بایدن ته هیڅکله د امریکا په سوشل میدیا کي دنن ورځي په څېر بد نه ول ویل سوي.
هیڅکله دبایدن شریره روح او ضمیر د نن په شان نه ول رسوا سوي.
هیڅکله د بایدن غیر انساني او بشري ضد څېره د نن په څېر نه وه برملا سوې.
که چا د ژوندي ابلیس د لیدو ارمان لاره، نن یې بایدن دا ارمان ور پوره کړ
دقطرناسته
په قطر کي،د ا.ا.ا اوامریکايي دپلوماتانو ترمینځ رواني خبري نه یوازي جالبي دي،بلکي دافغان اوامریکن په شل کلن ستونزمن تاریخ کي یو نوی پړاو هم دی.
خبري به ډيري حساسي وي.
امریکا پخپل هیات کي متنوع او ماهر خلګ شامل کړيدي.
خو متقي صاحب د حق اوسحرګرکلام پهلوان حسابېږي
تاریخ
نن د 2021 آخره ورځ ده.
پدې کال کښې دوې تاریخي حادثې پېښي سوې:
له افغانستانه دامریکايي اشغالګرانو پای پاکه شړل او دګوډاګي رژيم کامل سقوط.
دا دوې واقعې نه یوازي دافغانانو لپاره تاریخي اهمیت لري،بلکي دګرده عالم لپاره هم مهمي دي
زنده باد استقلال او مرګ پر امپریالیزم
د چین د فوج نشریه وايي
امریکا نه یوازي باید د افغانانو کنګل سوي پيسې بیرته افغانانو ته ورکړي، بلکي افغانانو ته د شل کلن جنګ تاوان هم ورکړي.
جریده اضافه کوي بل دا چي امریکا باید له افغانانو څخه عفوه هم وغواړي، ځکه امریکا په افغانستان کي زیات ظلمونه کړیدي.
د ښاغلي ذبیح الله مجاهد لومړی پریس کانفرانس نه یوازي دا چي اطمینان بخښونکی وو،بلکي ديو مسول او شنوا حکومت تعهد هم ترې احساسېدی.
طبعاً ټولو سوالونو ته په یوه کانفرانس کي جواب نسي ویل کېدای،خو بیا هم ډیري اندېښنې رفع سوې.
د ښه او خدمتګار حکومت یوه ځانګړتیا شفافیت وي.
بي بي سي انګلیش
پدې تیرو ورځو کي د بي بي سي انګلیش مشهوره خبریاله اغلې یلدا حکیم او ښاغلی سمپسون د افغانستان د کلیوالي سیمو د وضع په تړاو نسبتاً سالم تصویر جهانیانو ته ړواندي کوي.
د هغوی دا اخلاقي جسارت ستایم.
خو د بي بي سي پښتو جوالي ګري به مي هیڅکله له یاده نه وځي.
رسمیت
داسي برېښي چي ځيني ملکونه به دا.ا.ا په رسمیت وپېژني اوخپل سفارتونه به پرانیزي.
خو واشنګټن به کابل ژر په رسمیت ونه پېژني،مګرنور به هم منع نکړي.
امریکا اونړیوال پوهېږي چي دافغانستان کامل سقوط دهیچا په ګټه ندی،او دبایدن سراسرپه تاوان دی.
خو داخلي مشروعیت ترهرڅه زیات مهم دی
یو ټکی
که چیري اشرف غني فرار نه وای کړی، او قدرت یې په سولییزه توګه طالبانو ته انتقال کړی وای، د افغانستان پيسې به نه کنګل کېدلای.
ډاکو بایدن به د مظلوم افغان ولس د پيسو د لوټولو موقع نه ترلاسه کولای.
د نوي حکومت د رسمیت کارونه به د مشکلاتو سره نه مواجه کېدلای.
د ښاغلي اسحاقزي څخه تمه دا ده چي خپله استعفاء وړاندي کړي، او هم پر نړیوالو ږغ وکړي چي د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
دا به د ده او افغانستان په خیر وي.
او خپل ځای دي ښاغلي شاهین ته تسلیم کړي.
یو ټکی
لکه څنګه چي دکندوز د ماجت ترورسټي حمله نهایت ستره او مرګانۍ ده،نو لهذا د ا.ا.ا یو عالي رتبه مشر دي کندوز ته د غمشریکۍ لپاره ولاړ سي.
دقربانیانو سره دي تر وسي پوري مرسته وسي.
ددې جنایت دهمکارانو او مخفي حجرو دکشف لپاره دي جدي اقدامات وسي.
او د بزدل دوښمن څېره دي افشا سي
د بین الافغاني مذاکراتو لپاره قطر، ازبکستان، ناروې او جرمني یاد سويدي.
زما نظر دا دی چي اساسي کار د خبرو شروع کېدل دي.مګر ځای هم څه اهمیت لري.
زما خپله قطر خوښ دی. ځکه د امریکا او طالبانو ترمینځ موافقه هلته امضا سوه.
قطر تر اوسه پوري سالم او رغنده نقش لوبولی دی.
ستاسو نظر؟
د اسرایلو او فلسطين جنګ به د روسیې په ګټه تمام سي.
د اوکراین جنګ به حاشیې ته سي.
د تیلو او ګازو جګ قیمتونه به د روسیې سره مرسته وکړي.
امریکا به په مسلمانانو کي لا منزوي سي. امریکايي ضد احساسات به لا غښتلي سي.
نیویارک ټایمز لیکي
د کابل حکومت دونه فاسد او بې پروا دی دی چي حتی پدې بحراني حالاتو کي د غني\صالح عالي رتبه مامورین د کابل په ګرین زون کي تمامه شپه قمار کوي.
د هغوی د قمار پر مېز هره شپه په لکهاوو ډالره برد و باخت کېږي.
اشرف غني نن په یوې مرکې کي ویلي دي چي پر امریکا باندي اعتماد کول د افغانستان د سقوط سبب سو.
نوټ: غني پخوا ویل چي د ده فاسد رژيم د واشنګټن او نیویارک د ساتلو ضامن دی!
ددې دنیا به څه ګوډاګیتوب وي!
یو ټکی
په بهر کي د ا.ا.ا پرخلاف یوایتلاف د تشکیلېدو په حالت کي دی.
ددې مخالفانو زیات شمېر هغه کسان دي چي هم پيسې،هم میدیا،او هم بهرني ارتباطات لري.
هغوی نوي له وطنه راوتلي دي.قهر، عقدې اوشکست یې په دننه کي دانتقام اور بل کړیدی.
هغوی په خارج کي د يو مطبوعاتي مرکز جوړول غواړي.
حکومت دي د چادري او ږیري پر ځای د کابل سیند پاک کړي.
د کابل د سیند کثافات هم امراض خوروي، او هم د حکومت لپاره د څرګند شرم نمایندګي کوي.
دا ګز دا میدان!
د بایدن او غني نننۍ تیلفوني مکالمه به نهایت ګرانه او تاریخي وي.
بایدن به زیاتي خبري وکړي، خو غني به دننه له قهره ایشي، اما له وهمه به څه نسي ویلای.
غني به صاحب! صاحب! وايي، او بایدن به همدا وايي چي پوه سوې! وا دي ورېده!
بایدن به ژبور وي، غني به غوږور وي.
بس، خدای راوستې ده.
بایدن وايي
امریکا په افغانستان کي ملي ګټي نلري.
موږ به کاملا له افغانستانه راووځو. موږ به دا جنګ ختم کړو.
طالبان نړیوال مشروعیت غواړي.
موږ دطالبانو دمشرتابه سره تل په تماس کي یو.
موږ ددې اټکل نه کاوه چي د غني حکومت به داسي ژر سقوط وکړي.
د بایدن د ډاکوګري او غلا په مقابل کي د امریکایانو عکس العملونه:
پوره سقاوت او بېرحمي.
حتی د سپټمبر ځيني قربانیان هم ددې کار مخالف دي.
دا کار دافغان بانکي نظام د تباهۍ لپاره وسو.
یو کاملاً غیر انساني او بشري ضد اقدام.
دا د سپټمبر قربانیانو ته انصاف نه ورکوي، بلکي افغانان کړوي
خبرتیا
امریکا له افغانستانه د نظامي اډو مطالبه قطعاً نده کړې.
دا فقط فېک نیوز دی.
او اساسي هدف یې د خلګو اذهان له اصلي مشکله بېراهو ته کشول دي.
امریکا باز به کندوز نه مېره!
دافغانستان او ایران سرحدي نښتي د غرب او عربي میدیا توجه ور اړولې ده.
دغه راز د فراري بابا پلویان هم په زړه کي ګوړي ماتوي.
خو زما تحلیل دا دی چي نه کابل او نه هم تهران د جنګ شوق لري.
ځکه دواړه حکومتونه د غرب تر چړې لاندي دي.
اما ځيني عرب او فراري مقاومت شریر امیدونه لري.
دپاکستان سره د محب سپک چلن اوناوړه کلمات کارول نه یوازي له دپلوماسۍ څخه دهغه سطحي درک برملا کوي،بلکي په ارګ کي دملي فهم عمومي سقوط ښيي.
غني،صالح،اومحب په یوه داسي ذهني حالت کي دي چي فقط دخپل ځان اومقام دساتلو په غم کي دي، خو په عین زمان کي بخت ورته شا کړېده.
د محب خبري غندم.