Ahmadullah wasiq Profile Banner
Ahmadullah wasiq Profile
Ahmadullah wasiq

@ahmadullah77527

3,226
Followers
20
Following
83
Media
121
Statuses

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی ریاست رئیس

Joined January 2024
Don't wanna be here? Send us removal request.
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
1 month
قدرمنو او خوږو ملګرو! زما د ايکس (ټويټر) مخکيني حساب لږ تخنيکي ستونزه پيدا کړې، په دې موخه چي سره ورک نه شو په دې نوي اکاونټ هم ستاسو په خدمت کې يم
Tweet media one
28
49
1K
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
1 month
Tweet media one
5
4
294
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
ګرانو هیوادوالو! د فوټسال په برخه کې پرلسې بریاوې مبارک! د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو په خپله شپږمه لوبه کې، قرغزستان ته ۵/۳ ګولو په توپیر ماتې ورکړه. ټولو هیوادوالو ته دې بریا مبارک وي، افغان لوبډلې په دې سره د فوټسال نړۍوال جام ته لار پیدا کړه.
Tweet media one
Tweet media two
17
13
263
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو د پیل په مراسمو کې یو نایجریایي لوبغاړي ته د افغاني چپنې ډالۍ! د خوښۍ او ویاړ ځای دی، د اوسني امن په برکت له موږ سره په دې لیګ کې د څو بهرنیو هیوادونو لوبغاړو هم ګډون کړی.
Tweet media one
Tweet media two
3
16
243
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
22 days
مبارک افغان بوکسرانو د اسیا په سطحه له بهرنیو لوبو څخه دوه د برنزو مډالونه وګټل. مجتبی حیدري په ۴۸ او پیردوس نجیبي په ۷۵ کیلو وزن کې یو ـ یو استراحت او یوې ګټې سره وتوانېدل، چې د روسیې په کوربتوب د اسیا په سطحه له بوکس سیالیو څخه د برنزو مډالونه وګټي.
Tweet media one
Tweet media two
6
16
214
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
28 days
بګرام کې د مجاهد صاحب مذاکرات د زندان خاطرات
Tweet media one
Tweet media two
6
14
197
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
ګاډوین د نایجیریا هېواد اوسېدونکی دی چې اوس مهال د افغانستان د اتلانو لیګ کې د اټک انرژي لوبډلې سره لوبېږي، هغه د یاد غوره لیګ په اړه خپل احساسات او څرګندونې داسې بیانوي:
2
15
100
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
په افغانستان کې د لمړي ځل لپاره د اکس بول انرژي د یو بوتل نرخ ٢٣ لکه افغانۍ د مزایدې(بولۍ) په صورت کی وټاکل شو. دا وياړ د سوپر کولا د رهبري له طرفه د ورزشي ټیمونو د وروستيو لاسته راوړنو په وياړ د بدني روزنې او ورزش، او د افغانستان المپیک ملي کميټې ادارې ته ډالۍ شو.
Tweet media one
4
4
97
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د پکتیکا له محترم والي صاحب عبدالخالق عابد سره مې د دې ولایت د ورزشي وضعیت د پرمختګ او پراختیا په اړه بحث وکړ. کور یې ودان پدې دې ولایت کې د ورزش په برخه کې یې د هر ډول ممکنې همکارۍ لپاره خپل ټټر وواهه. پکتیکا ته زموږ د سفر موخه د یاد ولایت ورزشي وضعیت ارزول و.
Tweet media one
4
6
91
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
20 days
ښه خبر: د اسلامي امارت د کابیني په وروستۍ ناسته کې پريکړه وشوه: د ټولگټوچارو وزارت دي د کابل _ کندهار د لويي لارې د جوړولو پر چارو او له کابل تر غزني پوري د دوهم سړک د جوړولو په اړه ناسته وکړي او له شرکتونو سره دي د قرارداد په اړه تصميم ونيسي.
1
9
93
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
23 days
اللهم احفظه من كل سوء، وسلمه من كل شر .. وعافه واعف عنه اللهم احرسه بعينك التي لا تنام
Tweet media one
6
8
86
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
1 month
د ملي ټيم له لوبغاړو نړۍ مننه: ۱_ د افغانستان نوم يې وځلاوه، افغانان يې خبر ساز کړل ۲_د سيمي فاينل تر کچې د رسيدو تر څنګ يې په توپ اچونه او توپ وهنه کې لومړی او دريم مقام خپل کړ. ۳_د غم ځپلي افغان ولس په شونډو يې موسکا خپره کړه. د لا برياو په هيله
Tweet media one
1
2
82
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د افغانستان اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو لیګ سیالیو پر دوام نن دوې لوبې وشوې. چې د ګڼو نندارچیانو په حضور او د لوبډلو په تشکیل کې د بهرنیو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې. امن او خپلواک وطن، ورزش او د هیوادوالو مینه.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
1
3
62
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
28 days
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد او ورسره مل پلاوي نن د دوحې غونډې په څنډو کې د يو شمير مطرحو هيوادونو( روسيې، هند، سعودي عربستان او ازبکستان) له استازو سره ليده کاته وکړل. په دې بیلابيلو ملاقاتونو کې د يادو هيوادونو او افغانستان د مثبتو اړيکو پر لا پياوړتيا،
Tweet media one
Tweet media two
2
4
63
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
ټولو هیوادوالو ته دې د فوټسال ملي لوبډلې بریا مبارک وي! د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام د ګروپي سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې بحرین هیواد ته ماتې ورکړه او په دې سره یې حذفي پړاو ته لار پیدا کړه.
Tweet media one
5
3
62
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
1 month
د افغانستان کریکټ د ملي لوب ډلې تکړه لوبغاړو د کريکټ د نړۍ ځواکمنې او مغرورې لوبډلې استراليا ته ماته ورکړه دا تاريخي بريا دي ټولو هيواد والو ته مبارک وي د لا برياوو په هيله
Tweet media one
Tweet media two
1
3
60
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
ورزش د یووالي سمبول! د افغانستان اتلانو فوتبال غوره لیګ؛ د نندارچیانو له شور او ولولو ډکې لوبې. دا لوبې هره د ماسپیښن په یوه نیمه بجه پیلیږي او هره ورځ دوې لوبې کېږي. د دې لوبو د نندارچیانو پراخ حضور خوند لا ډېر او رنګ رنګین کړی.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
3
7
55
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
خوست چې په پراخه کچه ورزشکاران لري، دې ولایت ته د سفر په ترڅ کې مو هلته د فدارسیونو له استازو سره ولیدل د ستونزو او غوښتتو له اورېدو وروسته مو ترې وغوښتل چې د لوبو پرمهال د ااا پالیسي مراعت او د ورزشکارانو فکري او اخلاقي روزنه وکړي. تر دې وروسته مو په ښار کې ځینې کلبونه هم ولیدل
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
1
48
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
خوست کې د ورزشي کامپلکس لپاره د ځمکې د مشخص کېدو په موخه مو ځينې احتمالي ځمکې ولیدې او بیا مو د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي مولوي عبدالله حسیني صاحب سره ولیدل او په یاد ولایت کې د ورزش د ښه کېدو په برخه کې يې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
4
49
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
26 days
رضاخان کاکا د ورزش مینوال، د ځوانانو هڅونکی او په هیواد مئین سړی و، د مرګ د خبر په اورېدو یې زیات غمجن شوم. د الله تعالی له درباره نوموړي ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتونکی یم. انا لله و انا الیه راجعون
Tweet media one
1
1
45
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
کابل کې د اتلانو غوره لیګ؛ د فوټبال فدراسیون میدان ته راشئ او د دې لوبو له لیدو خوند واخلئ.
1
4
42
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
25 days
په کابل ښار کې د ټرافیکي نظم د لاټینګښت په موخه پر مختلفو واټونو او څلور لارو د تاسیساتو د نصب او پر واټونو د ټرافیکي کرښو د رنګولو چارې روانې دي. د کابل ولایت د ټرافیکو ریاست د ټرافیک پولیسو د عمومي ریاست د تاسیساتو مدیریت د پلان پربنسټ او همکارۍ
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
1
3
42
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
26 days
ټولو هیوادوالو ته مبارک! د سوک وهنې ملي فدراسیون دوو افغان لوبغاړو مجتبی حیدري او فردوس نجیب د اسیا د نویو ځوانانو اتم پړاو سیالیو کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.
Tweet media one
1
1
40
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
29 days
۹_او ويې ويل ستاسو غوښتنه څه ده، مجاهد صاحب ورته وويل چي د قران کريم د توهين پېښه به بیا نه تکراريږي، هغه ساتونکي او ترجمان چي دا جنايت يې کړی، له دې ځايه به تبديليږي د زندان داخل ته به نه راځي. مجاهد صاحب د مذاکراتو په جريان کې اشارتا موږ پوه کړو چي پنجره ټکولو ته ادامه ورکړئ
Tweet media one
2
1
36
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
29 days
مجاهد: نن غرمه مو د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند هېواد له استازي جي پی سنگھ سره په دوحه کې ولیدل، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وشو هندوستان د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان له دریځ څخه حمایت وکړ. له افغانستان سره د هند له مرستو څخه مننه وشوه
0
1
34
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
پکتیکا کې مو د لومړي ځل لپاره د نېزه‌وهنې سیالیو میدان پرانیست. وړاندې تر دې پدې ولایت کې د نېزه‌وهنې کوم رسمي میدان نه درلود. په ورته وخت کې مو د یاد ولایت په مرکز سربیره د سروضې ولسوالۍ له ورزشکارانو سره هم ولیدل. موږ هڅه کوو، چې ورزش ټول شموله او د هیواد هرې برخې ته یې ورسوو.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
2
34
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
نن مو د فوټبال ملي فدراسیون په داخل کې، د یو جماعت پرانیسته وکړه، ترڅو وروشکاران د ورزش ترڅنګ د لمانځه پر وخت خپل لمونځونه په دې جماعت کې ترسره کړي. موږ ورزش ته وده ورکوو او ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن ورزشکاران روزو او د هغوی پالنه کوو.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
2
33
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
20 days
بختور تر بختـــــــور ومه څوورځې کليوال د پيغمـــــبر ومه څو ورځې په اذان د مدينـــې مې زړه روښـــــان ؤ زه له ستـــورو نه هم بر ومه څو ورځې د دنيــــــا له پاچــــاهانوبــــې پروا وم يو فقــــير او قلنـــــــدرومه څوورځې
5
6
31
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
خوښ یم، چې له ژمنې سره سم د فوټبال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیلوو. د افغانستان اسلامي امارت د ورزش حمایت کوي او د ورزشکارانو تر څنګ ولاړ دی، همدا وجه ده،چې په دا وروستیو کې افغان ورزشکارانو له بهرنیو سیالیو څخه د پخوا په پرتله ښې لاسته راوړنې درلودلې دي
0
3
31
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د بېلابېلو ورزشي رشتو جشنواره. ورزش د وحدت سمبول او د واټنونو ختمونکی.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
2
31
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
پکتیکا چې په تېر کې د نورو برخو ترڅنګ په ورزش کې هم له پامه غورځېدلې وه، خو ما چې دلته د ورزشکارانو فعالیت او منظم والی ولید، هیلې مې ورته پیدا شوې. د بېلابېلو لوبو نندارې د لیدو ترڅنګ یې په ځینو ورزشي کلبونو هم وګرځېدم له ورزش سره د دوی له د پرمختګ څرکونه ترسترګو کېدل. ۱/۲
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
2
3
30
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
17 days
د افغانستان لپاره د سعودي عربستان شاهي مملکت سفیر ښاغلي فیصل بن طلق البقمي د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان او سعودي عربستان پر دوو اړخیزو اړیکو او په هېواد کې په مختلفو برخو کې د لاسته راوړنو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
Tweet media one
Tweet media two
0
7
30
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د افغانستان له یو او بل سره د نن تصویر! شمال ختیځ بدخشان کې د زرګونو مینوالو ترمنځ بزکشي او شمال لویدیځ کې بېلابېلې ورزشي نندارې.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
1
2
25
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
Tweet media one
0
2
27
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د ورزش له ډګره د نن مهم او لنډ خبرونه!
0
4
28
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
2 months
د افغانستان د کورنيو چارو وزير خليفه ملا سراج الدين حقاني د متحده عرب اماراتو له امير سره کتلي. د دواړو هيوادونو د مثبتو اړيکو د لا پياوړتيا په هکله خبرې اترې شوې.
Tweet media one
Tweet media two
1
3
26
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
17 days
افغانستان ترکمنستان ته ماته ورکړه د مرکزي اسیا فوټبال اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې د افغانستان له ۲۰ کالو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې ترکمنستان ته ماتې ورکړه او په دغه سیالیو کې يې پینځم مقام ترلاسه کړ.
Tweet media one
0
3
30
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د ورزش له ډګره د نن غوره انځور! میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د شپږو لوپدلو ترمنځ والیبال سیالیو پای. اتلولي يې، د ځواک میدان ښار لوبډلې وګټله.
Tweet media one
Tweet media two
0
2
27
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
29 days
۱_په بګرام زندان کې د مجاهد صاحب مذاکرات مجاهدصاحب په صورت او جسم ډير غټ نه دی، خو په معنوي لحاظ ډير ستر شخصيت دی، مهربان زړسواند او مشفیق انسان دی. خو د‌جديت او قاطعیت په ځای کې د‌مقاومت غر دی. هوښيار، ځيرک او د درايت درلودونکی دی. په قوي او منطقي استدلال يې اکثريت اعتراف کوي
1
3
28
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د پکتیا روحاني بابا ولسوالۍ؛ دلته د نېزه‌وهنې دودیزې سیالۍ کېږي، چې لیدو ته یې ګڼ او پراخ نندارچیان راغلي. موږ هوډ لرو، چې "ورزش د ټولو لپاره" شعار سره سم همګاني کړو او د هیواد تر هرې برخې یې ورسوو.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
0
25
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د افغانستان د اتلانو فوټبال غوره لیګ درېیم پړاو؛ دا لیګ د اسلامي امارت له راتګ وروسته هر کال یوځل کېږي، چې سږکال هم د هیواد د 12 قوي لوبډلې او پر افغان ورزشکارانو سربیره ګڼ بهرني لوبغاړي هم پکې لوبیږي. تاسو هم د دې لوبې لیدو ته راشئ او له لیدو یې خوند واخلئ.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
0
3
25
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
ورزش د و حدت او یووالي سمبول!
0
4
24
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د ورزش له ډګره د نن ورځې لنډ مهم ورزشي خبرونه۱
0
1
24
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
په دا لویه دښته کې د لمانځه دا تصویر د استسقاء نه، بلکې تر لوبې وروسته د مازدیګر لمانځه جماعت دی.
Tweet media one
Tweet media two
0
2
23
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
24 days
جاپان د کوکنارو د بدیل معیشت په برخه کې لس میلیون ډالر مرسته کړې. د جاپان سفارت په وینا؛ دغه مرسته به د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د مخدره توکو د کارولو مخنیوي، درملنې او بیارغونې په برخه کې ولګول شي.
2
1
22
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
1 month
افغانستان په لومړي ځل د نړيوال جام نيمه پاي لوبې ته لار وموندله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن بنګلديش ته په ماتې ورکولو سره د نړيوال جام نيمه پاي لوبې ته ووتله. د ورزش په ډګر کي دا ستره تاريخي لاسته راوړنه دي ټولو هيواد والو ته مبارک وي
Tweet media one
0
0
19
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
کابل؛ د افغانستان اتلانو غوره لیګ فوټبال سیالۍ او د نندارچیانو شور او ځوږ.
1
2
20
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
17 days
نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه سپکې سپورې ويلې، نه يې د چا توهين کاوه، نه يې د بدي بدله په بدي ورکوله، بلکې هميشه يې بخښنه او صلح خوښوله. په اسلام کې ښکنځل او سپکې سپوري ويل ځای نلري، پوچه خوله او توهين اميزه لهجه له يوه معقول او هوښيار شخصيت سره نه ښايي.
Tweet media one
2
1
23
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د فوټبال ملي لوبډلې له روزونکي اشلي ویسټ ووډ او لوبډلمشر اسلام الدین امیري سره مې ولیدل د فوټبال او فوټسال په برخه کې په وروستیو بریاوو مو خبرې هم وکړې. د فوټبال په برخه کې مې ښاغلي ووډ د هڅو او زیار د ستاینې ترڅنګ نوموړي ته ډاډ ورکړ، چې تر ممکنې کچې به ورته اسانتیاوې برابروم.۱/۲
Tweet media one
Tweet media two
1
1
20
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
فوټبال نړۍوال فدراسیون(FIFA) د نوې درجه‌بندۍ له مخې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نړۍ په کچه ۳۰دیرشم مقام خپل کړ. دا د فوټسال په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د هیواد د فوټسال ملي لوبډله تر دې کچې مخته ځي.
Tweet media one
0
2
18
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
2 months
ښکلی وطن! د خوست ولایت د صبريو ولسوالۍ خلبسات سیمه کې د والیبال سیالیو انځورونه.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
0
0
18
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
23 days
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه د سیمې په کچه یوه مهمه غونډه بللې او ویلي یې دي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري. باختر اژانس
0
2
17
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
14 days
صَلَّى اللهُ عَلَيْكَ، السَّلامُ عَلَيْكَ لا جَعَلَهُ اللهُ آخِرَ تَسْليمي عَلَيْكَ
Tweet media one
1
3
21
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د اسلامي تمدن پلازمېنه غزني؛ دا انځورونه د کوم مسجد نه بلکې د یو ورزشي جمنازیوم دي. مرکز خواجه علي صاحب کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو پای او په جماعت لمونځ؛ د دې سیالیو اتلولي خواجه علي لوبډلې وګټله. ورزش، سالمه تفریح، د خلکو یووالی او اسلامي ارزښتونو ته پابندي.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
1
16
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
29 days
@rashid_haqqani جزاک الله خير زما اکاونت د بشپړې ليکنې د نشر سهولت نه درلود
1
0
17
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د اندونیزیا سفارت په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د بډمنټون ملي فدراسیون منتخبې لوبډلې د ټاکلو په موخه د75ورزشکارانو ترمنځ د دې رشتې سیالۍ پیل شوې. پدې مراسمو د اندونیزیا سفارت د استازو ترڅنګ، د ورزش ادارې پخواني رئیس نظرمحمد مطمئن او ګڼو مشهورو څېرو او چارواکو هم راسره ګډون کړی و.
1
3
15
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
نورستان د هیواد د سړو ولایتونو له جملې څخه دی؛ خو د اسلامي امارت پۀ راتګ سره لله الحمد د نورستان ولایت ورزش غوړېدلی او نسبت تېرو کلنو ته یې ډېر پرمختګ کړی. موږ سږ کال په نورستان ولایت کې ۵۴ ورزشي برنامې درلودلې دي، چې ۴۴ هغه یې پۀ ولسوالیو کې ترسره شوې دي.
Tweet media one
0
1
15
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د میدان وردګو د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د زندانیانو د ښې روغتیا او هغوی د روحیې راژوندي کولو په موخه د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې. چې لومړۍ لوبه یې د زندانیانو او نظامي پرسونل ترمنځ ترسره شوه او زندانیانو ۲/۰ وګټله.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
0
1
14
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
1 month
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال ج��یدګوردون ته د نومرو په توپیر ماته ورکړه دغه ستره سیالۍ د عربستان په کوربه‌توب په یواېف‌سي سازمان کې په درې ۵ دقیقه‌يي راونډونو کې وشوه، چې حقپرست په درې واړه راونډونو کې له خپل سیال زیات امتیازونه ترلاسه کړل
Tweet media one
0
0
13
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
مبارک د ورزش لۀ ډګره بله لاسته راوړنه: نصیر احمد الهام د جوجیتسو ملي لوبډلې لوبغاړي په اتلسم پړاو اسیایي سیالیو کې پۀ ۷۷ کیلو ګرام وزن کې د قزاقستان او ازبکستان هیواد سیالانو ته ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې د برنزو مډال ترلاسه کړ.
Tweet media one
1
1
14
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
29 days
۵_دوهمه برخه پر شاه وتمبيدم د پنجرې وروستنۍ برخې ته مي ځان ګوښه کړ پر مخ مي سړې اوبه واچولې. مجاهد صاحب د پنجرې په مخ کې لکه غر ولاړ وو هيڅ نه‌ را شاته کيدی، ماته عجيبه دا وه چي امريکايانو پرې هر څومره سوزونکی ګازونه استعمال کړل، دی را شاته نشو اعتراض ته يې دوام ور کاوه.
Tweet media one
1
0
14
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د بډمنټون فدراسیون له لوري د اندونیزیا سفارت په مالي ملاتړ، د ورزش ادارې په2500کسیز جمنازیوم کې د کابل منتخبې لوبډلې د ټاکلو په موخه د75ورزشکارانو ترمنځ د بډمنټون سیالۍ پیل شوې، چې په مراسمو کې یې د ورزش ادارې رهبرۍ ترڅنګ د اندونیزیا سفارت استازو او ګڼو چارواکو هم ګډون کړی و.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
1
13
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
خوست د ورزش ادارې د لوی رئيس مولوي احمدالله وثیق سفر۱
0
0
13
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د افغانستان د اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو په اړه د پاکستاني لوبغاړي زین العابدین څرګندونې. نوموړی په دې لیګ کې د فراه له ابو ملسم لوبډلې سره لوبېږي.
0
0
13
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
ټولو هیوادوالو ته دې د فوټسال ملي لوبډلې دویمه بریا مبارک وي! د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام د ګروپي سیالیو په خپله پنځمه لوبه کې عراق هیواد ته ۵/۳ماتې ورکړه. افغان ملي لوبډلې وړاندې تر دې په خپله درېیمه لوبه کې بحرین ته هم ماتې ورکړې وه.
Tweet media one
0
0
12
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
2 months
د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله)د ځانګړي حکم پر بنسټ، هغه دکانداران چې کلني فروشات یې تر دوه میلیون افغانیو پورې وي؛ د ثابتې مالیې له ورکړې څخه په بشپړه توګه معاف دي او له دې پورته فروشات لرونکو اصنافو او کسبګرو څخه د (۰،۵) سلنه ثابتې مالیې پر ځای (۰،۳) سلنه مالیه اخیستل کیږي.
1
0
11
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د بډمنټون فدراسیون سیالیو د پیل په مراسمو کې د اندونیزیا سفارت د استازي وینا: خوښ یم او د الله شکر ادا کوم چې کابل کې سره راټول یوو او بډمنټون لوبې پیلوو، دا لوبه زموږ د پېژندنې وسیله شوه او راتلونکې کې به ښې اړیکې ولرو. سپورټ هغه وسیله ده، چې هیوادونه او ملتونه سره وصلوي.
0
0
10
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
2 months
غزني کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو پای.
Tweet media one
Tweet media two
0
0
9
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د ورزش له ډګره د نن مهم او لنډ خبرونه!
0
1
10
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
2 months
د بدخشان ولابت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو منتخبو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
Tweet media one
Tweet media two
0
0
10
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
28 days
صميم فيض زاد د جودو لوبغاړی چي د فاريس په نړيوالو المپيکي لوبو کي به ګډون کوي
@GDPES_Afg
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست
29 days
د هېواد د جودو ملي لوبغاړی محمد صمیم فیض زاد یوازینی افغان لوبغاړی دی، چې د پاریس المپیکي سياليو ته د چمتو والي په موخه په پلازمېنه کابل کې خپل تمرین ترسره کوي.
0
2
9
0
0
11
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
دلته د ولس او دولت ترمنځ واټن صفر دی. حاکمان له خپل رعیت څنګ په څنګ او ډېر بې تکلفه ناسته پاسته کوي. ښه بېلګه يې د ننګرهار شینوارو ولسوالۍ کې د دې ولایت د مرستیال والي دی، چې د یادې ولسوالۍ له ورزشکارانو او نورو مینوالو سره یوځای د والیبال ننداره کوي او خپل ورزشکاران هڅوي.
Tweet media one
Tweet media two
0
1
9
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
27 days
د دوحې ناسته پای ته ورسیده. ذبیح الله مجاهد: د افغانانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسیدل افغانستان د خصوصي سکتور سره د همکارۍ او د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې او بدیل معیشت په برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته ضرورت لري، اکثره هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ خبره وکړه
0
0
9
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د یاد ولایت د خلکو دې کور ودان وي، زموږ یې ډېر قدردانی وکړ.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
0
8
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
25 days
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) وایي، چې روان کال به په افغانستان کې ۱۹۰ لومړني ښوونځي بیا ورغوي. د یاد سازمان په وینا؛ دغه ښوونځي د اروپایي ټولنې په مالي مرسته رغول کیږي، چې ۲۰۰زره ماشومانو ته به پکې د زده‌کړو زمېنه برابره شي. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
1
0
8
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
27 days
مجاهد: نن غونډه ډیره ښه وه، اکثرو هېوادونو د افغانستان له خصوصي سکتور سره دحمایت پلوي وکړه. ژمنه وشوه له بانکي او اقتصادي لارو څخه باید محدودیتونه لري شي. د روسې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکا او داسلامي همکاریو سازمان دریځونه د ستایلو و
Tweet media one
0
0
8
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
23 days
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د څلورمې او یوولسمې ناحیې اړوند، د لب جر او سرای شمالي څلورلارو تر منځ د سلطان محمود غزنوي سړک د جوړولو پاتې چارې چې، د یو لړ تخنیکي او حقوقي ستونزو له امله ځنډېدلې وې، بیاځلي پیل شوې
Tweet media one
Tweet media two
1
0
8
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
29 days
۱۱_مجاهد صاحب نن د يوه پلاوې په ملتيا دوحې ته تللی او هلته به د افغانستان اړوند موضوعاتو په هکله دايريدونکي غونډه کې ګډون کوي. زه په مجاهد صاحب پوره ډاډه يم، د اسلامي امارت او د‌افغانستان د اولس يو ښه مدبر نماينده دی، د استدلال او بصيرت څښتن دی. خاوند دي ډکې منګولې را ستون کړي
0
1
7
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
7 months
هیوادوالو سره په سر دویمه بریا مبارک! د ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې د اسیا او اقیانوسیه سیالیو پر دوام نیوزیلنډ ته له سترې ماتې ورکولو وروسته سعودي عربستان ته۷۹ د۴۴ نمرو په توپیر یوه بله سرته ماتې ورکړه. یاده لوبډله به راتلونکې لوبې د متحده عربي اماراتو او فلپین پر وړاندې ترسره کړي.
Tweet media one
0
0
6
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
23 days
مجاهد صاحب د دوحې په غونډه کې درې کوم مهم ټکي حس کړل!؟ خپله به وې له نوموړي واورو
@Zahirjan287
ظاهرجان احسن ZahirJan
24 days
1️⃣ د اسلامي امارت وياند محترم مولوي ذبيح الله مجاهد: د #دوحې په غونډې کې ما د #ګډونوالو نه د افغانستان په اړه دري شيان #حص کړل. @Zabehulah_M33
6
65
321
0
0
7
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
21 days
يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ۝ هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ
1
0
6
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
29 days
۳_ امريکايانو د افغاني ترجمان(پخوانی خلقي) په توسط قران کريمونه کتلي او يو خوا بل خوا اړولي وو. د قران توهين شوی وو. شور جوړ شو اور سپنيزې پنجرې وټکول شوي، د ماتولو لپاره يې خپل وس کاريده،
1
0
6
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
د پروان ولایت د تېر هجري شمسي کال د ورزشي کړنو انفوګرافي. تېر کال پۀ پروان ولایت کې ۵۰ ورزشي پرګرامونه ترسره شوي، چې ۳۷ هغه پۀ مرکز او ۱۳ ورزشي سیالۍ او پرګرامونه پۀ ولسوالیو کې نیول شوي دي.
Tweet media one
0
0
5
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
29 days
۴_د زندان قطعه منتظره امن��تي امريکايي عسکر راغلل، لومړی يې اوښکي بهونکي او بدن سوزونکي د مرچو ګازونه په مظاهره کونکو استعمال کړل،زه يو دوه ځله د پنجرې مخې ته په تظاهر په جوش ورغلم خو د مرچکو له سوزونکي ګاز سره مي مقامت ونکړای شوای پر مخ او بدن مي ګاز ولګيد لکه اور چي مي واخيست
Tweet media one
Tweet media two
0
0
5
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
دغه راز د افغاني دود له مخې مې نوموړي ته د چپنې ترڅنګ د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست یوه جوړه ورزشي لباس هم ډالۍ کړ. ۲/۲
0
0
4
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
7 months
په یو تصویر کې ولاړ او په بل کې خپل رب ته په سجده کسان ورزشکارن دي؛ دوی د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو د پای لوبې په وقفه کې دمه وکړه او خپل رب ته يې د احترام او فریضې د ادا کولو په خاطر سر ټيټ کړ. ورزش، روغتیا او په اسلامي روحیه سمبال ورزشکاران!
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
2
5
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
دا لغمان دی؛ دلته د ۱۲ لوبډلو ترمنځ، د والیبال سیالیو پایلوبه وشوه او د پای لوبې ترڅنګ يې ورزشکارانو او د ورزش مینوالو په ګډه د جماعت لمونځ ادا کړ.
Tweet media one
Tweet media two
0
0
4
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
3 months
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
0
4
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
29 days
۱۰_ ههههه مذاکرات او مقاومت په يوه وخت کې ښه تکتيک وو. د مجاهد صاحب مذاکرات کامياب شول Big Boss زموږ غوښتنې ومنلې. موږ د مجاهد صاحب په هدايت مظاهره پايته ورسوله. دا کاميابي نو موږ ته ډيره مهمه وه يو بل ته مو د فتحې مبارکۍ ورکړې. دا خاطره دوحې ته د مجاهد صاحب تر تګ را ياده شوه
1
1
5
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
6 months
دا د کوم فلم صحنې نه دي او نه کوم بهرنی هیواد دی. دا په هیواد دننه بلخ او تخار کې د وزلوبې له ډګره انځورونه دي. لوی رب دې تل امن قایم او هیوداوال همداسې خوشحال لري.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
0
3
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
7 months
افغان وېلچر باسکېټبال ملي لوبډلې د اسیایي او اقیانوسي سیالیو پۀ لړ کې پۀ خپله درېیمه لوبه کې فیلپین هیواد ته د ۷۸/۴۸ نمرو پۀ توپیر ماتې ورکړه. لۀ دې وړاندې یادې لوبډلې نیوزیلاينډ او سعودي عربستان ته ماتې ورکړه وه.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
0
0
3
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
7 months
ټولو هیوادوالو ته د دې ویاړ مبارکي وایم! د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې په اسیايي او اقیانوسیه سیالیو کې نیوزیلنډ ته۷۷/ ۳۷ نمرو په توپیر ستره ماتې ورکړه. افغان لوبډله به به خپل ګروپ کې راتلونکې سیالۍ د متحده عربي اماراتو، فلپین او عربسان له لوبډلو سره ترسره کړي.
Tweet media one
0
0
4
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
17 days
له ټولو اهل قلم ورونو او مبارزینو څخه مي هيله ده چي خپل قلمونه ډير په احتياط وچلوي، هرکله چي يوه جمله ليکي لومړی يې بايد په ټولو ابعادو فکر وکړي، اخروي مسوليت ته يې متوجه شي، په دې فکر وکړي چي کو�� څه زه ليکم ايا دا خو به د اسلامي نظام په زيان نه وي،
1
0
6
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
7 months
دا د بلخ کوشنده ولسوالۍ ده. دلته مشران، کشران او ځوانان د کورش/غېږنیونې سیالیو په خوښي کې سره راټول دي. څنګه چې د ورزش حق جوړېده هماغسې لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته ورسېد او لا هم پرې کار روان دی. په کوشنده ولسوالۍ کې د بلخ، سرپل او سمنګان ولایتو د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالي.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
0
3
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
29 days
۲_د بگرام زندان د مين فلور په ۱۱مه پنجره کې زندانيانو احتجاج او مظاهره وکړه، مظاهره کونکو مجاهد صاحب مشر وټاکه چي که د زندان له ساتونکو امريکايانو سره خبرې کيدې دی به ورسره ږغيږي. اعتراض په دې وو، موږ د سپورت او شاور اخيستلو لپاره د باندي ايستل شوي وو،
1
0
3
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
29 days
۸_ او بل تر موږ وړاندي پخوانيو مجاهدو بنديانو د خپلو مقدساتو د ساتلو پر سر ډيرې زياتې شکنجې ګاللې وې، موږ بايد هغه مسير تعقیب کړی وای. بالاخره ساتونکو خپل ټول زور وکړ خو مظاهره يې ارامه نکړه، وروسته د زندان مشر(بيګ باز) راغی د پنجرې مخې ته ودريد
0
0
3
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
29 days
۷_کيدای شي تاسو سوال وکړئ چي څه ضرورت وو، په بند کي تړلي عاجز اسيران واست،څه مو په وس پوره و؟ ولي مو په ځان بوج را وستی.؟ په بګرام کي زندانيان په داسې يوه حالت کې وو چي د خلاصيدلو يې ډير اميد نه وو د اتو کالو، ۷ کالو زندانيان هم موجود وو، نو د نور سهولت تمه يې نه وه.
1
0
3
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
21 days
@Afghanrahabar دا اکاونټ د ډاکټر صاحب اړوند نه دی کيدای شي کوم خواخوږی خپل فالورز ډيروي
1
0
3
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
22 days
سیال او همداراز فردوس نجیبي په ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې خپل ازبیکستاني سیال ته ماتې ومنله او په نتیجه کې یې درېیم مقامونه یې ترلاسه کړل. د سوک وهنې آسیايي سیالۍ د روسیې هېواد يه یاقوتیس ښار کې د آسیايي هېوادونو ترمنځ ترسره شوې، چې ۱۱ ورځې یې دوام وکړ. ۲/۲
0
0
2
@ahmadullah77527
Ahmadullah wasiq
6 months
ننګرهار کې د اوو ولایتونو ترمنځ والیبال سیالۍ! ورزش د روغتیا ترڅنګ د خلکو ته د سالمې تفریح برابرولو او له بدو لارو د راګرځولو وسیله ده. نن ورزشي ډګرونه د اصلاح په مرکزونو بدل شوي د ورزش ترڅنګ پکې د خلکو اسلامي روزنه هم کېږي، لمونځ پکې په جماعت او د نورو بې لاریو مخه پکې ډب کېږي.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
0
0
1