. خو پښتانه ددې پر ځای چې تشویق یې کړي توهینوي یې. نیا مې هم شېخ هیبت الله ته د مناظرې چېلېنج ورکوي. دا ګز دا میدان
Tweet media one
49
7
182
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي یوه ورځ پوهنتون کې زمونږ د ټولګیوالو عصمت قانع او عثمان جنګ شو. قانع ډېر غوصه ؤ، عثمان ورته ویل چې ځه بیا مې درته فشار جګېږي. قانع ورته ویل چې زما له مخکې درته جګ شوی ؤ؛ خو نوم یې راته زده نه ؤ. نو ملایان له پخوا همداسې ول، خو مونږ یې اصلي څېره نه پېژندله.
11
10
184
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې دا یو نیم کال د تقاعد معاش ندی اخیستی، نیا مې راته وایي چې تقاعد پیسې مې راووتلې، تاته کوژده کوم. هیله ده حکومت ژر تر ژره متقاعدینو ته د تقاعد پیسې ورکړي. چې نیا مې راته د لال جانې توړۍ لمسۍ کوژدن کړي.
14
2
182
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي د تحصیلاتو د وزیر صیب دا معیار چې د مدرسې فارغ ته پرته له ازموینې د لېسانس اسناد ورکوي، او چا چې ډېر بمونه الوځولي امتیاز او وظیفه ورکوي ډېر عالي او نادر دی. او د تالبانو لپاره د ویاړ خبره ده. کاش ما هم په خپل لمسي عابد مدرسه ویلې وه، یا مې پرې بمونه الوځولي ؤ.
27
7
177
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي یوویشتمه پېړۍ د لیتیمو پېړۍ ده، او ډېر ارزښت لري. افغانستان کې لږ تر لږه د یو تریلیون ډالرو په اندازه لیتیم اټکل شوي دي. دنورستان په وایګل کې غیر قانوني د لیتیمو کان کې کیندنې کېږي. د غیرقانوني استخراج مخه باید ونیول شي. ولس ته باید د یوې یوې افغانۍ حساب ورکړل شي.
13
22
171
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
د نیا پلار مې د لغمان لوی خان ؤ، نن مې د نیا وروڼو ته ورغلی ؤم، چې زمونږ میراث راکړئ. هغوي ویل؛ ستا نیکه د مجایدینو کوماندان ؤ، ستا نیا یې له مونږ په زور په نکاح کړه، د هغې ولور هم په تاسو پاتې دی. ما ویل زه میراث په زور اخلم. اوس مې یو لاس او یوه پښه ګچ کې تړل شوي، روغتون کې یم.
27
1
166
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
زه او نیا مې اوزګار ناست وو، حساب مو وکړ، د افغانستان د کاني منابعو درې تریلونه ډالر سرمایه چې د افغانستان په څلوېښت میلونه نفوس ووېشو، او بیا یو ډالر په 89 افغانیو کې ضرب کړو، هر نفر کوچني اوغټ ته شپږ شپېته لکه او پنځه اویا زره افغانۍ رسېږي. خو افغانان پکې بیا هم له وږي مري.
23
7
149
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نن د مرجانې توړۍ اینګور مونږ کره راغلې وه، نیا ته مې یې ویل چې مېړه مې دتالبانو له راتګ وروسته بله ښځه راباندې وکړه. او زما بچیان همېشه دوه یا درې ورځې وږي وي، او مېړه مې د هغې بلې ښځې سره مزې کوي، ما سره خو په میاشت کې هم نه څملي. نو چې توان چا کې نه وي دوهمې ښځې ته څه اړتیا؟
22
0
156
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي ملکي او نظامي کسان باید هر یو خپل حد او وظیفه وپېژني. څه موده مخکې د لغمان د یوې ولسوالۍ د معارف مدیر دیوې لېسې مدیر په کوچنۍ غلطۍ چې د توصیې او اخطار وړ وه، په خپل دفتر کې تړلی ؤ، که د هرې ملکي ادارې امر قاضي او څارنوال شي؛ نو قضا او څارنوالي د څه لپاره ده؟!
9
4
149
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
ملګرو زما کوژده هم تر امر ثاني ځڼډېدلې ده. تېر کال مې نیا د لال جانې توړۍ لمسۍ راته کوژده کوله؛ خو لال جانې توړۍ مې نیا ته ویلي ؤ، چې زما لمسۍ یوولسم ټولګي کې ده، تر څو چې له دولسم ټولګي فارغه شوې نه وي؛ نه یې ورکوم. اوس خو مکتبونه بند شول، زما کوژده هم پاتې شوه.😪
16
3
153
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
کوم بچه باز یو ښایسته هلک نه تقاضا کړې وه. هلک ورته ویلي ؤچې څوک به مو وګوري؟ بچه باز ورته ویلي ؤ چې که کونه راکی، کندې ډېرې اوکه نه یې راکوې بهانې ډېرې. نو ژوند کول،تعلیم کول،د بیان ازادي، دکار ازادي،درایې حق د افغانانو حقونه دي. تالبان یې که راکوي ښه خبره ده، کنه بهانې ډېرې دي.
12
5
148
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي عمر بن عبدالعزیز د وخت خلیفه ؤ. د یو ولایت والي یوغل نیولی ؤ، امیرالمومنین ته یې خط ولېږه چې غل مې نیولی، اقرار نه کوي، او شاهدان پرې نشته،اجازه راکړه چې ویې وهم،او په وهلو یې قانع کړم. عمر بن عبد العزیز ځواب ورولېږه، چې زه دوهلو اجازه نشم درکولی. (لاکراه فی دین)
12
4
145
@LmarAbid
Abid Lmar
1 month
اکا له نړیوالو پروژې اخیستې، خو ما او نیا یې مفتو کې خراب کړو.
24
19
138
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
څوک چې د بیت المال په پیسو ښځه کوي، مونږ هم پکې شریک یو او حق مو پکې شته او کنه ملګرو؟!
28
9
146
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي د یمن، لیبیا او مصر علما کابل کې تالبانو ته د بریا مبارکي ویلې، او له نړیوالو غواړي چې تالبان په رسمیت وپېژني. دوي ولې خپل هېواد کې داسې نظام نه جوړوي؟ او تالبان چې دا خلک مسلمانان ګڼي، نو بیا ولې د دوي د هېوادونو او یا سعودي، اندونیزیا او قطر په شان نظام نه جوړوي؟
30
10
127
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي دا د تېر فاسد جمهوریت د کار نتیجه ده،چې مونږ معیاري روغتونونه نلرو، او دپاکستان بارډرکې مو ښځې بې عزته کېږي. اوس دتالبانو مشر ویلي چې ښځې دې ښځینه ډاکټرانوته لاړې شي، او نارینه، نارینه ډاکټرانو ته. مونږښځینه داخله او جراح ډاکټرانې نلرو. اودنجونو مکتبونه تاسو بند کړي.
8
6
123
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
یوملګري مې دامارت په راتګ سره ږیره پرېښوده،څو ورځې مخکې یې ځانته په درې سوه افغانۍ لونګۍ واخیسته، او بیا یې ملایانو سره امتحان ورکړ، کامیاب شو،اوس یې دلېسانس سند واخیست. هغه ملګری مې په لمانځه هم سم نه پوهېږي خو واسطه یې درلوده. ملګرو که څوک ماته هم سند جوړ کړئ مهرباني به مو وي.
14
6
126
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
په یو سړي پیریان راتلل، زامنو یې ملا ته بیولی ؤ، ملا یې چې په خېټه زور کړی ، سړي نه تیز وتلی. زامنو یې له ملا پوښتي چې دا تیز پلار واچاوه که، پیریانو؟ ملا ویلي چې تیز پیریانو واچوه،خو کونه ستا د پلار وه. نو مونږ نه پوهېږو چې فرمانونه له کوم ځای راځي؟ خو نوم ورسره د هیبت الله وي.
13
14
131
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
خبریال:د فاطمې توړۍ کوڼډه لور ولې د غریبۍ نه هغه() ورکوي؟ مجاهد صیب:هغې خو جمهوریت کې هم دا غلط کار کاوه. خبریال: انترنټ ولې قېمته او بې کیفیته دی؟ مجاهد صیب: خو جمهوریت کې هم انترنت قېمته او بې کیفیته ؤ. جنرال صیب مبین: واه واه زنده اباد مجاهد صیب، خبریال یې پسې واخیست.👏👏
14
7
129
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي نکاح سنت ده، نفقه او حلال رزق فرض دی. هر څوک چې تر څو د ښځې د نفقې توان ونلري باید واده ونکړي. او اوس چې د دوهمو ودونو بازار ګرم دی، باید دوهمې ښځې ته بېل کور او نفقه اماده وي. همد راز د نورو همزولو نجونو مطابق باید لباس، طلا، ولري او سیالي وکړای شي.
Tweet media one
13
4
124
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیامې وایي له 18 تر 38 کلنو عمر تقریباً شل میلیونه ځوانان لرو. نیمایي(لس میلیونه)یې نجونې دي، چې نغد عاید نلري. څومیلیونه نارینه ځوانان مو خارج کې دي. پنځه میلیونه نارینه ځوانان مو په نشه یي توکیو اخته دي. د نشه یي توکیو استعمال بحران او تباهي دی. خو د مخنیوي لپاره یې پلان نشته.
9
4
123
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
د ګل بسې توړۍ لمسۍ مکتب نده ویلی، نن سهار یې کولمو درد کاوه، په غلطۍ کې یې د انسانانو پر ځای د غواګانو ګولۍ خوړلي. اوس د غوا غوندې رمباړې وهي.
6
3
119
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
نیا مې وایي طالب چې په کومه لار روان دی؛ د جنګ میدان او د افغانستان وېش ته تللې ده. مونږ ملت بیا جنګ نه غواړو، بیا میلیونونه شهیدان نه غواړو. طالب باید پوه شي چې سیاست په یوه موزه کې دوه پښې ننوېستلو ته نه وایي.
24
6
114
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
ګلبشرې ترور مې نیا ته وویل چې ننګرهار کې معلمانو ته قدم او رتبه په ږیره ورکول کېږي. او که څوک ږیره نلري د ارزیابۍ نمرې صفر ورکوي. نیامې وایي د معارف هدف د زده کوونکو زده کړه ده او د ښوونکو ارزونه باید په ظاهري لباس او ږیره ونشي بلکه د معلم ارزونه باید د زده کوونکو په زده کړه وشي.
12
4
108
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
زما د نیا چرګانو بېګا دشپې دولس بجې بې وخته اذانونه وکړل او شور يې جوړ کړ. مونږ خوشاله شو، او فکر مو وکړ چې کوم ښه سړی به نوی پاچا ټاکل شوی وي. سهار چې راجګ شو، زما د نیا درې چرګې ګیدړ خوړلې وې. اوس مې نیا د خپلو چرګو د غم او ویر په خاطر په کلي کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.
7
6
110
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
نیامې وایي که مثلاً سبا تالبان د نجونو مکتبونه پرانیزي،د تېرو 670 ورځو حساب به څوک ملت ته ورکوي چې د نجونو تحصیل بند دی؟ اوکه سبا تالبان ملي بیرغ ومني، د هغو ځوانانو د وینو قېمت به څوک ورکوي چې د ملي بیرغ په خاطر په ځینو سیمو کې شهیدان شول. (سپی هډوکی خوري، خپلې کونې ته نه ګوري.)
22
3
106
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
نیا مې ملا صیبانو ته! نن راټول شئ دا تمام ملاصیبان رایه واخلئ ددې ټول ملت افغان که په لسو که یوه نفر منلئ ما در پرېښوده تمام افغانستان
17
5
101
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
زما نیا هم چې درې کاله مخکې د ملي پیوستون پروګرام کې د کلي د ښځو مشره وټاکل شوه، چرګانو یو ناڅاپه ډېر زیات اذانونه وکړل. لال جانه توړۍ شاهده ده. مولوي صیب رښتیا وایي؛ د ښو مشرانو په ټاکلو چرګان همداسې اذانونه کوي.
14
5
102
@LmarAbid
Abid Lmar
9 months
نیامې کیسه کوي، وای کوم ځای کې دوه ښځې ماښام د ډېران په سر متیازو ته ناستې وې. یوې بلې ته ویلي چې دا د مېړه اغه ګرم وي که یخ وي؟ هغې ویلي چې خورې! ولا که یې په ګرم او یخ پوهېږم، خو خوند کوي. ملګرو ملاصیبان د امریکایي ډالرو د مرستې په ګرموالي او یخوالي نه پوهېږي، خو خوند ورکوي.
24
6
100
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
نیا مې وایي اختر محمد منصور پاکستان ته وفادار سړی ؤ، د نشه یې موادو، او د افغانانو د وینو تجارت یې ډېر وکړ. خوپه اخر وخت سم شو، اود امریکا او پاکستان د ځینو غوښتنو مخالف شو، ځکه یې وواژه. اوسني وزیران او مشران هم که د امریکا غوښتنې ونه مني، د اختر محمد منصور په شان دوي هم ختموي.
43
2
97
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
خال مې د کوڼډې پر مخ ولید پېغلې ته ښایي چې پنځه کېږدي خالونه
9
3
97
@LmarAbid
Abid Lmar
7 months
نیا مې وایي ښځې چې واده وکړي، په اوله شپه د شرم تمثیل کوي، په سترګو لاس ږدي. خو وروسته چې بلدې شي، بیا په مېړه مونجېږي. زمونږ ملایان هم چې اول راغلل، لږ لږ شرم یې کاوه. اوس یې چې د امریکایي ډالرو خوند ولیده، پرې مونجېږي. او په ولس ورځ په ورځ فشار زیاتوي.
21
5
96
@LmarAbid
Abid Lmar
8 months
نیا مې وایي غواړم جنرال مبین ته ډوډۍ وکړم، او په خپل لاس ورته د لغمان ګلپیان پاخه کړم. پاکستاني ته یې سم جواب ورکړی افرین. دا ملاقات بغیر له چاقو ورسره کوم.
12
3
88
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي افغانستان کې د واک وېش انارشېزم ته زمینه برابروي، باید واک یو د ثقل مرکز ولري. فدرالي نظام هغه وخت ګټور وي، چې لږ تر لږه نوي سلنه وګړي باسواده وي. مونږ جمهوري ریاستي نظام غواړو، خو چې تېر جمهوریت په شان فاسد نه وي، او اوسني نظام خو بدوي انارشېزم ته ورته دی.
20
0
89
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
نیا مې وایي تالب زمونږ لېونی ورور دی. که یې څوک ووهي پرې دردېږو، که بل څوک یې ووهل، لانجه او جنجال یې مونږ ته راځي. که یې تړو، کور کې مو جنجال راځي او مور پلار خفه کېږي. ښه خبره دا ده چې فکري او رواني علاج یې وکړو.
12
1
91
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
درې کاله کېږي زما نیا تقاعد نده اخیستی، نن یې لال جانې توړۍ ته ویل چې که تقاعد مې اخیستی ؤ، اوس به مې عابد ته کوژده کړې وه. تالبان د قوشتیپې کانال ترانې وایي، خو د سلګونه زره تقاعدینو په پیسو دوه قوشتیپې کاناله جوړېږي. خلکو ته دې خپل حق ورکړي.
17
2
88
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
@Zabehulah_M33 مجاید لالا هغه د ایران او ترکیې سرحد کې د ترکانو له خوا افغان ځوانانو سره غیر انساني او ا.سلامي چلند او د شکنجې ویډیو ګانې به مو هم ورښودلې وې.
12
5
85
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
نیا مې وایي په نرواکو ټولنو کې ښځو لپاره ښځې هم ستونزې جوړوي. که یو 35 کلنه کوڼډه مېړه وکړي، ټولې ښځې ورپسې بدې خبرې کوي، خو 65 کلن سړي ته همدا ښځې د 18 کلنې جلۍ ریباري کوي. اصلاً ښځه دلته انسان نه ګڼل کېږي. که زه همدا اوس له قانع سره واده وکړم، ټوله دنیا به راپسې خبرې کوی
12
2
88
@LmarAbid
Abid Lmar
9 months
نیا مې پرون راهیسې جنرال صیب مبین ته زنګ وهي، چې د ډیزلو د نوي نرخ پوښتنه ترې وکړي، مبایل یې بند دی، ځواب نه ورکوي.
12
1
81
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
فېسبوک کې ملګرو مشوره راکوله، چې کورکې کاسې ماتې کړه بیادرته کوژده کوي. نن مې یو قاب او یوه کاسه مات کړل، سټایل او غوصه مې وکړه، پام نه ؤ، شاته مې پلار هم ولاړ ؤ. اوس مې سترګې وغړولې، د ننګرهار عامې روغتیا روغتون کې پروت یم، نیا مې سرته ناسته ده، او یو لاس مې هم ګچ کې تړل شوی دی.
14
2
82
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي ځوان نسل باید د تعلیم سره یو کسب او هنر هم زده کړي. ځکه دولت کې د بشري قوې د جذب ظرفیت ډېر کم دی. په تصویر کې د جان بي بي توړۍ لمسۍ د هنر په زده کولو لګیا ده.
Tweet media one
17
0
78
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
نیا مې وایي له داخلي منابعو او دا خلي اقتصادي ملاتړ پرته د ډالرو په په زور د افغانیو پورته کېدل داسې دي، لکه څوک چې ټابلېټ کا وخوري، عصاب یې دروغجنه خوشالي ترلاسه کړي، په پردۍ جلۍ برید وکړي چې ته زما ښځه یې. خو کله چې په هوش شي جلۍ یې کوناټیو ته بېلچه نیولي وي، او مڼډې وهي.
8
6
84
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
نیا مې وایي د روژې ماذیګر کې ټول په کوچنۍ خبره، لانجه کوو. که څوک بحث راسره وکړي، جنګ ورسره کوو، ځکه چې وږي او تږي یو. سبا بیا وایو روژه وه، ولا عصابو مې کار ونکړ. خو هغه خلک چې ټول عمر وږي او تږي وي، معیاري غذا ورته نه رسېږي؛ چې جرم کوي مونږ ولې سزا ورکوو؟ فقر د جرمونو مور ...
9
3
82
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
د ګل بسې توړۍ اینګور مې نیا ته کیسه کوله چې بېګا مې کورواله ته زړه کېده خو مېړه مې ښرر ښرر ویده شو. پېشنمی مې چې راویښ کړ؛ راته ویل یې چې ښځې! خوب کې شیطان د ملا روزالدین په هغې کوڼډې اینګور دوکه کړلم، لږ اوبه راته ګرمې کړه، چې غسل وکړم. وای داسې غوصه مې ورته راغله چې اوس ورسره
10
0
73
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
د اماراتو، سعودي اوترکیې دافغانانو مسافري( کو2نه ورکول او جومات اچول دي.) بېچاره ګان پیسې وګټي، ټولې ترې دطیارې ټکټونه شي، دطیارې ټکټونه د انټرنټ په شان د پاکستان نه څو برابره قېمته دی. نیا مې وایي که زه اړونده وزیره وای، د هوایي شرکتونواومخابراتي شرکتونو رییسان مې په بېلچه وهل.
12
6
74
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
@mobeenkhan1231 @mfymjhd2 جنرال صیب! زما نیا ماته کوژده نه کوي، وای ته لا ماشوم یې، خیر دی زمونږ د کلي د لال جانۍ توړۍ لمسۍ زما خوښېږي، لغمان ته راشه، دغه جلۍ خو ماته هم وغواړه.
10
2
68
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
ټام وېسټ او رینا آمیري زمونږ د لغماني زلمي خلیزاد شاګردان دي. که قانع اکا زما د لغمانۍ نیا په مینه ښاد شوی وي، تالبان به هم له دوي ښادي وویني. د نجونو مکتبونه همدوي بند کړي هم دي، بېرته یې د خلاصېدو غوښتنه هم کوي. هههههههههه
9
3
76
@LmarAbid
Abid Lmar
10 months
قانع اکا پوسټ کړی ؤ، چې مونږ ملایانو پسې ټوپک نه اخلو، بلکه له ملایانو ټوپک اخلو، ملایان بېرته مهراب ته بیایو، بیا جنګ نه غواړو. نیا مې وایي قانع ته ووایه کله چې د سولې خبرې ناکامې شي حتماً جنګ پېښېږي. ته دې د خپل صادق زړه فکر ملایانو ته مه کوه، چې په اسانه به تاته ټوپک درکړي.
10
2
75
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
زمایو چرسي ملګري راته وویل چې مور اوپلار مې حق(عاق) کړل. ما ویل ولې؟ وای کوژده یې راته نه کوله. اوس دټولنیزو رسنیوملګري د انټرنټ دبیود ټیټېدو غوښتنه کوي، که د هوایي ترانسپورټ په شان دا هم لس روپۍ ارزانه کوي،او په ملت ملڼډې وهي. نوزمونږ له طرف شرکتونه او مخابراتو وزارت حق(عاق) ده.
5
5
74
@LmarAbid
Abid Lmar
8 months
نیا مې وایي مولوي کبیر ولې وایي چې جهاد ختم شوی، او ولې وایي چې مونږ متوازن بهرنی سیاست لرو؟ دا خبرې خو اسلام کې نشته؟ مونږ ته خو به ملایانو ویل چې د اسلام بهرنی سیاست درې خبرې دي: یا مسلمان شه! یا جزیه ورکړه! یا جنګ ته تیار شه! اوکه کافرسره مو جامې یا بدن ټچ شي، باید غوڅ یې کړئ.
13
2
69
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
ملګرو نن مې نیا ماما ګانو کره د میراث حسابۍ ته لېږلی ؤم.😌
Tweet media one
12
2
67
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
نیا مې متل کوي چې ( نه به تل دا ناصر خان وي او نه به یې تل دا سره اوښان وي.) نه به تل دا د ملایانو حکومت وي او نه به یې تل دا درې څلور ښځې او هلکان وي. خو ددې هر څه حساب به راتلونکي کې پښتون ورکوي. مړ به هم زه یم پړ به هم زه یم.
12
9
69
@LmarAbid
Abid Lmar
3 years
@QaniEsmat اکا د هر چا د زور ، ښایست او ځوانۍ یو دور وي، زما نیا چې تاسو سره پوهنتون کې ټولګیواله وه ، هغه وخت ښایسته وه د ځوانۍ راج یې ؤ، تاسو ټول ترې تاوېدئ راتاوېدئ خو زما نیا ستاسو کیسه کې هم نه وه، اوس یې پوښتنه هم نه کوئ.
5
0
70
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
نیا مې وایي طالبانو ته دې د افغان نجونو د مکتبونو دتړلو شپږ سوه ورځې پوره کېدل مبارک وي. دوي د یو غایب امیر په خوله، چې ممکن مړ وي دا کار وکړ. طالب هغه روباټ دی چې د پاکستاني چارجر په واسطه له امریکا چارجېږي.
25
2
71
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
@imnaveenulhaq نوین لالا باید وضاحت دې ورکړی ؤ، چې د تالبانو پرېکړه د افغان ملت پرېکړه نده. او افغانان ښځو ته تعلیم او کار غواړي. راشد خان هم باید بېګ باش سره بایکاټ وکړي. @rashidkhan_19
7
0
65
@LmarAbid
Abid Lmar
1 year
نیا مې وایي د پوهنتون پر وخت راته قانع د واده وړاندیز وکړ ، ما ونه مانه، وروسته د مجاهدینو بازار و، نو د مجاهد سره مې واده کړ، هغه مېړه مې مړ شو. کاش بیا مې د ملا سره واده کړی و، اوس به چېرته وزیر و. که نور په څلور ګونو عملیو هم نه پوهېده، خلکو خو به راته د ماليې وزیر ښځه ویلې.
16
1
68
@LmarAbid
Abid Lmar
2 years
@mobeenkhan1231 جنرال صیب که اړتیا وي چې زما نیا د جنګ رهبري وکړي؟
18
0
62