مولوي مجیب الرحمن انصاري د افغانستان د علماوو په لویه غونډه کې:
د علماوو غونډه دې داسې فتوا ورکړي؛ څوک چې د اوسني نظام پر وړاندې دریږي، باید سر یې له تنې جلا شي او له منځه یوړل شي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد کابل نیوز ته وویل چې حکومت پر یوه وثیقه یا اساسي قانون کارکوي چې له بشپړیدو سره به یې سرپرست حکومت ختم او د قانون مطابق دایمي حکومت جوړ شي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د دیني علماوو په غونډه کې وویل، که څه هم ا.ا له کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره مخ دی، خو بیا هم د اسلام په رڼا کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
باختر آژانس خبر ورکړی، شیخ هبة الله اخوندزاده کابل والي مولوي ندا محمد ندیم خپل حضور ته ومانه او پر شرعي او ملي مسايلو، ملي يووالي، له ملت سره پر ښه چلند او نورو اړینو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
ایران پر اسرائیلو خپل برید پیل کړی او لسگونه ځانمرگې بې پیلوټه الوتکې یې دا مهال د اسرائیلو پر لور روانې دي.
د راپورونو له مخې حزب الله له لبنان څخه او حوثیانو له یمن څخه هم پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک يا ټي ټي پي وايي دوی د د افغانستان د اسلامي امارت یوه برخه دي او پاکستان کې به د کفري نظام تر راچپه کولو او اسلامي نظام راوستلو پورې به مبارزه کوي.
د افغان فلم رئیس شفیق الله افغان وایي چې په بگرام زندان کې د امریکایانو د جنایتونو او بندیانو سره د بد چلند یو مستند فلم به ډیر ژر خپور شي. دده په قول دا فلم اسنادو پر اساس جوړ شوی.
اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د پاکستان هوايي برویدونه غندلي او د هیواد په حریم یې تیری بللي.
نوموړي ویلي پاکستان که هره ستونزه لري د خبرو له لارې دې حل کړی او دا دې هم یاد ولري، چې په هرې ورځې پسې سبا شته.