#شخصيخبر
بیا هم بي بي سي سره کار خو داځل لندن کې د بي بي سي له مرکزي دفتر نه.
ماته بریاوې!
#PersonalAnnouncement
Once again I’ve started working with BBC. But, this time in the BBC’s headquarters in London.
نه يې وینې؟ که په قصد کوې؟ شیطانه منافقه!
زه مړ کیږمه، ته چپ یې، مسلمانه منافقه!
زه انسان نه يم؟ كه ستا په بشري حقوق كې فرق دی؟
بل انسان ګڼې، ما نه ګڼې، انسانه منافقه!
د ځوانانو، اتلانو، د ښارونو قاتل ته یې
ورځ به راسي، بیا به ګورو، پاکستانه منافقه!
#ArmanLuni
بي بي سي سره مرکه کې زلمي خلیلزاد وویل، امریکا غواړي افغانستان کې د جګړې له ختمېدو وروسته هم دې هېواد سره ښې اړیکې ولري او چمتو ده ګڼو برخو کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه هیله من دی نژدې راتلونکي کې به افغانستان کې جګړه سړه او اوربند اعلان شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، داسې هېڅ یوه هوکړه ورته د منلو نه ده چې په هغه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر هویت او ملي واک معامله شوې وي. ولسمشر غني وویل، د افغان ځواکونو له برکته نړۍ خوندي ده او پر نیویارک او واشنګټن بریدونه نه کېږي.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته ویلي، وروسته له هغه چې ولسمشر لوړه وکړي او نوی حکومت رامنځته شي، د اجرائیه ریاست جوړښت به نور له منځه ځي. ښاغلی صدیقي وایي، ولسمشر غني په خپل ټاکنیز کمپاین کې د اجرائیه ریاست په اړه دا خبره ولس ته سپینه کړې وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، د پاکستان پوځ باید په سملاسي توګه له وزیرستانه ووځي او تر څو چې د دوی دا غوښتنه نه وي منل شوي نو په میرانشاه کې به د غورځنګ د پلویانو پرلت روان وي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته د نوم نه یادولو په شرط وویل، د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې ډګر جنرال عبدالصبور قانع پر دغه دنده ګومارل شوی دی.
ولسمشر غني تیرو ټاکنو کې ویلي و ملي رادیو تلویزون به دبي بي سي په معیار برابروي، دا دی نو د بي بي سي اسمعیل میاخیل یې د ملي رادیو تلویزون د مشر وټاکه. میاخېل په کاري او مدیریتي وړتیاوو کې ساری نه لري.
@IsmailMiakhail
ته دې د ملي رادیو تلوېزیون ریاست مبارک وي.
ولسمشر غني: “نن د پاکستان لپاره د تصمیم ورځ ده، که زموږ هیواد نارامه وي د دوی هیواد به هم ناارامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي. د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی.”
ارګ
“Take care of yourself. Go for a walk, eat your favorite food, cry if you need to, take a vacation, do what you need to do. Take care of yourself, because at the end of the day you’re all you’ve got.”
#Kabul
#Walking
#Snowing
❄️
طالبانو د غزني دوه ولسوالیو کې خپل اصول وړاندې کړي:
زدکوونکي به سپین کالي اغوندي او سپینه خولۍ به په سروي. زدکوونکې به افغاني لباس کې له حجاب سره ښوونځیو ته حاضریږي. له تنګو او د لنډو کالیو اغوستلو به ډډه کوي او ښوونکې به په ښوونځیو ځانونه نه سینګاروی...
۵۷ کلن محمد حنیف بي بي سي یوازې اوري نه، بلکې له نژدې ۲۶ کلونو راهیسې یې خپرونې هم ریکارډوي.
محمد حنیف سره د هغه د خټین کور ځمکتلي ډېره برخه هغو نژدې پنځو کیسټو نیولې چې د بي بي سي خپرونې پکې ریکارډ او نوموړي ته د افغان تاریخ غږیزه، خو پټه خزانه ښکاري
ولسمشر غني ویلي، حکومت چمتو دی طالبانو سره سوله وکړي، خو دوی خپل شرایط لري او څوک دې دا تمه نه کوي چې حکومت به طالبانو ته د تسلیمېدو خط ورکړي.
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د اساسي قانون پر سر معامله نه کوي، ځکه که اساسي قانون نه وي نو بیا هېڅ هم نه پاتې کېږي.
#وروستیخبر
قطر کې د طالبانو سرچینو بي بي سي ته ویلي، له امریکا سره د سولې په تړاو خبرې پای ته رسېدلې، هوکړه او ټول محلقات یې نهايي شوي دي، د هوکړې تر لاسلیکېدو څو ورځې مخکې د خوندي چاپېریال لپاره کار روان دی او د روانې میاشتې تر پایه به هوکړه لاسلیک شي.