فېسبوک خو مو ختم کړ!
خير
اوس مو چې د ټويټر د ختمولو هڅې پيل کړي، نو فکر کړئ چې د ما به دا ټول کار او فعاليت همدا خواله رسنۍ وي؟نخير!
زه به نور هېڅ پر ټولنيزو رسنيو فعاليت هم نه کړم، په دې مو سر خلاص چې دا بنديزونه د ما د مثبت پرمختګ مخه نشي ډب کولای!
#يو_شمېرمغرض_کسان_يادوم.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کونړ او خوست ولایتونو کې د پاکستان له لوري د بمباریو په غ��رګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی دی.
لطفا نور له بې وزلو خلکو سره د مرستو پر مهال سلفیانې 🤳🏻 مه اخلئ!
مرسته به مو د هغه کس د یوې موده یو څه اقتصادي ستونزه حل کړي خو په دې کار مو ورته د ټول عمر پېغور جوړېږي.
نوټ:زکات ورکول د اسلام څلورمه بنا ده، نو که دا نېک عمل ترسره کوئ یوازې یې د خدای ج لپاره وکړئ نه د ریا لپاره!
اللهﷻ دې د جنت الفردوس سردار کړه!
همدا اوس مې له کورنۍ سره ټولې خاطرې يادې کړې، ته مو يوه دقيقه هم له ذهن نه لرې کېږي.
#ريحان صېب به تل راته د ژوند د سختيو پر وړاندې د مبارزې او قوي ايمان خبره کوله.
له دا شان جعلي ټويټرونو او فېسبوک اکونټونو چې هر څه ليکل کېږي او خپرېږي، زه يې مسوليت نه لرم!
لطفا د نورو په نوم او هويت لوبې مه کړئ، هر کس چې وي وجدان انسان ته ښه شی دی.
زه د يوې خبريالې په توګه هېڅ کله هم طرف نه واقع کېږم.
په کابل کې نننۍ درې پرلپسې چاودنې شوي او خلکو ته مرګ ژوبله هم وراوښتې!
نور له دې بوږنوونکو پېښو ستړي يو، هره ورځ مو هېوادوال وژل کېږي او وينه تويېږي.
ربﷻ دې نور ورحمېږي، چې يا ټول يو ځاي ختم شو او يا هم سم ارامه ژوند وکړو.
#افغانستان_جګړه