ویډیو که ریټویټ کړئ احسان به مو وي!
څو زموږ اصل ټویټر اکاونټ سره خلګ ملګري شي او د جعل کارانو ټویټونه موږ ته منسوب نه شي، الله ج دې جزای خیر در کړي له توجه او همکاریو مو ډیره زیاته مننه
د ټولې نړۍ او سیمې له هیوادونو سره د ښه تعامل هڅه کوو، هیچاته د بدو اراده نه لرو خو که څوک مو پر هیواد په یوه او بله بهانه ظالمانه تجاوز کوي نو هر ډول تیري کوونکو ته د قوي ځواب ورکولو ته چمتو یو او په هر ډول حالاتو کې به له خپل پاک حریم او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کوو.
دهرات له فرهنګي شخصیت او د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولانا نعیم الحق حقاني سره لیدنه او د فرهنګي چارو د پرمختګ په اړه خبرې وشوې. د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله #حکیمي
مولوي صاحب محمد یعقوب مجاهد د ملي دفاع وزارت محترم وزیر د مفتي صاحب لطیف الله حکیمي و مفتشینو ته نن سه شنبه ۱۱ جمادی الثاني ۱۴۴۴هـ ق فراغت غونډې ته په وینا کې وویل چې ...
د روانو حالاتو د لا ښه کولو لپاره د الله جل جلاله حمد ووایاست او شکر یې ادا کړئ، ځکه چې حمد او شکر د الله تعالی نعمتونه زیاتوي او ستاسو په ژوند کې خوښۍ او مثبت بدلونونه راولي.
د مرحوم امیرالمؤمنین په مزار مو بیا ځلې سترګې خوږې شوې
سبحان الله د ملا صاحب رحمه الله مزار مبارک له حیرانوونکو فیوضاتو او تاثیراتو څخه ډک دی، الله جل جلاله دې ډیر زیات نور هم رحم پر وکړي او اعلی جنت دې ور نصیب کړي.آمین
د ملي دفاع وزارت د سرمفتشیت له دوه میاشتني کورس څخه د فارغ شویو مفتشینو په فراغت غونډه کې محترم مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کشف رئیس ملا علي محمد معتصم او ګڼ شمېر مسؤلینو ګډون وکړ، محترم وزیر صاحب اوسر مفتش مفتي #حکیمي صاحب مفتشینو ته په کار کې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه
دا لاندې سکرین شاټ د یو کمنټ دی خو ها کمنټ اوس له ما ورک شو ځکه مې سکرین شاټ راؤړ، په هر حال له داغه ورور څخه په ډیر درنښت بخښنه غواړو
قرآن کریم وایي: بښنه کوونکي د الله تعالی خوښیږي او
حسن البصري رحمه الله وایي: د سلفو په نزد بښنه کول تر ټولو غوره اخلاق و. الزهد لأحمد١٦٨٠
هغه کسان چې قانوني سن ( عمر ) یې پوره شوی نه وي، له جذب او استخدام څخه یې په اداراتو، قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو کې مخنیوی د مفتشینو دنده ده. سرمفتش مفتي لطیف الله #حکیمي
اوس لا سر د چارې دی، د نظام د استحکام لپاره کار وکړئ او خپل ځانونه اصلاح کړئ! که خدای مه کړه، لاس ته راغلی نظام مو لکه هابل ځل له لاسه ور کړ بیا به یې بیرته ترلاسه کول راته ډیر زیات ګران کار وي او...
که محترم ملګري دا لا هم ریټويټ کړي احسان به یې وي، ممکن د اصلي او جعلي اکاونټو، حسابونو او آیډیانو به فرق وشي او د جعل کار کړنې به مفتي حکیمي صیب ته نه منسوب کیږي.
سبحان الله؛ وختونه دي تیریږي! دا هغه وخت دی چې د کابل ادارې د ملي دفاع وزارت اړوند ټول پرسونل تښتیدلی وو، موټر او ټانګان یې داخل او له قرارګاه دباندې پر سړکونو پرې اښي و چې بیا موږ او همکارو مجاهدینو مو سره را یوځای او ثبت مو کړل
#UnitedAfghanistan
د وزارت دفاع سرمفتش مفتي لطیف الله #حکیمي او مرستیالانو یې نن پنج شنبه( ۱۴۴۵هـ ق /محرم/ ۱۰) د دفاع وزارت د قومنداني واحد تعليم او تربيې لپاره د تفتيش له مديريت څخه ليدنه وکړه او د مدیریت اداري چارې یې وکتلې.
په هرڅه کې باید پیاوړي یو! رسول الله ﷺ فرمایلي دي: پیاوړی مؤمن له کمزوري څخه ډېر غوره او الله تعالی ته هم ډېر ګران دی او په دواړو کې خیر دی.
المؤمن القوي خيرٌ وأحبُّ إلى الله من المؤمن الضعيف، وفي كلٍّ خير. رواه مسلم
۱۴۴۵هــ ق ۲/۶ چهار شنبه.
له کابل څخه په سیسنا کې کندهار ته سفر او له عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب مولوي هیبة الله اخوندزاده حفظه الله سره اووه ساعته مجلس ... او نن پنج شنبه بیرته کابل ته ډیر پخیر را ورسیدو. الحمدلله