Khairullah Shinwari Profile Banner
Khairullah Shinwari Profile
Khairullah Shinwari

@KShinwari1

167,260
Followers
456
Following
802
Media
3,633
Statuses

Afghan Politics | Peace Building | Conflict Resolution| Freedom | Justice | Development | Digital Infrastructure | Information Technology & Cyber Security.

Joined February 2018
Don't wanna be here? Send us removal request.
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
پیلوټ رفیع الله نیازي راته جالبې وکړې، ویل یې تر اوسه مې د پکتیا له قول اردو شاوخوا ۲۷ پروازونه زلزله ځپلو ساحو ته کړي، ما ترې په هوائي قواو کې د دندې په اړه وپوښتل، ویل یې ۳۲ کاله په همدې پاک مسلک کې خدمت کوم، مګر داسې حلیم او مهربانه مشران مې تر اوسه ندي لیدلي لکه د امارت…
Tweet media one
156
195
3K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
په لومړي ځل رسنیو ته له داسې چاسره راڅرګندشو چې پوره شل کاله ورسره جنګېدلی وه،خو داسلامي نظام له راتګ وروسته یې ترڅنګ کښېنولی او ګډ دهیواد دابادۍ په یوه غونډه کې ورسره ناست دی،همدا تحمل او یوبل منل به افغانستان له شته ستونزو پخیر خلاصوي او دسیالانو به یې سیالوي. #مولوي_یعقوب_عمري
Tweet media one
72
103
2K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
ریښتیا ووایئ چې په تېرو شلو کالو کې مو د تیر نظام داسې کوم ویاند لیدلی وه چې پداسې فصاحت، بلاغت، ولسي څېره او ولسي ژبه خبرې وکړي؟؟ #ذبیح_الله_مجاهد
Tweet media one
158
126
2K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د ورځې انځور! د بلخ پوهنتون یوه محصله له ازموینې وروسته د قران تلاوت کوي.
Tweet media one
88
35
2K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
خپله د خوست د انجینرۍ له پوهنځي فارغ دی، خو د هیواد د دفاع پخاطر یې ټوپک ته لاس کړ ترڅو د ګران هیواد، خاورې او ولس د دفاع حق اداء کړي. دا د تورې او قلم خاوندان دې خدای ددې وطن له سره نه کموي😍
Tweet media one
66
67
2K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
صلاح الدین رباني په یوه تازه مرکه کې وییلي چې پاکستان زمونږ دویم کوردی او زه پدې افتخار کوم چې مادلته ژوند اوتعلیم کړی او اوس یوځل بیاپاکستان ته راغلی یم. که تاسې د یوه طالب رهبر داسې څرګندونې پیدا کړې ماته په مخ لاړې راتوف کړئ، مګر بیاهم طالب دپنجاب غلام او دوی ازادګان. #شرمېدلي
Tweet media one
290
186
2K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
په پنجشیر دره راتېرېدم، د سړک په غاړ�� دکاندار نه مې پوښتنه وکړه مال څنګه ستاسې ساحه کې خو به کوم امنیتي مشکل نه وي؟؟ وایي ”نې صیب حالی مردم هوشیار شده“😊
Tweet media one
64
54
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
1/2: دسړک غاړې ته ناست کیک له اوبو سره خوري تر څو زمونږه امنیت پرته له کوم معاشه وساتي، خو پردي ریسټورانټ ته نه ورځي چې په زور ترې غوړ کباب یا پلو ووهي،دوکاندار ته بهانه او توطئه نه جوړوي ترڅو رشوت ترې واخلي او خپله خېټه پرې مړه کړي،لاسګاډي والا نه په زور د خپل جیب قلنګ نه اخلي…
Tweet media one
126
137
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د کندهار په لویه جامعه کې په زرګونو افغانانو د افغانستان د اسلامي امارت د زغیم امیرالمؤمین شیخ هبت الله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ اداء کړ، لمانځه نه بعد د اسلامي نظام او افغانستان په حق کې دعاګانې وشوې، الله ج دې قبولې او منظورې وګرځوي.
Tweet media one
124
80
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
خپله پګړئ، خپل څادر، خپله جامه، خپل خلک، خپل مشران، خپلې خبرې، خپله خاوره او خپل اختیار!! #مولوي_محمد_یعقوب
Tweet media one
44
80
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
د یوه مظلوم، بیچاره او در په دره ولس او د چارواکو اړیکه باید همدومره نیږدې، له مینې او عاطفې ډکه وي لکه دا انځور….. وایي چې د لوګر والي مولوي صیب احمد علي جان ددې یتیم ماشوم کفالت پخپله غاړه اخیستی چې پلار یې د لوګر د فتحې په ورځ شهید شوی وه. #مننه
Tweet media one
50
141
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د جمهوریت دلومړۍ سرحدي لېوا قومندان جنرال ایوب حسین خېل وایي چې دپخواني نظام عسکرو او امنیتي پرسونل ژوند ته هېڅ خطر ندی موجود. هغه دمقاومت دعوې خیالي بولي او دیوه نظامي په توګه وایي چې کله فضا،اراضي او مالي منابع له جمهوریت سره وه اونظام ترې سقوط شو نو اوس دجګړې ګټل خیال اوخوب دی
Tweet media one
70
101
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
ددوی مشکل دا ندی چې ذغال ولې صادرېږي، ددوی مشکل دا دی چې ګټه یې ولې امارت ته ځي، ددوی ستونزه دا ده چې افغانستان ولې خود کفاء کېږي، افغانستان ولې اقتصادي خپلواکي ترلاسه کوي، افغانستان ولې د پرديو له احتیاجه خلاصېږي. تشویش مکوئ ددوی چیغو او فریاد ته لا ډیر څه لرو😊
469
122
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
همدا لحظه پنجشیر🥰 @khalidzadran01
Tweet media one
88
23
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
واورئ چې د پنجشیر خلک د کولابي مکاومتیانو باره کې څه وایي؟؟ تر نورو یې هم ورسوئ ترڅو دا مفسده طائفه لا ښه رسوا او شرمنده شي.
49
311
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
کله چې د مسلح جهاد په رأس کې وه مجاهدینو د جګړې میدانونه وګټل، بیاچې دسیاسي دفتر مشري ورغاړې شوه اسلامي امارت د خبرو اترو میدان وګاټه اوسیاسي بریا یې ترلاسه کړه. اوس چې دهیواد د اقتصادي پرمختګ مسؤلیت ورغاړې شوی باوري یم چې لدې مسؤلیته به هم یوه ورځ بریالی راوځي. #ملا_برادر_اخوند
Tweet media one
78
65
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
Acting Interior Minister of Afghanistan😉 په باغیانو غږ وکړئ چې کیسه مو نوره ابدي راټوله سوه، ډیر ژر به د احمد مسعود او سالېګي نومونه د تروریستانو لیست ته اضافه شي😊
Tweet media one
104
49
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
1 year
مونږ به دقوشتېپې کانال نباسو چې ازبکستان خفه کېږي،کمال خان بند به نه جوړو چې ایران خفه کېږي،هندوستان سره به اړیکې نه پالو چې پاکستان خفه کېږي، چین سره به ګاونډیتوب نه کووچې امریکاخفه کېږي.. خیر مونږ به همدې نزاکتونو کې د وچې ماران یو خاورې به خورو؟ راووځئ سیاست له خطرډکه لوبه ده.
Tweet media one
Tweet media two
56
107
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
د پکتیکا فتحه دې د غازي شهید ملا سنګین پاک روح ته ډالۍ وي.
Tweet media one
51
63
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
دا قامت دخپلواکۍ اتل، داسلامي نظام د قیام سرلاری، د ټولنیز عدالت د پلي کېدو او د قربانیو پاسبان او دافغانستان دپرمختګ د هیلو او امیدونو بله ډیوه ده. ننۍ مرکه یې داسلامي امارت د رسميت پیلامه وبولۍ، اعلانونه به یې ډیر ژر داسې واورئ لکه د ولایتونو فتحې. سم سم ودرېږئ کتار مه خرابوئ🥰
Tweet media one
130
46
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
زما د سرتاج او لارښود «پلار جان» نن د اجل داعیې ته لبیک ووایه، انالله و انا الیه راجعون. جنازه یې سبا پنجشنبه ماسپیښین یوه بجه پخپل پلرني کلي د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ کیلګي کلي د حاجي ظاهر خان په جومات کې اداء کېږي.
Tweet media one
504
46
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
نن مو مودې پس له قانع آکا سره خوږ بانډار وکړ، د ټوکو او مسخرو سربېره یې راته د حکومت د قوت او کمزوریو یادونه وکړه، آکا وایي که مو راټینګه کړه خو د تاریخ نامیان به یاست، د خلکو سترګې نظام ته دي چې دا په ګردونو کې پټ غمی «افغان ولس» لدې حالته راوباسي او عزت او وقار یې ور پرځای کړي.
Tweet media one
97
32
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د باز له ځالې باز ! پدې ځوان کې درهبرۍ خاص جوهر وینم،دده کرېزما،جرأت،متانت او استعداد به داسلامي نظام د پیاوړي کېدو،دقربانیو په ساتنه او دخلکو د ارمانونو په پوره کېدو کې خامخا ممد واقع کېږي، دده په هڅو او رهبرۍ به افغانستان د یوه مسلمان، مجهز اوپیاوړي ملي پوځ څښتن وي ان شاءالله.
Tweet media one
82
53
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
هغه ټوپک چې یو ورور به پرې شهیدشو بل ورور به له ننګه هغه ټوپک ځمکې ته نه پرېښود نن څنګه داسې بې ننګه پیدا شول چې له همغو ټوپکو ۱۴۰۰ دانې په یو دم قاچاق کړي؟؟ پدې صف کې د مفسد، غدار او غله لپاره ځای نشته، دا د بیت المال غله باید پداسې عبرتناکه سزا محکوم شي چې نسلونو ته سبق پاتې شي
123
124
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
نن د ریاست الوزراء مرستیال په خوست کې وه، ددفاع وزیر په پنجشیر کې وه، دمیدان وردګو والي د چک په ولسوالۍ کې وه، دغسې به څو نور لوړ رتبه مسؤلین په نورو ځایونو کې وه، تاسې وییلای شئ چې څو ځایه لار بنده وه؟؟ نه کبر د ایمان زوال دی، پدې حالت هزار بار شکر پکار دی، ناشکري کفران نعمت دی.
86
67
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
الحمدلله! د بلخ د پرونیو بریدونو طراح او ددغه ولایت لپاره دداعش خراسان ډلې پخوانی والي د امنیتي ځواکونو په خاصو علمیاتو کې ژوندی ونیول شو، په ۲۴ ساعتونو کې د یوه جنایت مرتکبین د قانون منګولو ته سپارل دا څرګندوي چې نظام د خلکو د سر او مال د ساتنې په برخه کې څومره په جدیت اقدام کوي
Tweet media one
171
97
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د ستانکزي صیب خبرو د دښمن په ټولو تبلیغاتو اوبه واړولې او دا یې ثابته کړه چې اسلامي امارت د ښځو د تعلیم مخالف نه بلکې دا فرض بولي او خپل مسؤلیت یې ګڼي چې د افغان ولس بچیانو نجونو او هلکانو ته د تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړي، دې څرګندونو د خلکو زړونو کې نوې هیلې راټوکولي.
Tweet media one
171
56
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
تر څو چې دا زمریان ژوندي وي د افغانستان په هېڅ برخه کې افغانستان او افغان ته تهدید نشته. کرار بېغمه واړوئ، دا نورې د ژوند کیسې به هم خدای اسانه کړي، دومره لوی انقلابونه چې تېر شول دا وړې کیسې به هم تېرې شي. مونږ ژمن یو چې افغانستان له ګږلېچونو روغ سلامت راوباسو.
Tweet media one
126
56
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو دا کاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي
Tweet media one
77
37
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
نن مې د بهرنیو چارو وزارت په سړک دا ښایسته پیک اپ ولیده🥰 ما ته یې تېر تاریخ را یاد کړ.
Tweet media one
55
12
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
ددې طالب مشر خبرې تر پایه واورئ چې څوک د ایران او پاکستان ��زدوران دي.
129
287
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
دا څوک چې نن دبمبار ځواب په بمبار غواړي له مور وطن سره یې مینه،خواخوږي او وفا همدا وه، شل کاله یې په همدې طیارو دخپل وطن کلي او خلک بمبار کړل اوبیا په لسګونو نظامي طیارو کې ازبکستان اوتاجکستان ته وتښتېدل،ددوی له سپرلۍ چې اضافه وې هغه یې پدې حال کړې، نن نورو ته پېغور کوي. #شرمېدلی
Tweet media one
Tweet media two
285
190
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
لسیزې وروسته د افغانستان په حاکمیت کې مسؤلین د مالکیت د احساس سل فیصده خاوندان دي، دا هیواد د ځان ګڼي او ځان ددې هیواد، دا خاوره اوس داسې مسؤلین لري چې په نیت کې پاکوالی، په اراده او عزم کې ټینګوالی، په خبرو کې تأثیر، په وعده کې وفا، په کار کې جدیت، او په عمل کې قاطعیت لري.
Tweet media one
37
47
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
8 months
چین کې مو د ”علي بابا“ کمپنۍ څخه د لیدنې پر مهال دوی ته د افغانستان عالي زعفران ډالۍ کړل تر څو د ددې نړیوالې کمپنۍ له لارې د افغانستان زعفرانو ته مارکیټ پیدا شي او لدوی مو هیله څرګنده کړه چې د خپلې پیاوړې شبکې له طریقه د افغانستان زعفران تر خپلو مشتریانو ورسوي.
Tweet media one
34
52
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
حیدر له فاني نړۍ ولاړ😢، خوتاسې دواړو خپل ولس ته داثابته کړه چې که دزابل په یوه دښته کې هم دیوه افغان ژوند اوسر ته خطر وي نوتاسې ځان وررسولای شئ،تاسې داوښوده چې افغان ملت اوس داسې غمخواره رهبران لري چې په یوه لرې پرته ساحه کې هم دیوه ماشوم پوښتنه کولای شي. افغانان دې بې تاسو نشي!
Tweet media one
64
74
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
How it started………… How its going😁
Tweet media one
171
77
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
کولاب انټرنېشل ته د یوه سوال په ځواب کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزير وویل چې ښځو ته په بازارونو، مارکېټونو، ادارو، روغتونونو، لارو او کوڅو کې هیڅ مشکل نشته، مشکل له افغانستانه لس زره کیلومتره لرې دلته په اروپا کې ځینو خلکو ته پېښ دی چې بېځایه تبلیغات کوي او هسې ډرامې جوړوي😉
Tweet media one
30
92
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د لوی ملا صیب راهروان، د شهید امیرالمؤمنین یاران او د اسلامي امارت د بڼ درې تنه مالیاران. #مشران
Tweet media one
54
32
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
ذبیح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي ذلیل دښمن به ددې دواړو عزتمندو مشرانو په اړه ویل چې ددوی د ټویټر اکونټونو تر شا پاکستاني جنرالان ناست دي، آی آیس آی یې مخته وړي او د اوسیدو ځای یې پنجاب یادوه، مګر نن مو ولیدل چې باطل څنګه پناه او حق لکه لمر د غره په څوکو راښکاره شو.
Tweet media one
Tweet media two
78
117
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
خراسانیانو په اوسلو کې تظاهرات کړي او د افغانستان له اسلامي امارته یې شکایت کړی. د ناروې د بهرنیو چارو وزارت یې په ځواب کې ويیلي چې د خراسان نوم مو په لومړي ځل واوریده او د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې حق نلري😂
Tweet media one
82
82
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
د ملي ټلویزون په ښیښه سپن محمدي بیرغ راښکاره شو😍
Tweet media one
59
61
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د مجاهدینو مینه ناک اختر
Tweet media one
27
35
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
نن د پنجشیر ځینو مشرانو او سپینږیرو په یوه مجلس کې له امرالله سالې غوښتي چې له پنجشېر ووځي، دوی وایي چې دا سړی د جګړې طرفدار دی او مونږ دداسې بې هویته خلکو لپاره له طالبانو سره جګړه نشو کولای، عیني شاهدان وایي چې خلک له سولییزې لارې د پنجشیر د مسلې حل غواړي او د جګړې پلویان ندي.
47
89
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
اول یې د خپلو صفوفو تصفیه وکړه اوس یې د خلکو د مصؤنیت لپاره د ښارونو تصفیه روانه کړې. شروع باید له خپله ځانه وي😉
26
54
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
د کابل هوایي ډګر ته د طالبانو په ننوتلو تیرشل کلن یرغل په مکمله توګه پایته ورسېد،ددې سترې بریا اوستړې مبارزې د انجام مبارکي ټول افغان ولس ته وایم، راځئ چې اوس دیوه قوي اومستحکم اسلامي نظام په رامېنځته کولو دشهیدانو دقربانیو درناوی او دکونډو،رنډو اویتیمانو دزړه ارمانونه ورپوره کړو
62
101
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د یوه یادګاري نیالګي په کښېنولو د زرغون افغانستان په ملي کمپاین کې هم برخه واخیسته.
Tweet media one
39
42
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
1/2: دوه انځورونه معتادین د جمهوریت او امارت پرمهال!! دا د کار، شفافیت، صداقت، ایماندارۍ او هیواد ته د خدمت یوه کوچنۍ نمونه ده، که نړۍ ريښتیا هم په افغانستان کې د فساد، فقر او بېوزلۍ د ورکېدو، د مخدره موادو کنترول او د شفافو پرمختیایي پروژو تطبیق غواړي نو پکاره ده چې…
Tweet media one
Tweet media two
66
148
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د کولابي مقاومت لنډغرو او باغیانو د بغلان ولایت په اندراب، خوست او فرینګ کې د اختر په لومړۍ ورځ هم په امنیتي ځواکونو تروریستي حملې وکړې او د امنیت د اخلال یوه ناکامه هڅه یې وکړه چې په نتیجه کې د لنډغرو دغه مشهور قومندان ته ټکټ کاټ سو. ومن الله التوفیق
Tweet media one
128
52
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
اوس د تابوتونو او وسلو په ځای د وطن د زرغونېدو او سمسورتیا لپاره بوټي او نیالونه انتقالوي.
Tweet media one
Tweet media two
26
56
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
د لوګر والي مولوي صیب احمد علي جان! د داعشي فتنې فاتح، چا چې ددې فتنې بېخ او بنیاد له افغانستانه وویست. #د_خپلو_سیمو_حاکمان_وپېژنئ
Tweet media one
42
61
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
1/2: ترکیې له عطانور غوښتي چې دا هیواد پرېږدي، مونږ د ترکیې ددې اقدام هرکلی کوو، له نورو هیوادونو هم غواړو چې پخپله خاوره هغو عناصرو ته ځای ورنکړي چې غواړي له هغه ځایه په افغانستان کې مداخله وکړي او دلته ستونزې جوړې کړي…
26
62
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
په ټول تعهد او ژمنتیا ۲۴/۷ کار کوو ترڅو دافغانستان داسلامي امارت له لارې خپل زورېدلي ولس ته خدمت وکړو، دخپلو خلکو لپاره پخپله کاري دائره کې سهولتونه ایجاد کړو چې کارونه یې چټک مخته ولاړ شي، له زورېدنې او بېځایه تکلیف خلاص شي ترڅو یې په خپل نظام او حکومت باور لا ټینګ او مستحکم شي.
Tweet media one
130
18
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
1 year
د لوی درستیز صیب مبارکي هم درواخلئ😍
Tweet media one
26
25
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
بودیجه! هغه پېغورونو والا څه شول چې دامریکا اوناټو اشغال ته به یې ددلائلو په تراشلو کې ویل چې که امریکایان لاړل ولاکه عادي بودیجه هم ځانته برابره کړئ، دبودیجې په غم پسې په اوسط شکل دورځې ۵۰۰ افغانان وژل،نن شکر عادي بودیجه هم شته او انکشافي هم،مګر دجګړې ټغر ټول دی افغانان محفوظ دي
81
68
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
1 year
خپله خاوره، خپل ولس, خپل اختر، خپلې خوشحالۍ🥰 @AnasHaqqani313
Tweet media one
23
23
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
او تاریخ به دا ولیکي چې د یرغلګرو د ګوډاګیانو څرخکې د یوه باعظمه او باهمته ولس موټر سایکل ته تسلیم شوې. ولسه دا تاریخي بریا دې مبارک شه!!
Tweet media one
90
104
993
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
دا درانه مشران دتاریخ په یوه حساس پړاو کې قرار لري،دوی دنړۍ د مبارزو دتاریخ د یوې لا مثاله مبارزې مشري کړې او اوس ددغې مبارزې د ثمر ترلاسه کولو ستر مسؤلیت ورغاړی دی چې د افغانونو سربېره د ټول مسلمه امت هیلې او ارزوګانې ورپورې تړلې دي، خدای ج دې پدې ستر امتحان کې هم ددوی ملګری وي.
Tweet media one
143
39
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
خپله د زابل دمخابراتو رئیس دی،مګر د یوه ماشوم د ژوند ژغورنې لپاره پړی او کولنګ په لاس کې اخلي او د څاه د کیندلو او ماشوم ته د رسېدلو هڅې کوي، دېته وایي احساس د مسؤلیت، دېته وایي د انساني ژوند درناوی، دېته وایي د یوه مسؤل حکومت په توګه عمل کول، خدای دې وکړي چې دا کوښښونه بریالي شي
Tweet media one
35
59
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
1 year
همداپرون دقوشتېپې کانال دچارو دلیدو په موخه له ملاصیب برادر سره تللی وه،هغه پرون د یوه خپلواک افغانستان لپاره سخته مبارزه وکړه او یرغلګرو ته یې دسر په ککرۍ کې اوبه ورکړې او نن یې د یوه هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره کوښښونه کول چې دناځوانه دښمن دبرید ښکار شو. شهادت دې مبارک شه!
Tweet media one
96
50
1K
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
کابل جان شهرنو بازار همدا اوس! #ژوند
Tweet media one
43
15
983
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
تازه او خوندور خبر د پنجشیر په دره د اسلامي امارت سپین پوځ په لومړي ځل ورننوت، تر سبا به لخیره د سپین بیرغ تر حاکمیت لاندې راشي. #سوله_همدا_وه
56
35
981
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
ټول افغانستان کې د امریکا د تېري ضد مظاهرې روانې دي.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
118
117
937
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
ګران ملګري @waliullahshahen صیب دبهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د ریاست درئیس په توګه نن پخپله دنده پیل وکړ،شاهین صیب چې په مقایسوي ادبیاتو کې ماستري لري یوفکري ځوان اوهیواد ته ژمن شخصیت دی،په کارونوکې ورته بریا او ددې وزارت له لارې ورته دافغانستان د ولس دخدمت توفیق غواړم
Tweet media one
82
59
975
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
ډیجیټل انفراسټرکچر!! د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت په همکارۍ افغان بیسم شرکت به په راتلونکې ۳ میاشتو کې د 4G سرویس 700 نوي سایټونه خلاص کړي چې ورسره به خلکو ته مخابراتي خدمات برابر او ددولت خزانې ته په ملیونونه اضافي عائد راشي. آیا پوهېږئ چې دا دڅشي له برکته؟؟ #امنیت
Tweet media one
91
55
957
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
د احمد مسعود غوښتنې هسې د وخت ضایع ده، تر هر څه ژر باید دا باغیان خلع سلاح او د خپل بغاوت په سزا ورسېږي، دوی سره د مذاکرې لپاره هېڅ نشته، جګړه ددوی انتخاب وه نه د اسلامي امارت، د خپل انتخاب پایله باید وویني او زمونږ د ځوانانو ټټر باید ددې سرطاني غدې په ویستو سوړ شي.
69
79
970
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
نظام باید دومره د خلکو زړونه راخپل کړي چې د ټولنې هر فرد ددې نظام ثوابي استخبارات شي، د نظام د ساتنې پاسبان شي او هر افغان نظام ته کوچنی تهدید مستقیماً خپل ځان ته تهدید وګڼي، یارانو!! داسې یو رفتار او کردار خپلول غواړي.
82
62
953
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
انځور کې د یوه پرمختللي او باثباته افغانستان زېری نغښتی دی. #د_پولیسو_ملي_اکاډمي
Tweet media one
21
23
938
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د ټول جهان دې لاس آزاد وي توره یې تېره دا څو د نظریې یاران چې څنګ کې راسره دي #د_برکت_لسیزه
Tweet media one
77
13
937
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
۲/۱: پنجشېریانو درې هلیکوپترې پنجشیر ته تښتولې وې او بیا چې کله طالبان پسې ور ورسېدل نو ټولې یې هملته په سټېډیم کې تخریب کړې او خپله وتښتېدل، شاوخوا ۶۵ نورې الوتکې همدې خلکو ازبکستان ته وتښتولې، که دا کار خدای مکړه طالب کړی وه تاسو به ددوی تبلیغات لیدلي چې څومره شور یې جوړاوه..
37
122
952
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
1 year
د کابل د خیرخانې مېنې پنجصد فامیلي چوک!! قضاوت ستاسې په لاس…
Tweet media one
Tweet media two
94
86
925
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
دا وطن تر بل هر وخت یووالي، اتحاد، اتفاق، زغم لویې او پراخې سینې لرلو ته ضرورت لري، مونږ ډیر داسې دښمنان لرو چې داسې خواږه انځورونه نشي لیدای، راځئ د هغو له قصده هم یو بل ته ورغاړې وځو تېر په هېر کړو او هو تېروتنې بیا تکرار نکړو. زه د ځدراڼ اشنا @khalidzadran01 دا ابتکار ستایم.
Tweet media one
125
69
930
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د خلیفه صیب مخته داسې نوم ورکی اتل ناست دی چې د اشغال په وړاندې په برحقه مبارزه او د اسلامي نظام د قیام په لار کې یې د څلورو وروڼو سربېره خپل نیم وجود هم له لاسه ورکړی. پدغسې ګرانبیو قربانیو د حاکم شوي نظام ساتنه اوس په مونږ ټولو لکه د خپل عزت او آبرو د ساتنې هسې فرض ده.
Tweet media one
66
36
921
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
1 year
اوسنی حالت د ټولو له تحمل او زعم پورته دی، د خپلو خلکو لپاره له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکي یو او خپلو کړو ژمنو ته پابند یو، د انحصار پلویان نه یو او نه هم خپل مزاج په خلکو تحمیلول غواړو.
Tweet media one
27
26
901
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
چې نه بهرنۍ مرستې شته، نه لویې پروژې، نه هم نغدي کومکونه، مګر بیا هم حکومت د خپلو داخلي عائداتو له لارې د پرمختګ او بیارغونې چارې مخته وړي نو آبا آفرین نه ورته وایاست؟؟ دکابل کندهار او سالنګ په مهمو لویو لارو د بیارغونې د چارو پیل د ستاینې وړ دی، تشویق یې کړئ چې لا ډیرې هڅې وکړي.
Tweet media one
59
61
892
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
د کابل هوایي ډګر د امنیت لپاره د ا.ا.ا نظامي قطعه
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
44
57
892
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
5. امریکا په افغانستان حمله وکړه،BBCورته وویل چې یواځې امریکا نده،ټول نړیوال ائتلاف ورسره ملګری دی،تاسې به یې څنګه مقابله کوئ؟ ده مبارک وفرمایل چې څه به دا کفار یو یو وهو پرې چې ټول په یودم ووهو ��و له شره یې ځان خلاص کړو،ساده ګانوخندل خو دخدای ولي پوهېده. #TheLengendaryMullahOmar
Tweet media one
33
79
879
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
1/2: ستاسې د ښایسته پیغامونو او نېکو پېرزوینو مشکور یم، د بهرنیو چارو وزارت له رهبري څخه منندوی یم چې پر ما یې دا اعتماد وکړ، د معلوماتي ټیکنالوژئ د ریاست په برخه کې زما دنده کوم امتیاز نه بلکې یو مسؤلیت دی چې په پوره تعهد، صداقت او ایماندارۍ به یې اداء کوم…
98
25
886
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د هیواد زړورو امنیتي ځواکونو یو ځل بیا ددې خاورې د امن او ثبات او د افغان ملت د خوښیو د دښمنانو شوم پلانونه په نطفه کې خنثا کړل. ویاړ د ازادۍ د دفاع په اتلانو🥰
Tweet media one
14
31
858
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د ټامیانو بابا خو هم نشته چې دا برکات له کومې خوا دي😁
Tweet media one
146
30
840
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
څپیړ خواره دې یو طرف ته سي. #IEA_Special_Forces
Tweet media one
37
9
854
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
د مجاهد صیب کنفرانس
Tweet media one
34
36
869
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
تازه: ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې له افغانستان سره به خپلې مرستې جاري ساتي.
27
55
880
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
ملا برادر اخوند! د داسې اقتصادي پالیسیو په جوړولو کار کوو چې نور افغانستان د فقر له وجهې چا ته لاس اوږد نکړي. د افغان انویست شرکت پرانیسته…
Tweet media one
52
34
843
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د فاتحې اعلان! زما د پلار مرحوم عبدالوکیل خان جنازه چې پخپل پلرني کلي کې خارو ته سپارل شوې، د فاتحې مراسم یې سبا یکشنبه د ماسپیښین له یوې تر درې بجو د کابل د کارته چهار په شیرشاه سوري جومات کې اخیستل کېږي. ټول دوستان دې خبر وي.
Tweet media one
163
31
841
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
مونږ په یوه ریښتیني سیاست باور مند یو، او هغه دا چې اسلامي امارت به ټول افغانان پخپله لمن کې نیسي. هغه چې دیني، ملي، او ټولنیزو ارزښتونو ته ژمنتیا لري امارت یې د خپل وجود غړي بولي، همدا وحدت، اتفاق، همدلي او همدردي د افغانستان د نجات او د نظام د ټینګښت یواځینۍ لار ده. #اختر_مبارک
Tweet media one
Tweet media two
93
34
864
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر! که مونږ د جنګ عامل وى نو زمونږ په راتګ سره جنګ ولې ختم شو؟ خو معلومه وه د جنګ عامل بهرنیان وه چې په وتو یې سوله راغله.
Tweet media one
33
43
848
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
2/1: زلزله ځپلو ته دحکومت چټک خدمات ماته جالب ول، هوایي قواو خپلې څلور چورلکې خوست او پکتیکا ته اختصاص کړېدي چې تر اوسه یې شاوخوا ۹۲ پروازه کړي، منصوري قول اردو تر ۶۰۰ ډیر مجاهدین د نظم او امنیت لپاره تعینات کړي، له یوه سپینږیري مې پوښتنه وکړه مال څنګه له حکومت راضي یې؟؟ ویل یې…
Tweet media one
Tweet media two
45
56
846
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
د هیله بښونکي افغانستان یو انځور
Tweet media one
43
40
848
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
دا دهیواد دسپېڅلو اوسرسپارلو مجاهدینو لومړی پېشلمی دی،شاید دتیر جهاد پرمهال دا هم نه وي وررسېدلې خو دوی خپل همت ندی بایللی او تل یې سر په ورغوي کې خپلې مقدسې فریضې ته ادامه ورکړې،که زمامنئ خپل روژه ماتي، صدقات اوعطیات خوا کې مو مېشتو مجاهدینو ته رسوئ،دې کې ترټولو لوی ثواب/اجر دی.
Tweet media one
112
41
853
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
دا دی د کابل زړه هم بیرته په ځای شو🥰
Tweet media one
31
37
853
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د ازبکستان د قدرمن ولسمشر څخه ځانګړې مننه پکار ده چې وخت ناوخت د افغانستان په تړاو خپل رسا غږ پورته کوي، ښاغلي شوکت میرضیاووف په تازه څرګندوو کې وییلي چې له افغانستان سره مرسته د ټولو اخلاقي وجیبه ده ترڅو دغه هیواد کې دائمي ثبات ته لار ومومي.
Tweet media one
22
31
851
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
5 months
بلاخره چین لومړی هیواد شو چې ولسمشر یې د افغانستان سفیر په رسمي شکل خپل حضور ته ومانه. ښاغلي بلال کریمي نن په بېجینګ کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې خپل باورلیک د چین ولسمشر شي جینګ پینګ ته وسپاره.
Tweet media one
34
47
890
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
د پاکستان له سفارت سره مو دهغو938تنو افغان محصلینو د ویزو اوګیټ پاسونو موضوع حل کړه چې دلته بند پاتې وه ترڅو خپلو پوهنتونونو ته لاړ شي او خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي، د بهرنیو چارو وزارت کوښښ کوي چې له هیواده بهر د ټولو افغان محصلینو ستونزو ته رسیدګي وکړي او سفري مشکلات یې حل کړي
47
29
839
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
د جمهوریت پر مهال د ننګرهار د یو ټن نفرایټو قرارداد په یو لک او پنځلس زره افغانۍ شوی وه، اوس تازه د معدن وزارت دا قرارداد په یو ملیون اوه لکه شپېته زره افغانۍ کړی، تفاوت ته خپله سوچ وکړئ، ددې وطن د مالکیت حس له همدې اندازه کړئ چې ځینو ته څومره ګران او ځینو پرې څنګه معاملې وکړې
Tweet media one
41
83
838
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
د اوکراین له کړکېچ سره دوه خبرې دي چې باید ورته متوجه وئ. یو داچې دجمهوریت بابا ریښتیا هم د ټولې نړۍ د امنیت ساتونکی وه چې په تګ یې نړیوال امنیت متأسفانه درهم برهم شو، دویم داچې کولابي مقاومتیان به اوس میاشتې میاشتې د اوکراین د جګړې عکسونه او ویډیوګانې د افغانستان په نامه تېروي😊
49
34
827
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
افغانستان او اسلامي امارت که غواړي چې د اشغال د شل کلنو څپېړ خورو خبریالانو له پوچو تبلیغاتو ځان او خپل ولس خلاص کړي نو باید مؤمن، متعهد، فکري، شعوري او مسلکي خبریالان وروزي، ترڅنګ یې باید داسې یو میډیا نیټورک ایجاد کړي چې هلته داسلام،افغان او افغانستان دارزښتونو ټینګه ساتنه وشي
Tweet media one
30
53
822
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
په تورخم دروازه کې دمسافرو اوسوداګرو دپرلپسې شکایتونو وروسته دافغانستان دکورنیو چارو وزارت په تورخم کمیسارۍ کې ټول مؤظفین ګوښه کړي او پرځای يې نوي کسان ګومارلي دي،امارت کې دفساد لپاره ځای نشته او چې هرڅوک پخپله دنده کې خیانت وکړي نو نه یواځې داچې ګوښه به شي بلکې سخته سزا به وویني
38
49
840
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
2 years
دا شاید له څلورو لسیزو وروسته لومړی داسې اختر وي چې د افغانستان سیاسي مشران د اختر خوښۍ د کابل او مرکز په ځای پخپلو ولایاتو کې له خپلو خلکو سره نمانځي، خپل ولس له نیږدې ويني او د خوشحالیو ډکې شېبې یو بل سره تېروي. پدې حال هزار بار شکر….. @AnasHaqqani313
Tweet media one
Tweet media two
43
33
809
@KShinwari1
Khairullah Shinwari
3 years
یو وخت وه چې بُن کې له۲۴وزراتونو څخه ۱۸یواځې د شمال ټلوالې ځانته واخیستل، په یوه کابینه کې وزیر د دفاع، داخله، خارجه او رئیس د امنیت ملي له یوې درې ول، د غزني ولایت ۹ واړه وکیلان د یوه کوچني اقلیت څخه لس کاله دټولو نافذه قوانینو خلاف وکیلان ول. دا ټول شمولیان هغه وخت چېرته ول؟؟
47
92
828