وضاحت!
ګرانو هېوادوالو په ټویټر او فیسبوک کې زما په نوم ډیری بې هویتو کسانو ادرسونه جوړ کړې دي.
زه په ټویټر کې همدا یو ادرس لرم او له دې بغیر نور ادرسونه ما پورې اړه نه لري.
یاد کسان باید له داسې کارونه ډډه وکړي او له پردیو نومونو او څیرو غلطه استفاده ونه کړي.
افغانستان له یوې اوږدې مودې وروسته خپلواک او له بهرنۍ لاسوهنې د ازاد حکومت شاهد دی. بهرنی او داخلي سیاست یې په خپل لاس کې دی او کولای شي ازادانه پریکړې وکړي.
د ریچارډ بنټ تازه بندیز ځکه ښه بولم، چې دې سازمان په طول د تاریخ کې د هېوادونو ستونزې نه دې حل کړې بلکې لایې کړکېچنې کړېدي
فلسطین!
که چېرې مسلمانان د یو واحد بدن په شان شي د نړۍ هېڅ قدرت به په اسلامی نړۍ بریالی نه شی.
ځکه له مونږ سره الله تعالی، د هغه ستر دین اسلام او سپېڅلی کتاب قرآن دی.
له خلیفه سراج الدین حقاني سره مې له نږدې ملاقات کړی دی، نوموړی ډیر مشفق، د نړم زړه خاوند او یو زړور انسان دی.
دا یو حقیقت دی چې عزت او ذلت د خدای ج په واک دی او منکر ترې له اسلامه بهر بلل کیږي.
ملي پروژه!
ملي يووالی!
افغانستان په وحدت او يووالي سره جوړېدای شي.
کلونه کلونه دا اوبه پرديو هېوادونو ته مفته وبهېدې او چا يې پوښتنه ونه کړه، مګر نن به حق حقدار ته سپارل کيږي او له کلونو تږې دښتې به خړوبيږي او د سمسورتيا احساس به کوي.
جبل ثور!
قربان دې له مبارک نوم شم یا رسول الله ص!
جبل ثور هغه ځای ده چې د بشریت ستر لارښود د دواړو جهانونو سردار محمد ص او ابوبکر صدیق رض درې ورځې او درې شپې په کې تېرې کړې.
الحمدلله چې مسلمانان یو او د محمد ص امتیان یو.
له یوې کوچنۍ ولسوالي څخه یې ۶۰ جنرالان په حکومت کې په زور شامل کړي وو. دا جنرالان چې نه یې زده کړې درلودې او نه هم کوم ځانګړی لیاقت.
اکثره وزیران او ریسان هم د همدوی له ډلې وو چې هیڅوک ترې ښه خاطره نه لري.
له اسلامي امارت څخه مو مننه ده چې دا اشخاص یې له دې پاکې خاورې څخه ټول کړه
له هېواد شړل شوي او بدرنګ افراد نن یوځل بیا په ویانا کې ددې په خاطر راټول شوي چې په هېواد کې ناآمنۍ او بې ثباتۍ ته لمن ووهي.
د دوی موخې او اهداف د پردیو ګټې خوندي کول دي نه دا چې افغان ملت ته خدمت، هېواد جوړونه او ملي ګټو ته ژمنتیا.
له ا.ا مننه چې افغان ملت یې له داسې څیرو وژغوره
د اسلامي امارت له چین سره ښې اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې ځینو هېوادونو ته د زغملو وړ نه دي او وخت ناوخت ورته په خپل لاس ستونزې او مشکلات جوړوي.
ا.ا د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو حق لري او په دې برخه کې باید یاد هېوادونه له عقدهيي چلند تیر شي.
دلته اکثره خلکو د تاجک، هزاره او ازبک په سرونو تجارت وکړ، دوی به ځان ته حتی افغان نه ویل او ځانونه به یې خراسانیان او په نورو نومونو یادول.
د تاجک، هزاره او ازبک په سر به یې امتیاز اخیسته، خو نوموړو ولسونو ته یې حتی یو روغتون، ښوونځی او پوهنتون جوړ کړ.
د پاکستانی ادارې موقت صدراعظم هم هغه حقیقت ته مجبور شو چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد نه ده کارول شوې.
افغانستان اوسمهال امن هېواد دی چې هیچا ته ترې خطر مواجې نه دی او له دې باید سترګې پټې نه کړو.
له چین سره د اسلامي امارت د اړیکو پراختیا پاکستان وارخطا کړی/د نرمۍ لار یې نیولې
د ټولګټو چارو وزارت په نه ستړي کیدونکي کار او زیار سره د واخان له لارې له چین سره وصل کیدو ته نږدي یو، دا د افغانستان لپاره مهمه، حیاتي او ټرانزیټي لار ده چې د پاکستان له احتیاج څخه مو خلاصوي.
واخان زموږ د سر حیثیت لري چې د هېواد په ابادۍ کې به مثبت او پیاوړی رول ولوبوي.
د وطن په آبادۍ له زړه خوشحالېږم!
د قوشتیپی کانال به مو هېواد له مجبوریتونو او لاسنیوی څخه خلاص کړي او د خودکفا افغانستان بنسټ به کیږدي.
داسې لویې پروژې او کارونو ته هېواد تر ټولو زیات ضرورت لري، دا بنسټیز کارونه به اقتصاد لوړ کړي او هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.
افغانان تر بل هر وخت سره متحد شوي دي هغه که هزاره، ازبک، پښتون او که تاجک دی، په هېواد کې د جنګ غوښتونکي د قومونو تش په نامه ټیکداران او ملي خائنین دي چې اوس ټول تښتېدلي دي.
ټول افغان ملت د اسلامي نظام غوښتونکی دی، نه د هغو جبهو او ډلو چې بچی د افغان شهیدوي او ګټه خپل کور ته وړي