ملي بيرغ يوازې دری رنګه ټوټه نه ده او نه په زور پر ملت منل شوی دی.
هره ايډيالوژې چې معقوله او عملي نه وي، يوازې د زور له لارې پر خلکو حاکمه شي، بقا يې ډېره کمه وي.
د اسلام دين پر خلکو په زور منل جواز نه لري؛ نو د ډلي بيرغ پر خلکو په وچ زور تپل او منل خو نه دين دی او نه معقوليت.
دغه ډول حجاب خو نه ديني دی او نه کولتوري.
زموږ په کلي او کور کې هيڅوک دغسې حجاب نه پيژني.
ما په خپل کلي او سيمه حتی په دې نږدي ولايتونو کې نه دی ليدلی.
که د افغانستان د کومې بلي سيمي حجاب وي تاسې مې خبر کړئ.
له بهرنيو هېوادونو سره اړيکي جوړول اړتيا ده، خو پر بهرنيو هېوادونو په تېره بيا پر ايران او پاکستان تکيه کول له هېواد سره جفا ده.
دوی کله هم افغانستان ته ښی لاس نه دی ورکړی.
تاليبان بايد په ياد ولري چې دغسې چارې د دوی په خلاف د جګړې روايت/ نرټيف غښتلی کوي.
#SanctionPakistan
دا حالت چې اوس مجهول دی خلیلزاده!
دا د کوم علت معلول دی خلیلزاده!
دا وحشت چې دلته ورځ په ورځ زیاتیږي
داد چا د لاس محصول دی خلیلزاده!
په دې جنګ کې څومره ډېر انسانان مړه شول
ددې قتل څوک مسؤل دی خلیلزاده
قيام
#SanctionPakistan
د خادم دين رسول الله روح به اوس ارام شوی وي چې سل کاله وروسته يې لارویان او پيروان پيدا کړل او سقاوي يې را ژوندۍ کړه.
دوی هم زموږ د پنځه زره کلن تاريخ برخه دي.
خليفه صيب نوم نه دی اخيستی، خو ملا هيبت الله اخوند يې ښه څنډلی چې ګواکې نظام يې بد نام کړی او منحصر کړی دی، خپله رايه او خپل فکر پرې حاکم دی...
خليفه صيب خپله په دې اعتراف کړی دی چې دا حالات د برداشت وړ نه دي...
ښکنځلمارو!
که زما نه منی، د خپل مشر خو ومنئ.
ط لبان پاکستان ته د وسلو او نظامي وسائطو پر قاچاق او پلورلو ولي پټه خوله دي؟
يا په دوحه کې توافق شوی.
يا ط لبان په خپلو جنګياليو کنترول نه لري.
او يا طالبمشران پکې ونډه لري.
که هر څنګه وي ستر خيانت دی.
که بل څه لامل وي تاسې يې وليکئ.
نومونه يې د پيغمبرانو او صحابه کرامو پر ځان ايښي دي، خو وينا او عمل يې د لوط عليه السلام د قوم دي.
تيار روبوټان دي، هر ټويټ ته يې غبرګون ښکنځل وي.
د دين دفاع او د جديد اسلامي نظام ملاتړ هم په ښکنځلو کوي.
طالبانو د قانع صاحب کور محاصره کړی.
د قانع صاحب قلم تاسې ټولو ته مالوم دی چې په حقه وينا کې يې د هيچا خاطر نه دی کړی، خو طالب حقيقت اوريدل نه غواړي.
قانع صاحب ټوپک نه، قلم لري او طالب د پوهي، رڼا او قلم دوښمن دی.
پاکستان د خپل ناموس، شرف او عزت غل دی؛ نو د بل به څه پروا ولري.
د امريکايې څارنوال دا خبره ډېره مشهوره ده چې:
"پاکستانيان په دوه زره ډالره مورخرڅوي"
پاکستان د جوړښت له پيله دين او ديني ارزښتونه پلوري؛ نو ناموس نه شي پلورلی!
هغوی تېروتلي چې پنجاب يې خپل هستوګنځی ټاکلی.
په تېر بشپړ کال کې يو امريکايي عسکر نه دی وژل شوی، خو په تېره یوه اونۍ کې طالبانو پر افغانانو 870 بریدونه کړي دي.
دا کوم ډول جهاد دی چې يوازې د افغانانو پر خلاف روان دی؟
طالب يوازې او يوازې د قدرت لپاره جګړه کوي.
#talibanmuststopafggenocide
پاکستاني تبليغات او پاکستانی ديانت :
له يوه ليوني جنرال هاشم خان او له بل ليوني جنرال مبين خان جوړ کړي.
لوی مفتي يې عمران خان وي او تبليغيان پکې ايجړاګان وي.
مسجد يې په هيرا منډهي کې جوړ کړی وي او د مدرسي ستر مدرس عزيز الرحمن وي.
نعت خوانان يې ډمان او ډمان يې نعت خوان وي.
له ط.لبانو يوه پوښتنه!
تاسې چې په لوګر کې شرعي حدود جاري کوئ او د عامو خلکو په سترګو کې خاورې ور اچوی...، نو حدود مو تراوسه ولي معطل کړي و او په علم ګل حقاني او قاري خوستي مو ولي حدود جارې نه کړل؟
هغه سلګونه قضيې خو پرېږده چې رسنيزي شوي نه دي.
ښکنځل مه کوئ، معقول جواب وواياست.
د هلمند په جګړه کې ټپي شوی سرتېري اشنا وايي:
"زه فکر کوم چه دا به یوه نوې تراژیدي وي چې زه د دردونو او زخمونو پر وړاندې خاندم. له خدای(ج) او ملت نه مننه کوم چه ماته یې نه ماتیدونکی غرور را وبښه. زه یو سرتیری یم او د افغانستان د دفاع لپاره زېږیدلی یم"
دا د وطن د مالکيت احساس دی
د ملا هيبت الله اخوند نوم يې نه دی اخيستی، خو مطلب يې همدغه دی چې که امر يې د شريعت خلاف و مه يې منئ، ځکه منل يې واجب نه دي.
بل يې ويلي چې د بيان ازادي د اسلام اصل دی، پر حضرت عمر رض انتقاد کېده، مطلب دا زما حق دی چې له اميره تر ماموره په هر فرد انتقاد وکړم.
د بلوچو مهاجرو نيول او ناپاکستان ته لاس تړلي ورکول، نه دين دی، نه پښتو ده، نه زموږ عنعنات او کولتور دی.
دا يواځې د طالب په لمن د بزدلي او چاپلوسې هغه تور داغ دی چې د تاريخ قضاوت به يې سپين نه کړي.
"له کلي ووزه، خو له نرخه يې مه وزه"
#SanctionPakistan
دغه ناقص العقله ساره السید نومېږي.
د سعودي د خارجه وزارت مرستیاله شوه.
د ياد وزارت د عامه ډپلوماسۍ ټولې چارې به د هغې پر غاړه وي.
ملا هيبت الله اخوند ته لا هم د ښځو تعليم حرام برېښي لا هم د ښځو په وړتيا باور نه لري او په دې باور دی چې ښځه يا د کور دی يا د ګور.
سليمان عليه سلام کابل ته راغی، هند ته روان و...
بيا بلخ ته ولاړ...
کابل خپله هند دی...
په قرآن کې زموږ لوګر هم ياد شوی...
دا يو علمي تحقيق دی، په کتاب کې نه شته...
دغسې علمي تحقيقات چې کېږي، نو وطن به ولي پرمختګ نه کوي.
غوڅ او قاطع دریځ دغسې وي!
نه دې ډیورنډ منو، نه پاسپورت او نه ستا ریاست منو.
دغسې موقف د ازادو خلکو وي او چا چې په دوحه کې قرارداد کړی وي، دغسې روښانه خبره نه شي کولی.
د طا.لبانو عفوه ادامه لري!
دا د قوماندان بدر الدين د شهادت ويډيو ده.
په وحشت ولسونه، نه ايل کېږي او نه د بندي وژنه په اسلامي شريعت کې جواز لري.
طا.لبان به خامخا د دغسې کړنو پور پرې کړي.
پرون هم ګوډ ملا د ولسواکۍ، وطنپالني، علم او پرمختګ مخې ته خنډ و او نن هم.
پرون یې هم مکتبونه د کفر او فسق ځالي بللي او نه هم.
پرون هم ملا صیب او مقتدیانو یې روڼ اندي او اوطنپال تکفیرول او نه هم.
پرون هم ګوډ ملا د خپل وطن او نظام پر خلاف د جهاد فتوا ورکوله او نن هم.
#۶۲تلین
زما دریځ:
۱ـ په افغانستان کې د هیڅ ډول جګړې پلوی نه یم،که په ټوله جګړه کې یو افغان ووژل شي، نه تلافي کېږي
۲ـ هر خوځښت او مقاومت چې له بهره تمویلېږي، نه د افغانستان په ګټه او نه د هېواد د معضلي حل لار ده
۳ـ طالب چې څوک جګړې ته اړ نه کړي په مقابل کې یې جګړه هیڅ معقولیت نه دی.۴/۱