Shafi Azam Profile Banner
Shafi Azam Profile
Shafi Azam

@ShafiOriakhil

203,212
Followers
146
Following
1,005
Media
11,841
Statuses

Former CEO at CS, Inc. | CEO at Hamyanay Economic Daily | TV Producer/Presenter | Patriot | Father | Peaceable | RT/Follows≠Endorsement | Views are Personal.

Afghanistan
Joined August 2016
Don't wanna be here? Send us removal request.
Pinned Tweet
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
دا ویډیو ځینو ملګرو را واستوله. زاړه یادونه یې تازه کړل. غالبا ۲۰۱۹-۱۸ کال وو. د لوګر څرخ کې د ا. امارت مشاعره وه. دې وخت کې لوګر او د امارت څنګ ته تللو د فیل زړه غوښت. د ډغرو او فرهنګي مبارزې دغه وخت کې عجیب کیف وو. اوس نه مرکې خوند کړي نه فیسبوک نه ټویټر. لکه کرونا کې مالټې.
264
407
3K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
ما د دې دوه ځوانو رهبرانو افکارو کې خدا ترسي ولیده. سترګو کی د دې لوی وطن هر وګړي ته له توپیر پرته توپاني مینه. باور او خیالات له خاورو نه د دې عظیم ملت پورته کېدل. د مالکیت یو مشروع مغرور حس. یو قوي هوډ د سیال افغانستان. اوس هماغه خبر ده چې: «هېڅوک باید مېدان پرې نژدي…» #یا_هو
Tweet media one
172
193
3K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
د کابل امنیت د داسې قطعې په لاس دی چې ټول غړي یې فدایي ځواکونه دي. دې ځانګړو ځواکونو تمریني کېمپونو پرځای شل کاله د نړۍ ټاپ سپیشل فورسو سره عملا د جګړې ګټلی سند په سینه لري. دوی د عقابانو په څیر پر کابل خواره او هر مشکوک حرکت تر اور لاندې نیسي. دا ملت اوس د #احمدشاهي پوځ څښتن دی!
196
264
3K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
احمدشاهي پاج، د پکتیا نښترې او د غشو ویشتل. نوټ: واخلۍ بل عکس چې وایي پاج په ځینو خوږو یارانو ښه ندی لګېدلی.
Tweet media one
197
94
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
زه تښتم نه، که خبر د تېښتي شي نو زه به د خړو کلیو، زیږه خلکو او یاغي غرونو لیدو ته د نورو له جنت وطنه افغانستان ته راتښتم.
Tweet media one
124
93
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
د ټولو ورونو مشرانو، ځوانانو او ملګرو له نېکو پېرزوینو مننه کوم چې د اقتصادي اړیکو اړوند نوي مسولیت سپارلو له امله یې مبارکي راکړې. له تاسې د دعا هیله کوم چې وکولای شم دغه پېټی په احسنه طریقه حمل کړم. له امن وروسته ټولې سترګې اقتصادي ښېرازې ته دي. یو بل ته به لاس ورکوو. #یا_هو
367
109
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
ښایي افغان تاریخ کې اول ځل وي چ استازي ې په خپله ژپه او ملي لباس کې نړېوال کنفرانس ته خاضرېږي. که و وایو چې ۵۷ مسلمانو هیوادونو مشرانو کې واحد همدا خلک وو چې لباس، بګړۍ، ږیره او الفاظ یې په سنت برابر اسلامي وو؛ نو مبالغه به نه وي. له اشغال وروسته ستونزې شته خو وقار/امېد هم ورسره.
Tweet media one
257
214
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
یو ښه زیری به ولرو. مشران د دې زیري پر چمتو کولو بوخت دي.
281
99
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
ستا په سندرو اوس قامونه خوځي ګوره چه غلی نه شې، هیر نه شې زه د آسمان لوبه بدله وینم ګوره له خپله هو‌‌‌‌‌‌ډه تیر نه شې
Tweet media one
214
62
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
ټولګټو نه خارجه وزارت ته مکتوب راغی چې سالنګ سړک رغول، نوی تونل،کابل-کندهار سړک ترمیم او دوهم لېن ایجادول، چغچران له لارې د شرق او غرب افغانستان وصلول او څو نورو پروژو اجرا لپاره بهرني پانګوال را جذب کړو. مکتوب مې څو ځله دقیق وکوت هرځل مې د پروژو په لیدو سترګې یخېدې. دا بدلون دی!
Tweet media one
108
169
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
Tweet media one
126
32
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
اسلامي امارت چې یو وخت د ولایاتو سقوط ته شروع وکړه نو کیسه دومره تېزه شوه چ د ټویټر سکرین به مو ریفریش کړ ولایت به سقوط وو. اخر مو غږ وکړ چې مجاهدینو ته نقشه ورکړئ هسې نه بل هیواد فتحه کړي. د افغانۍ دې ودې ته په کتو په یارانو غږ وکړئ هسې نه بیخي په ډالرو پښه واړوي. د عزت مسله دو!
115
133
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
اکا سره په سولیز موډ کې. مخکې له دې چې اکا انتقادونه شروع کړي نو پېل موږ وکړ چې جوش کم شي. اخر یې له ناکامه د غېبت پرځای ډاډ راکړ ول خدای مهربانه دی یونان په یوه شپه ندی جوړ شوی. مګر ټینګار یې درلود چې افغانستان د بیاځلي اشتباه تاب نلري ټینګې پښې لګول غواړي. دا وطن د هر افغان دی!
Tweet media one
134
70
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
دا سفر به تر ټولو متفاوت سفر وي. د ډېرو مهمو هېوادونو له استازو سره لیده کاته پلان شوي. له خدایه غواړو چې پایله یې خپله رضا او زموږ د ملت ښېرازه شي. ودان او سیال افغانستان لپاره هڅې روانې دي.
Tweet media one
Tweet media two
84
111
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
11 months
اصفهان کې وسپنې ذوب او فولادو سترو فابریکو سربېره مو چابهار کې ایراني مسؤلینو سره ګټور مجالس/توافقات درلودل. کاري ساحې تعقیب باوجود مې داځل ملا صاحب سره د ژباړې ویاړ هم درلود. ملا صاحب څنګ او مخته تګ له امله مې بار بار مشرانو وزیر صاحبانو نه بخښنه غوښته او یو ډول حیا راته ودرېده.
Tweet media one
Tweet media two
167
148
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
ناروې په اروپا کې د اسلامي امارت لپاره د اظهار نظر ښه سټیج برابر کړ. تر خپله وسه مو د افغان حکومت موقف بیان کړ. د ښځو، بشر حقونو، حکومتولي او راتلونکي افغانستان اړوند په عقده یي/پروژه یې ډول د ګمراه کونکو تبلیغاتو دفعې لپاره مو له بېلابېلو اروپایي چېنلونو سره مرکې درلودې.
Tweet media one
Tweet media two
136
107
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
نن ورځ بهرنیو چارو وزارت خپلو ټولو کارکونکو ته د وزارت په انګړ کې د ATM ځانګړي ماشین له لارې معاشونه ورکړل. دا معاشونه شل کاله پس په لومړي ځل د بهرنیو مرستو پرته د اسلامي امارت له لوري له را غونډو شویو عوایدو اجرا شول. وطن او نظام ورو ورو په خپلو پښو ودرېدونکی دی. #یا_هو
89
138
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
بهرنۍ نړۍ، خپل لباس، خپل سټایل، خپله خبر، خپله استازولي…!
Tweet media one
136
56
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
ناروې کې مو مجلس وو. ټام ویسټ د امریکایي زنداني «مارک د خلاصون خبر وکړه. بدل کی یې مولوي متقي حاجي بشر وغوښت. دا غوښتنه پر امریکایي لوري سخته درنه تمامه شوه. دې صحنې پر ما خوله راوسته. سختو شرایطو باوجود د افغانانو دې ستروالي ته متوجې شوم چې د نړۍ ستر ځواک سره څه بلمثل تعامل کړي.
62
170
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
دا تصویر د ځینو له قصده وځلوئ. یو د وخت وزیر اکبر خان او د میوند زمری غازي ایوب خان دی چې د وطن د ازادۍ په پار یې د یرغلګرو غاښونه وبرېښول. دا نور زموږ د لوبو اتلان دي چې په خپل همت یې د نړۍ حرفوي ټیمونه وننګول.
Tweet media one
62
239
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
تاته راشمه زړګی زما فارغ شي بې له تا مې اندیښنې د زړه مارونه له ناروې مخ په ښکلي کابل جان
Tweet media one
75
60
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
متوجې یاست!؟ سږنۍ روژه یوه تاریخي ځانګړنه لري. پخوا به نږدې څلوېښت ملیونه افغانانو د نورو اسلامي هېوادونو حلال کمېټې څارلې چې روژه ده کنه. نن خپل حکومت او هلال کمېټه کې ناست عل��اوو خولې څاري. کابل او ارګ یې نن په خپله د دیني مشروعیت مرکزي دستګاه ده. دا مشروعیت مستحکمول غواړي!
150
90
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
یعقوب ته افغانانو منځ او خصوصا عربي نړۍ کې ډېرې سترګې ور اوړي. دا ځکه چې هغه د وخت ثالث عمر نښه او د امارت ځوان دفاع وزیر دی. هرځای چې له عربانو سره مخ شوی یم نو افغانستان سره جوخت یې راته د "عمر" یو یاد کړی. دوی ټول اعتراف کوي چې عمر واقعا د اسلامي نړۍ رجل او مرد مېدان سړی وو.
Tweet media one
58
115
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
دا ځوان د خپلې کورنۍ ۶۶ شهید دی. ۶۵ یې امریکایي اشغال خلاف جهاد او دی یې نن مسجد کې په سجده شهید دی. دا د داسې حکومت سپاهي وو چې ګردې مسلمانې/غېر مسلمانې نړۍ د امریکا له قهره تحریم کړی. ازادي/اسلام په تور بندیزونو سره مخ او نړۍ پرې دروازې تړلي. قاتل یې پوهېږي چې څوک یې شهید دی؟
Tweet media one
156
121
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
اسلامي امارت له لوري د امریکا خزانې ډیپارټمنټ سره له پرله پسې مذاکراتو وروسته پر افغان بانکونو، سوداګریزو معاملاتو او دولتي اداراتو ټول لګېدلي بندیزونه حذف شول. دا بندیزونه د ټولو اقتصادي پروژو مخته لوی خنډ وو. دا انتهایي لوی پرمختګ او ټولو ته دې مبارک وي. افغانستان را پورته…!
60
178
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
مجاهد: د شوروي خلاف جهاد کې تقریبا نیمه نړۍ د افغانانو څنګ ت�� ودرېده. مګر امریکا/ناټو خلاف ازادۍ جګړه کې افغانان مطلق یواځې ول. بلکې له یوه مخه ټول حکومتونه د جورج بش څنګ کې ودرېدل او موږ د خپل رب، علماوو او ملت لمن ته پناه یووړه. پایله یې وینو چې د رب وعده ریښتونې شوه.
Tweet media one
61
171
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
11 months
له پاکستانه افغان وطن ته د کډوالو راوستلو په موخه تورخم/سپین بولدک ته افغان دفاع وزارت دوه زره باربري موټر استوي. وطنواله! ته بې کوره،بې وطنه او بې کسه نه یې. ترشا یو غني وطن، نظام او احمدشاهي پوځ لرې. وطن ازاد او امن دی. که ډېره نه وي د خولې مړۍ به سره نیمه کړو. خدای مو راوله!
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
45
225
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
4 years
وروسته له نولس کالو د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمې (لوګر، څرخ، پنګران) کې د لومړي ځل لپاره د سولې مشاعره ترسره شوه. #لوګر_څرخ_سوله_مشاعره
158
147
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
شیخ عبدالباقي حقاني: د اسلامي نظام ایجاد پر مسلمانانو واجب دی. هر هغه وسایل چې د همدې نظام د بقا لامل کېږي نو د هغه علم او هنر زده کړه پر مسلمانانو واجب دي.
Tweet media one
98
88
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
زه برندې سترګې او شډله ځواني حسن ګڼم نه نرۍ ملا لکه ویښته نه ټيټې مړې سترګې حمزه بابا
Tweet media one
172
56
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
انتخابات BBC: دولتونو مشروعیت لپاره خدمات، نظم او انتخابات وي نو فکر کوئ ستاسې دولت کې دا هرڅه شته؟ م.ا.متقي: ته فکر کوې چې د نړۍ ټولو دولتونو کې انتخابات شته؟ BBC: نه په ځینو کې شته او ځینو کې نشته. متقي: زموږ حکومت هم په هغو ځینو کې راوله چې انتخابات پکې نشته. بی بی سي: 🙄
Tweet media one
111
100
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
سردار داوود خان پلان وو چې پنجشیر نه کابل ته پایپلاین له لارې څښاک اوبو لېږد پروژه پېل کړي. پوره ۴۴ کاله دا پروسه وځنډېده. تېر ریژیم ملیاردونو ډالرو کې دا پروژه پېل نکړه. امارت په تش لاس، تیږې په خېټه تړي او اوبو برېښنا وزارت یې نن د پلي کېدا ټټر و واهه. #AfghansSupportTaliban
116
191
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
ډاکتر عمر د خوړو/درملو برخه کې مافیایي کړۍ ماتولو ته کار ویلی. BBC له سهاره تر ماښامه د روغتونو تصفیې ته د یورش، یرغل او حمله طالبان نوم کاروي. ماخوستن یې پرې ځانګړی بحث وو خو له نېکه مرغه عوامو ټلفون کې د خوړو درملو ادارې دا هڅې وستایلې. سپینو چپنو لاندې دقصابانو مخه نیول غواړي!
Tweet media one
61
134
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
د امریکا له زندانه وتلي تر اوسه خوبونو کې د سپیو داړل، برقي شکنجې، بې خوبۍ او روحي ټکانونه ویني. مګر د امارت زنداني له اخلاقي چلند متاثر د امارت دین پوښتي، نوم بدلوي، دین بدلوي، لباس او هویت. له دې ټولو عیني واقعیتونو سره امریکا د بشر حقونو علمبردار مګر امارت یې ناقض. عجیبه نده!؟
Tweet media one
Tweet media two
113
157
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
تېره ورځ مو ځوان وزیر سره مجلس وو. هغه ستونزې مو په امانت ورسره شریکې کړې چې عام افغانانو نه یې میډیا، بازار، حجره/جومات کې اورو. مولوي یعقوب د ستونزو حل ته خوشبین وو. قوي احمدشاهي پوځ احیا ته اراده وه. د فقر/نورو ستونزو له امله تللو افغانانو بېرته را ستنېدو ته یې لحظه شماري کړه.
Tweet media one
Tweet media two
75
75
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
قطریانو افغان سوله او کابل هوایي ډګر فعالېدو کې د افغانانو مرستې ته را ودانګل. راځئ د یوه ټویټري کمپاین له لارې د قطر حکومت او ملت نه په لاندې هشټګ سره مننه وکړو. @MBA_AlThani_ #شکرا_قطر #مننه_قطر
109
288
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
10 months
افغانستان رسما د نفت/ګاز تولیدونکو هیوادونو کتار ته راغی. همدا اوس هره ورځ 8 سوه ټنه تېل استخراجېږي. جنوري کې به تولید تر 1000 ټنو لوړ شي. ورځني عواید 5 لکه ډالر. راتلونکو 7 میاشتو کې به استخراج کچه د ورځې 2000 ټنو ته لوړه شي. مانا 2024 اخر کې به د ورځې 1 ملیون ډالر عواید ولرو.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
76
198
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
شپې ناوخته دوحه کې روان وو. یوه ځوان غږ وکړ: - افغانان یاست؟ - څه دې وپېژندو؟ - زه د ترکیې یم. تاسې مې له لباس وپېژندئ. اول یې د طالبانو په بریا سخته خوښي وښوده. بیا یې وېل د ټول امت سترګې تاسې ته دي. ټولو افغانانو ته غېږ خلاصه کړئ وطن جوړ کړئ کنې موږ به خپلو سېکولرو ته کم راشو.
87
124
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
زموږ د پولیسو خوږ ښایسته ویاند. دا زلمی تر چېګویرا هم ډیر انقلابي، زړور او د امریکایي یرغل خلاف د سختو جګړو ازمویل شوی امارتي سرتیری دی. چیګویرا به مقابله خالد ځدروڼ 🥰
Tweet media one
Tweet media two
158
50
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
ټول افغانستان کې بندې پروژې مخ په پېلېدو دي. سالنګ کې له جغل اندازي او ورځ کې یو کیلومتر د سړک قیر کول هیله بخښونکی دي. د اداراتو معاشونه مخ په اجرا دي. بهرنیو چارو وزارت هره ورځ د نړیوالو استازو کوربه وي چې ډېر ژر به ښه زیری شي. نظام قوت او افغانستان پورته کېدو په نیت وزرې ټپوي.
65
146
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
د یقوب تر شا د حاجي میرویس خان نیکه تصویر به څه مانا او پېغام لري کنه؟ دا وطن او ارګ د شملو او بګړیو وو او اقتدار ته بیا څه باندې درې پېړۍ بعد هوتکي او ابدالي بګړۍ راغلي. په نېک پال یې نیسو.
Tweet media one
48
89
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
داسې خلک د بشر علمبردارې امریکا، ناټو او د وطنپالنې او په اصطلاح ملي بیرغ سردمدارانو زنداني، شکنجه او شهیدانول. دا خلک یې ټروریسټان او د وطن دوښمنان بلل. اشغال ختم، وطن ازاد شو او دا ټروریسټان په سپینه ږیره کله د وطن قوشتېپې کانال رغوي، کله سالنګ تونل کله بل کله بل…! پام مو دی؟
Tweet media one
85
159
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
له سلو اندېښنو نه خپل یو لونګۍ لرونکي عکس خپرول ښه دي. ژوند په امید خوړه شي، نو ډېر تشویش مکوئ. رب شته او هغه ته به سوال کړو چې نور نو زړه خوړینۍ پرځای داسې لار وښیه چې ته راضي او ملت خوشال شي.
Tweet media one
137
41
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
قطر کې پېسو/پاسپورټ چاپ لپاره مذاکرات وو. امریکایي ټوماس ویسټ ویل چې دا چاپ خو ډېرې پیسې غواړي. افغانستان بانک رئیس ورته کړل پیسې لرو، قانوني لارې خلاصې کړئ. سړی تک سور شو ویل تېرې ادارې ته به چې میاشت پیسې وځنډېدې غوغا جوړېده. تاسې څرنګ نظام چلوئ!؟ هغسې چې شل کاله مو مبارزه کړه!
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
132
179
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
تاریخ به حتما دا لیکي چې طالبانو خپله واکمنۍ کې هغه پوځ ��ه معاش نه درلود/نه ورکاوه چې پښې لوڅې،په وچه ډوډۍ او شړومبو یې له نړېوال ایتلاف ازادي واخیسته؛ مګر د اوبو ستر کانال ته یې د حکومت ټوله بودجه وقف کړه. داسې بنیادي پروژو لپاره څو کاله نور هم په وږي نس تېږې تړل غواړي. #قوشتېپه
63
135
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
وریځې لېمه، سترګې باڼه پښتانه…!
Tweet media one
59
44
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
د داکتر صېب فاروق اعظم دا دوه دقیقه یي کلېپ حتما واورئ.
104
402
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
ځیني د شپې تر ناوخته پدې کار کوي چې څرنګ نړۍ سره شته ستونزې حل شي. افغانان له سخت ژمي و وځي. اوبه مهار شي. افغانستان ترانزیتي مرکز شي. برېښنا تولید یې خپل شي او ثبات ابدي. ځیني نور له پردیو کېمپونو د تجزیې نغارې درنګوي. دوی خبر ندي چې اشغال ختم او د وطن اقتدار اوس مالکانو سره دی.
69
121
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
11 months
مبارک! له یوې میاشتې رادېخوا د پاکستان کراچۍ بندر کې بند ټرانزیټي موټرې او اموال د اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي په هلو ځلو ازاد کړای شول.
Tweet media one
Tweet media two
87
116
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
ناڅاپي عکس دی. هرات ته له مشرانو/ځوانانو سره په کاري سفر یم. هغه هرات چې یو وخت به پکې د خنجر/خشم کوهستان په نوم خونړي عملیات کېدل. نن پکې د برېښنا، ګازو، رېل پټلۍ او سوداګریزې پراختیا پروژې او برنامې تطبېقېږي. خدای ګواه دی چې داسې پېښې مې غټ ارمان وو. ربه راضي یو، ته راضي شې!
Tweet media one
128
66
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
خدایه! ته مو هغو حریفانو ته مه شرموه چې همدې کابل کې مو ورسره ستا د دین او نظام پر سر حتا د دوښمنۍ پولې ماتې کړې.
352
52
2K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
درې شفټه پرله پسې کاري خواریو وروسته تونل کېندونکي د غره دواړو خواوو نه سره وصل او تونل بشپړ شو. انټرنیشل، بغاوتیان او دا نور به بیا چیغې وهي چې اوبو انتقال لپاره د غرونو سوري کول محیط زیست ته تاوان لري او غره شاخوا طبیعي وچې زمکې به تکې شنې او بدرنګ�� شي. زموږ خړ ډاګونه یادېږي 🙄
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
35
155
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
مبارک د ترکیې په استانبول کې افغان قوسنلګري رسما د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شوه. دا وطن به خپل مالک ته تسلمېږي...! #یا_هو
51
82
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
نن (سنبله) د شهید ملا سنګین فاتح لسم تلین دی. هغه شېر بریتی چې د امریکایي سپیشل فورسو غاښونه یې وبرېښول. دې سړي د مبارزې پېل د زورورو په ګردن وهلو وکړ. داسې مېړانه یې وکړه چې جنګیالیو کې یي د ځوانمردۍ او زړورتیا خط وکېښ. سنګین اوس هم په زړونو سنګین راج چلوي. اراح یې ښاده! #فاتح
Tweet media one
74
139
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
د کابل شهر نو په ایمرجنسي را تېر شوم. مخه یې نن خالي وه. زما یادېږي دلته به تل د کندهار، وردګو، پکتیا او نورو سیمو مساپر د خپلو جګړه ځپلو ټیپانو نجات لپاره مرګونې شېبې شمارلې. اوس مې تر کوره د شکر الفاظ په خوله وو. د خدای پر نعمتونو شکر نورو نعمتونو ته لار پرانیزي.
58
69
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
کابل کې شخصي موټرو کې بې پلیټه او تورې ښیښې بیخي زیاتې شوي. ځیني کسان د مجاهدینو سټایل نه په سؤاستفاده په سرعت موټر چلول، بیځایه هارنډ او اشټرنګ وهلو سره د مجاهد رنګه بدوي. مجاهدین د رسول الله پیرو او حلیم خلک دي. دغه ډول مردم ازاره باید د کورنیو/امر بالمعروف وزارت لخوا راټول شي.
104
143
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
ترکیې، ایران، ازبکستان، پاکستان، عرب اماراتو، ترکمنستان او یوشمېر نورو هېوادونو د افغان حکومت مخالفانو پر سیاسي فعالیت بندیز لګولی. تېرو ۴۳ کالو کې لومړی ځل دی چې افغانستان کې سرتاسري نظام/امن حاکم او په یوه خوله ګاونډ او سیمه له خپلې خاورې افغانستان کې د مداخلې مخه نیسي. #اجماع
74
114
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
ځوان افغان وزیر: ملا صاحب برادر او ټولو افغان اقتصادي ارګانونو ته وایو چې زموږ په استازولۍ ټولو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړئ چې سر او مال مو خوندي دی او موږ مو تر شا لکه غرونه ولاړ یو.
Tweet media one
33
98
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
چین د نړۍ لوی اقتصادي ځواک او د افغانستان ګاونډي په صفت لومړنی هیواد شو چې لوی سفیر یې رسمي مراسمو ترڅ کې د افغانستان رئیس الوزرا ته خپل باورلیک وړاندې او ومنل شو. دا د عملي رسمیت پېژندنې ښکاره بېلګه ده او دوی تر ډېرو چې توقع یې کېده؛ دغه برخه کې پېش قدمه شول.
Tweet media one
Tweet media two
66
130
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
11 months
حاجي ملا صاحب تهران کې افغان پانګوالو ته: وطن کې مو د سړکونو، رېل، بندونو، کانالونو او انرژۍ تولید لویې پروژې پېل کړي. دلته ستاسې او ټولو افغانانو ستونزو حل پسې راغلی یم. ایراني لوري سره مو پر داسې مواردو توافقات وکړل چې پرمټ به یې سوداګریزې/ټرانزیټی اړیکې بېسابقه ډول اوج واخلي.
Tweet media one
Tweet media two
16
126
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
د امارت دغه پښتون سرتیری نن کارتې سخي کې د خپل هزاره افغان ورور، خور او ماشومانو په ننګ خپله ځواني نظرانه د شهادت جام په سر واړوه. حال دا چې ۲۵ کاله ورته همدا زلمی دوښمن معرفي شوی وو. دلته د مسلمان افغان د عزت او امنیت موضوع ده. ټول ناسم تعریفونه په خپلو وینو وینځل کېږي. #یا_هو
Tweet media one
106
105
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
رسما «امارت» له «اماراتو» سره قرارداد لاسلیک کړ. دا قرارداد جنګي نه بلکې اقتصادي او د افغان ژوند ښه کولو بحث دی. له اشغال وروسته هره ورځ خبرونه وڅارئ مرګ ژوبله نه بلکې اقتصادي پروژې دي. دا تحول مثبت تحول دی او نور ستر اقتصادي قراردادونه هم پر لاره دي. #افغانستان_راپورته_کېږي!
Tweet media one
Tweet media two
67
105
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
ټاپي پروژې اړوند ښه پرمختګونه لرو. د کانونو/پټرولیم وزارت معین وحیدالله حلیمي په مشرۍ عشق اباد ته ۳ ورځني سفر کې د ترکمنستاني پلاوي سره په ګډه د ټاپي پروژې تطبیق ته د عمل یا اکشن پلان جوړول،هرات صنعتي فابریکو/کورونو ته د شبکې پر ایجاد او LPG ته د ګازو اړولو اړوند مهمې هوکړې وشوې.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
108
124
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
امیر المؤمنین شېخ هبت الله: د تېرو ریژیمونو د وزارتونو/ادارو قوانین مو راغوښتي. د علماوو له فلټره به تېرېږي. هر هغه قانون چې اسلام سره په ټکر او بیځایه کاغذپراني وي؛ نو هغه به ملغا او پرځای به یې په شرعه ولاړ د ملي ګټو ساتندوی قوانین ځای پرځای کېږي. موږ اسلام او خپل اصول لرو!
Tweet media one
66
101
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
دېته طالبي کار وایي. اول یې د اشغالګرو پوځ شړلو ته شپه ورځ یوه وه اوس د وطن ابادۍ ته. پوهېږۍ دې پروژې ډېر قوي مخالفان درلودل. د امارت په مشرۍ ملا برادر ودرېد ویل یې بدي یې زما تاسې پرې ور غورځئ. بس خدای دی یې پدا ځینو مواردو کې په نرمښت پام کړي باقي دا وطن بل څوک نشي پورته کولی.
Tweet media one
40
98
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
نن سوشیل میډیا کې د امارت له درې امنیتي ادارو متفاوت پېغامونه وو. له استخباراتو ملا تاجمیر جواد د افغان وطن داخلي/بیروني حریفانو ته غاښونه وچیچل. ځوان دفاع وزیر سیمې/نړۍ ته د نه ګواښ څرګنده مظاهره وکړه او حافظ انس بیا خوست ځوانانو منځ کې اختر لمانځلو سره د امارت ولسي رنګ وښود.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
30
73
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
د سرچینو په حواله پنجشیر سقوط شو. صالح له پنجشیره وتښتېد. هغه بل د پلار تقلبي اکټر هم هیڅ درک نه لګېږي. پنجشیر ولسوالۍ سقوط کې د ټول وژل شویو قتل په تور صالح او مسعود باید محاکمه شي. پنجشیر باید مطلق له جګړو او وسلو پاک مدني ولسوالۍ اعلان شي. د قوي مرکزي، سپین افغانستان په لور!
94
139
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
د ملا سنګین تصویران مې ګوګل کې پلټل. باور وکړئ له لسو زیات یې نه مومئ. ملا سنګین په اصطلاح د پرون شهید دی. مګر څه باندې ۲۵ کاله وړاندې د هغه بل پروټوکولي قهرمان عکسونه چې سرچ کړئ؛ نو زرګونه دې مخې ته راځي. اتلان دغسې خړ ��ړ او نوم ورکي دي او جعلیانو بیا تر شاه رخ خان هم ور اړولې.
Tweet media one
52
96
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
یو ملنګ طبعه رهبر، یو قاطع انسان، یو سپین مسلمان. افغانستان کی یې د شر او فساد ټولولو لپاره یو ولسي انقلاب وکړ. پسې یې د داسې احمدشاهي صف بنسټ کېښود چې پر مټ یې له ټولې نړۍ ازادي واخیسته. دی ولاړ خو نوم یې تل پاتې د «ازادۍ امام» شو. روح یې ښاد، لار یې زرغونه! #یا_هو
Tweet media one
78
93
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
10 months
ټاپي، یو هېر شوی تاریخي خوب چې ریښتیا کېږي. انشاء الله!
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
38
91
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
ټول ټوېټر زموږ حاجي صېب ستانکزي نیولی. منې که د یوه وړوکي اعلان ګنجایش پکې وي.
89
46
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
کله چې د ډالرو قاچاق مخه ونیول شوه نو د خاصو کړیو چېغې جګې شوې. اوس چې د تصفیې عملیاتو سره زرګونه میله درنې او سپکې وسلې ټولې شوې د خاص هیوادونو او سفارتونو شور جوړ شو. هو! د افغان اقتصاد سقوط او بلې جګړې مخنیوي سره د ډیرو پر شومو پلانونو خاورې واوښتې.☺️ افغانستان را پورته کېږي!
41
125
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
هند د وسپنې کان ورکړې برخه کې تر ټولو لوړه د رویالیټي فیصدي اخلي چې ۱۵٪ ده. نور هیوادونه معمولا د ۳ تر ۷ فیصدو رویالټي اخلي. افغانستان د زیربنا، برېښنا او نورو بنستيزو اسانتیاوو نشتون باوجود ۱۳٪ رویالټي په حقیقت کې د هند تر ۳۰٪ هم لوړه ده. دا بریا دې امارت/افغان ملت ته مبارک وي.
Tweet media one
Tweet media two
26
130
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
د ا.امارت رهبري شورا غړي په جدي خپل منځي سلا مشورو لګیا دي. کوښښ کوي داسې میکانیزم جوړ او امیر المؤمنین ته یې وړاندې کړي چې شرعي چوکاټ رڼا کې ټولو خوېندو ته د دیني/عصري علومو زمینه سازي وشي. د تعلیم حصول د هر فرد حق او خوېندو ته مصؤن با عزته چاپېریال جوړل د امارت دیني مسؤلیت دی.
125
73
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
شېر محمد عباس ستانکزی: ما ته په ځلونو ځلونو مذاکراتو مهال امریکایي چارواکو ویلي چې تبلیغاتي ډګر کې مو زموږ ټوله تبلیغاتي دستګاه فلج کړې. اوس یې وخت دی چې د افغان ملت خلاف د دوښمنانو تبلیغاتي توطیې شنډې او د افغانستان اصلي تصویر نړۍ ته وړاندې شي.
Tweet media one
60
71
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
چین د ۱۴ ملیارد ډالرو پانګونې اعلان وکړ. هره ورځ بېلابېلو عربي هېوادونو له لوري کابل ته د روغتیایي او خوراکي توکو بار الوتکې راځي. ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستو دوام ټټر و واهه. اروپایي ټولنې بیا د خپلو مرستو ۴ برابره زیادښت خبر ورکړ. دا ټول د مثبت بدلون نښې دي.
50
144
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
سراج الدین حقاني زهراګینو تبلیغاتو خلاف یو حلیم/مینه ناک انسان دی. شل کاله یې د وطن او دیني ارزښتونو په پار سختې شپې رڼې کړې. د خپلو خوږو ورونو او ورېرونو پاشل شوې غوښې یې په خپلو لاسونو راټولې کړې. تسلیم نشو او دې ملت ته د ازادۍ مقتدر سپاهي پاتې شو. اوس یې ملت ته د امن ژمنه کړې.
Tweet media one
46
65
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
ملا یعقوب: هوایي ډزې له بېت المال سره خیانت او د خلکو ژوند ته کواښ پېښول دي. مومنان غم او ښادي خدای ته په سجده اظهاروي.
36
103
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
که #حجاب د اسلامي امارت شخصي غوښتنه وي نو بیا یې قطعا نه منو. که دا د ستر رب امر وي او د رسول الله مبارک هدایت؛ نو راځئ ورته غاړه کېږدو. ټول به د اسلامي اصولو پلي کولو ته کار وایو. بیا که ترې رهبر سرپیچي کړه که عادي فرد؛ نو خط ورته کاږو او ودرېږو. دا لار تاواني نده! #یا_هو
100
64
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
قوشتېپې کانال سره به د امو سیند ۸-۱۲٪ اوبه افغانستان ته را اوړي. اموسیند ۲۷.۵ - ۳۰٪ اوبه له افغانستان سرچېنه اخلي. له خپلو اوبو ګټه د افغانانو مسلم حق دی او د کانال چارې به روانې وي. جګړې مهال لدې حقه محروم وو چا د حق سپارلو غږ ونکړ. دغه کانال پر مټ د غذایي فقر خلاف مبارزه کېږي.
Tweet media one
Tweet media two
23
153
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
په یوه فرمان ټول افغانستان کې ۴۳ والیان، مرستیالان او ولسوالان برطرف پر ځای یې توي مقررېږي. یو وخت به چې حکومت مشر یوې اداره کې یو امر لرې کړ نو یو سفارت به وچغېد او چې بل ته به یې لاس ور وړ نو نوی والي به مکتوب سره تر باغو اوښتی وو. اوس نظام دی او دا یې هم حاکمیت او قوت دی. #شکر
103
94
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
2/1: په ۲۰۱۸ کال د ازبکستان په سمرقند کې شینواري صېب سره ګډ یوه ریسټورانټ ته په همدې سټایل ورننوتم. مېز له سره یوه ځوان د ملګرو له منځه له لرې په لوړ اواز غږ را وکړ چې «ته ترک یې»!؟ ما ویل: نه افغان! رامنډه یې کړه غېږ کې یې ټینګ ونیوم او نه پوهېد چې څرنګ د خپلې مینې اظهار وکړي.
Tweet media one
126
23
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
د مثبتې سیالۍ یو زنګ وهل شوی. له عصري موټر وروسته فاریاب کې یوه ځوان د معیوبینو لپاره ځانګړی موټرسایکل جوړ کړ. نن خبر شوم بل ځوان ډرون الوتکه جوړه کړې چې 70 کیلو هدف ویشتونکې مرمۍ تر 700 کیلومټرو پورې لېږدولای شي. د دې ملت لا له جګړې نه د راوتلو دوه کاله نکېږي. افغانستان را…!
Tweet media one
Tweet media two
39
94
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
موږ اوس داسې ځوان وزیر لرو چې له افغان سټیجه د افغان تښتول شویو الوتکو را ستنېدو پلان اعلانوي. هغه د پوځ تللي منصبدار وطن ته را بولي. هغه د پیاوړي پوځ احیا/افغاني عظمت راګرځېدو خېالونه ککرۍ کې پالي. اوس هغه وخت تللی چې وزیر به نیویارک امنیت لپاره پر خپل کلي اورونه بلول. #یا_هو
Tweet media one
35
101
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
1 year
همدا اوس پر لاندې سړکونو کار روان دی: - سالنک تونلونه او 80 KM سړک - کابل – کندهار 480 KM سړک - کندهار – ارزګان 108 KM سړک - هرات – غور سړک 360 KM سروې/ډیزاین - واخان کوریډور 60KM سړک - بامیان - غور 50KM سړک - کابل – ننګرهار دویمه نوې لار/ډېر ژر - کابل – کندهار دویم لاین/ډېر ژر
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
70
224
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 months
راشد خان له لارې خپلو لوبغاړو ته مبارکي او د هغوی حوصله افزایي. «لوبې او سیاست سره جدا دي»، مګر د خپلو خلکو د خوشالولو هر ادرس پالل د »افغان سیاست» بنیادي هدف دی.
29
147
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
د کابل اکثر غرونه په کورونو پوښلي. ښاروالي که هر کور مکلف کړي چې کور مخ او حویلۍ کې یو یو نهال کېنوي نو په ډیر اسانه به غرونه زرغون او د هوا پاکوالي سربېره د ښکلا لامل شي. یوه ونه حتا د اوداسه په یوه کوزه اوبو هم پالل کېدای شي.
Tweet media one
Tweet media two
48
127
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
ننۍ لوبې په اړه مې د ډېری پاکستانیانو تبصرې ولیدې. د دې باوجود چې لوبه دوی ګټلې مګر توصیف زموږ د کرکېټ ټیم کوي. د پاکستان عامو خلکو دا ډول مینه او مثبت ذهن د دواړو مسلمانو ګاونډیو ملتونو د ښې راتلونکې زیری دی.
136
97
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
استانبول د اروپا دریڅه او خپلېدل یې امارت ته سیاسي/اقتصادي بریا ده. هغه دریم ښار چې ډیر افغانان پکې مېشت دي. هغه ځای چې مخالفینو به د قونسلګرۍ پر مټ د نظام په مخالفت غونډې را بللې او د بغاوت جبهې مالي سرچینه وه. تهران/استانبول خپلېدل د بغاوت پر تابوت وروستی مېخ وو چې و وهل شو.
Tweet media one
34
107
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
30 days
نن شپه، د یوه «سنګین» ملا، یوه «فاتح» انسان په یاد غونډه کې. پکول او د زمري برېتونه د دې زړور انسان له درکه راته خواږه ایسي.
Tweet media one
44
53
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
شېبه وړاندې مې ��النګ لارې ترمیم اړوند د جنرال مبین راپور کوت. دا سړک دیرش سانتی جغل، دیرش کانکریټ او بیا سیخ ګول سره بل ډبل کانکریټ ورکول کېږي. دلته تمویل د افغان حکومت، قراردادي افغان شرکت، کارګر، سمنټ، جغل او نور وطني. دې صحنې ته به د هرچا اوښکې حتمي توېږي یا زما زړه نری شوی.
Tweet media one
43
103
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
کابل کې د اولې ورځې طالبان مو په یاد دي؟ اوس هفته نکېږي مګر دغه ډول منظم، مجهز او کابل ښار امنیت لپاره با دیسپلینه ولاړ دي. دا چټک بدلون،وده او اوچت امنیتي خدمات د لوړې ارادې ښکارندویي کوي. اقتصاد، تعلیم، روغتیا او نورو برخو کې به هم ورته چټک بدلون و وینئ. هیلې بلندې ساتئ!
Tweet media one
55
136
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
له تېرو اویاوو جوړو شویو الوتکو وروسته دا دی بیا د دفاع وزارت درې نورې AN32 الوتکې اسمان ته د الوت لپاره ترمیم او چمتو کړې. د خدای پر دې راکړې زمکه او هوا تسلط د افغانانو پخوانۍ هیله او اوس ثمر ته په رسېدو ده. د دفاع وزارت رهبري، یارانو او تخنیکي ټیم ته سپین محمدي سلام!
Tweet media one
41
88
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
موږ په تبلیغاتي ډګر هیڅ یو. دامارت بریاوې لس سلنه هم نه رسنیز کېږي. چې نن درته په پخواني انقلابي موډ شم نو په نره یې وایم چې مشران مو اصلا پر تبلیغاتو باور نلري. زلمو را پورته شئ! د نظام مثبتې لاسته راوړنې په خپله تر ملت ورسوئ او پر مخربینو میډیایي ډګر یوځل بیا تیاره کړئ. #یا_هو
101
137
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
یو وخت به ما خلک تر باغو اړول. اوس سهار راهیسې په خپله د باغ په دیوال ناست یم. 😂
191
30
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
نن د کابل شهرنو او مکرورانو کې وګرځېدم. ښار له ګڼې ګوڼې ډک وو. قهوه خانو کې داخلیانو سربېره بهرنیان هم تر سترګو کېدل. خلک مې وپوښتل ورځ تر بلې د ویرې پای او راتلونکي ته هیله مند وو. ما تر خپله وسه هر یو ته ډاډ او له نویو پرمختګونو مې خبرول. که خدای کول: افانستان را پورته کېږي!
100
62
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
یوه غټه څپه مهار شوه. افغانستان بانکي او اقتصادي سیستم له سقوط وژغورل شو. معارف چې نږدې د لسو وزارتونو بودجه یې غوښته، سپانسر پېدا او ستونزه یې حل شوه. روغتیا/نورو ملکي ادارو ملاتړ لپاره کار روان، ښه خبرونه پر لار دي. بهرنیو موسساتو له لارې اړمنو خلکو ته عاجلې مرستې په رسېدو دي.
69
98
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر ته په خطاب کې: د ټاپي پروژې امنیت مسولیت نېغ په نېغه پر خپله غاړه اخلم او نظارت یې کوم. د دې ملي پروژې تطبیق لپاره له هېڅ ډول قرباني درېغ نکوو.
24
84
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
3 years
طالبانو ته د تېر حکومت ۵ سوه زره مامورین پاته دي. یو څوک دې مثال ورکړي چ ۵۰ تنه یې منفک شوي وي. حال دا چې زرګونه طالبان/پلویان ې لاهم بېکاره دي. ځیني دا ښېګڼه نه مني وایي وزارتونو مشري هم موږ ته راکړئ. دقیقا دا خبرې ډیری هغه خلک کوي چې طالب سره سولې پرځای یې د طالب قتل عام غوښت.
94
143
1K
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
2 years
خدای دې وکړي چې دا جلوې په چا درنې تمامې نسي. ضمن کې ناګفته نباید ګزاشت چې خدای مې دې لخېره سره له بدو سترګو هم وساتي.
Tweet media one
151
14
1K