افغانستان انټرنشنل - پښتو Profile Banner
افغانستان انټرنشنل - پښتو Profile
افغانستان انټرنشنل - پښتو

@afintlpa

13,908
Followers
4
Following
16,983
Media
17,111
Statuses

په پښتو د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه او رپوټونه

Joined July 2023
Don't wanna be here? Send us removal request.
Pinned Tweet
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
6 hours
پر پاکستان د ترهګریز توپان سیلۍ مېلمانه: ازاد خبریال ایوب ترین او د چارو شنونکی ضیا الرحمن. #سپړنه #افغانستان_انټرنشل_پښتو
0
0
4
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر #منظورپښتین وايي د پېښور بډه بېره کې د دې غورځنګ د وژل شوي غړي #ګیلمن_وزیر تابوت ته راټولو شویو خلکو ته خبرو کې وویل چې د سل زره سرونو له منځه تلو سره به هم کوم طاقت ته سر ټیټ نه کړي.
10
76
617
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 month
"له باغي وزیرستان تر جانان افغانستان هسک رپېږه" د #افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ په تړاو د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي ګیله من وزیر لنډه شاعري. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو #سپړنه
3
48
460
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
11 months
د #پاکستاني_طالبانو_تحریک له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو له خوا چلند وحشیانه او ظالمانه بللی. د دغه تحریک مشر ویلي، چې تر اټکه پورې ځمکه د افغانانو ده او #افغان_کډوال پر خپلې ځمکې د اوسېدو حق لري. هغه پر ټولو "مسلمانانو" غږ کړی، چې د پاکستان د "جبر" په مقابل کې له دوی
Tweet media one
5
26
392
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 month
د #پښتو ژبې وتلي شاعر عبدالباري جهاني د پښتون ژغورنې غورځنګ #PTM د مرکزي شورا د غړي او شاعر #ګیلمن_وزیر د مرګ په ویرنه کې خپل یو شعر زمزمه کړی دی. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
0
44
330
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
خواله رسنیو کې د هغې پښتنې د سلامي ویډیو لاس په لاس کېږي چې پرون یې پېښور ته څېرمه له یوې ودانۍ د ګیلمن وزیر تابوت ته له لرې لاس پورته کړی دی. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو #GilamanWazir
3
32
315
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
پېښور ښار ته څېرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي #تابوت ته را ټول شوي خلک. #ګیلمن وزیر تېره یکشنبه اسلام اباد کې له لسو د ډېرو کسانو برید کې سخت ټپي او پرون یې له ژوند سره مخه ښه وکړه. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
5
44
310
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د تحریک طالبان پاکستان ډلې (ټي ټي پي) په خپره شوې خبرپاڼه کې د شاعر، فرهنګپال او د #پښتون_ژغورنې_غورځنګ د مخکښ غړي #ګیله‌من_وزیر پر وژنې خواشیني څرګنده کړې او د هغې پړه یې د #پاکستان پر پوځ او امنیتي ځواکونو ور اړولې ده. بشپړ مطلب:
Tweet media one
7
18
257
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 month
د #پاکستان تحریک طالبان یو قوماندان بابر علي په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د ټي ټي پي او پاکستاني پوځ تر منځ جګړه د "اسلام او کفر" تر منځ جګړه ده. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو #TTP
31
21
245
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، له طالبانو مخکې د پښتونخوا پښتنو له افغانستان سره اختر کاوه، خو اوس طالبان افغانان مجبوروي چې له پاکستان سره اختر وکړي. #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
8
57
258
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي د طالبانو له خوا د شاه امان الله غازي او باچا خان د انځورونو تورولو ته په اشاره وايي، پجمهوریت کې هم هغو کسانو ملي مشرانو ته سپکاوی کاوه چې د ای اېس ای په کاسه به یې ډوډۍ خوړلې وه. #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
14
25
242
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د ګیله‌من ویر؛ سل دې ومره د سلو سر دې مه مره د خپرونې مېلمانه: له پېښور نه لیکوال، څېړونکی او افغان سیاستوال سید عالم محسود، د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون او له پښتونخوا نه د سیاسي چارو شنونکی حمید وزیري. #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو #GilamanWazir
4
37
233
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د پښتون ژغورنې غورځنګ #PTM مخکښ مشر #علي_وزیر پرون د ګیله من وزیر د جنازې مراسمو کې وویل، چا چې یو وخت پاکستان د اسلام کیله باله، اوس یې د اسلام دښمن بولي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو #GilamanWazir
4
27
225
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
9 months
لیکواله او شاعره شفیقه خپلواک وايي: « یوې ښوونکې راته لیکلي له #شپږم_ټولګي فارغې نجلۍ داسې ژړل لکه مور یې چې مړه وي. بلې غوښتل ځان ناکام کړي چې راتلونکی کال بیا ښوونځي ته راشي» #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
9
43
204
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 year
لیکوالو او څېړونکی استاد حبیب الله رفیع، د غازي امان الله خان زوکړه د فرعون په کور کې د پېغمبر موسا له لویېدلو سره ورته بولي. نوموړی وايي: «په ماشومتوب کې به امان الله خان په لرګینه توره بالښتونه وهل او چې بالښت به وغورځېد، ویل به یې یو انګرېز مو وواژه.» #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
9
20
206
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
5 months
#افغان شاعر نجیب بارور د #ایران د حکومت د مذهبي رهبر علي خامنه یی په حضور کې #شعر وایي او د هغه ستاینه کوي. د نوموړي دا کار د امو خصوصي ټلویزیون د یوې طنزیې خپرونې پر سوژه بدل شوی دی.
15
22
209
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 month
د #پښتون_ژغورنې_غورځنګ غړو په #لندن کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون کړی. لاریون کوونکو د #ګیله‌من_وزیر وژنه غندنې او د پاکستان ضد شعارونه یې ورکړي دي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
0
31
196
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د پښتون ژغونې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی او شاعر ګیله من وزیر چې څو ورځې وړاندې په سر وهل شوی و، څو شېبې وړاندې په روغتون کې مړ شو.
Tweet media one
8
11
194
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د #افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر د #پښتون_ژغورنې_غورځنګ د غړي #ګیله_من_وزیر د ټپي کېدو په غبرګون وایي: « په دې سختو شېبو کې باید په یاد ولرو چې د ازادۍ بیه ارزانه نه ده.» رحمت #نبیل پر اېکس لیکلي، چې ګیله من وزیر په خپلو شعرونو کې تل د مظلومیت او عدالت غږ پورته کړی دی. بشپړ
Tweet media one
6
12
190
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 year
افغان لیکواله او شاعره شفیقه خپلواک وايي، غازي امان الله خان په توره خپلواکي وګټله، خو ویل به یې دا خپلواکي به د قلم په زور ساتو. د هغې په خبره، همدا وجه وه چې نوموړي د افغانستان پوهنې، اقتصاد، سیاست او نورو برخو کې بدلونونو ته ډېر پام وکړ. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
8
21
182
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
8 months
په ټولنیزو رسنیو کې د #طالبانو د حکومت یو فعال وایي، کش افغانستان ته د پاکستان د جعمیت علمای اسلام د مشر مولانا #فضل_الرحمان د سفر مخه ونیول شي. جنرال مبین وايي « دغه کس د عالم په شکل نه راځي، بلکې د یوې بدنامې استخباراتي شبکې پلان تطبیقوونکی دی »
Tweet media one
4
7
170
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ګیله من وزیر په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې په زندان کې د پاکستاني استخباراتو له خوا ورسره شويو شکنجو په اړ یې ځانګړی کتاب «د یویشتمې پېړۍ دوزخ» په نوم کتاب د چاپ لپاره چمتو کړی. بشپړ خبر:
Tweet media one
2
15
182
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د #طالبانو سترې محکمې لخوا د لوی اختر تر اعلان وروسته، د ملي امنیت پخواني مشر وویل چې «ستره محکمه نه ده، سمه د اکوړه خټک حقانيه مدرسه ده.» رحمت الله نبیل زیاته کړه: «د #افغانستان کلتور او تاریخ د یوې رټل شوې، او وروسته پاتې ډلې لخوا برمته شوی، له داسې ډله نوره څه تمه کیدای شي؟»
Tweet media one
22
14
174
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
3 months
د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي؛ طالبانو کله هم له ځانه دا پوښتنه کړې، چې د امریکا د ډالري کڅوړو په بدل کې یې څه پلورلي دي؟ بشپړ خبر:
Tweet media one
44
17
175
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، باچاخان او شاه امان الله غازي د استعمار خلاف مبارزه کړې وه، خو طالبان چې د استعمار له خوا واکمن شوي د دې مشرانو خلاف دي. #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
5
44
172
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
21 days
#کابل کې د زاول پوهنتون د معالجوي طب زدکوونکي خپله فراغت غونډه کې د افغانستان #ملي_سرود غږوي او د درناوي لپاره ورته پورته کېږي. طالبانو د ملي سرود خپرول منع کړي دي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
5
11
175
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 month
ځینو جلا وطنه افغان سیاسیونو، مدني فعالانو او وطنپالو ځوانانو په خواله رسنیو کې د ملي بیرغ عکسونه لګولي او دا یې د #أفغانستان ملي نښان او هویت یاد کړی. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له ټولو اد��رو او لوړو څوکو #ملي_بیرغ راښکته او پر ځای یې طالبانو خپل سپین بیرغ
Tweet media one
6
15
175
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
3 months
د #هند لومړی وزیر نرېندرا مودي وايي؛ ډيلي به هڅه وکړي چې د چابهار بندر له لارې #افغانستان او منځنۍ اسیا سره ونښلوي او سوداګریزې راکړې ورکړې پراخې کړي. بشپړ خبر:
Tweet media one
2
6
168
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د #پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي ګیله‌من وزیر برید د غني، اتمر او صالح په ګډون د #افغانانو له پراخو غبرګونو سره مخ شوی دی. ګیله من وزیر دوه ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د ناپېژندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی او دمګړۍ په روغتون کې د درملنې لاندې دی. بشپړ خبر:
Tweet media one
1
13
172
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
5 months
د تحریک طالبان پاکستان ډلې له لوري په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې د دغې ډلې د مشر نور ولي محسود په اختریز پیغام کې د #پاکستان_پوځ عسکرو ته ويل شوي چې خپلې وسلې دې پر ځمکه کېږدي او له دوی سره دې یو ځای شي. د #ټي_ټي_پي وسله واله ډله دا مهال د پاکستان پوځ او حکومت په وړاندې جنګیږي. بشپړ
Tweet media one
5
10
162
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
26 days
ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د ننګرهار #مومندره ولسوالۍ کې د #طالبانو امربالمعروف ادارې محتسب امان الله د نامعلو کسانو له لوري ووژل شو. د ځايي سرچینو په وینا امان الله تورخم کې د غازي امان الله خان او د خدايي خدمتګارۍ د بنسټګر باچا خان انځورونه تور کړي وو. پوره
Tweet media one
25
11
162
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن په اسلام اباد کې د #پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر د ناپېژاندو وسله والو له خوا په چاقوګانو وهل شوی دی. بشپړ خبر:
Tweet media one
19
15
159
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 month
د سیاسي چارو شنونکی مجید قرار وايي، «پښتنو په تاریخ کې زور نه دی منلی او د داسې پوځ له خوا پر افغانانو او پښتنو زور نتیجه نه ور کوي چې بنګال کې ۹۰ زره تسلیم شول.» #افغانستان_انټرنشنل_پښتو #سپړنه
3
25
156
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
5 months
#یوناما فضا ته د انسان د ورتګ د نړۍوالې ورځې په درشل کې ویلي، پښتو څلورمه رسمی ژبه وه چې په فضا کې پرې خبرې شوې. یوناما ویلي، افغان ستورمزلي #عبدالاحد_مومند په ۱۹۸۸کال کې فضا ته سفر وکړ او له هغه ځایه یې خپلې مور او د وخت له ولسمشر ډاکتر نجیب سره په پښتو ژبې خبرې وکړې. بشپړ خبر
Tweet media one
5
21
152
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب لور هیله نجیب وایي، یواځې ښځې نه، بلکې ټول افغان ملت د نجونو د زدکړو پرانیستل غواړي. #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
5
19
153
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
6 months
د طالبانو نیوکګر قاري #عیسامحمدي وایي، د هغه د نیولو په دسیسه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني مستقیم لاس درلود. ښاغلي محمدي له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې وویل، ایراني پولیسو د طالبانو په خبره دی له هوایي ډګره په دې پلمه ګرځولی و چې پاسپورټ یې جعلي دی.
Tweet media one
97
10
145
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د پښتو ژبې ځوان نوښتګر شاعر #جیلاني_جلان د پښتون ژغورنې غورځنګ #PTM د مرکزي شورا د غړي او شاعر ګیلمن وزیر پر مړینه خپله خواشیني په شعر کې څرګنده کړې او د هغه مرګ یې د پښتنې خاورې لپاره لویه ضایعه بللې ده. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو #GilamanWazir
2
20
149
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 year
د اګسټ پر ۱۵ د جمهوریت پرځېدو او د طالبانو واکمنېدو د ډېرو افغانانو برخلیک بدل کړ. دا چې افغانستان تر سقوط وروسته د بیان د آزادۍ په برخه کې څومره زیانونه وکړل او ښځینه و خبریالانو څه له لاسه ورکړل په دې ویډیو کې د افغانستان انټرنشنل ویانده شبنم دوران پرې خبرې کوي.
18
8
144
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
5 months
د سیاسي چارو شنونکی نجیب ننګیال وايي، په افغانستان کې القاعدې د بیا څرګندېدو په هکله د فارن پالیسي اوسنی راپور حقیقت نه لري. #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
2
6
147
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
9 months
د زدکړو فعاله پرستو حکیم وايي: «زما او د طالب فرق دا دی چې هغه جنګ کوي او زه خبرې کوم. که طالب زما له خلکو وی، زه به یې ښوونځي کې نه وژلم. زه به یې له ښوونځي نه منع کولم.» #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
8
28
142
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
11 months
د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د افغانستان او ایران پر پولو د پښتنو د سوداګرۍ پر وړاندې خنډ جوړوونکو ته ګواښ کړی، که چېرې پښتانه قانوني سوداګرۍ ته نه پرېږدي نو دوی به یې پر وړاندې غلي پاتې نه شي. بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
9
54
143
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د #افغانستان یو شمېر دیني عالمانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې نن په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ وه او د حج مراسم پر ځای شوي دي. دغه #عالمان وايي: “د طالبانو قاضي القضات، سراج الدین حقاني او نور چارواکي هم په حج کې دي، که هغوی د دوشنبې په ورځ د اختر فتوا ته صادق وي؛ نو
Tweet media one
15
15
143
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
5 months
د تېر حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال #امرالله_صالح په مشرۍ زرغون بهیر وايي، چې دغه بهیر د #طالبانو د استخباراتو ۵۸ جګپوړي غړي او د دې ادارې شاوخوا شپږ زره کارکونکي پېژندلي دي. ښاغلي صالح ویلي، چې دغه ټول ۵۸ کسان په #پاکستان کې روزل شوي دي. بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
13
20
136
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
10 months
#افغانستان_انټرنشنل_پښتو ته د طالبانو تر کنټرول لاندې #ارګ څخه یوې معتبرې سرچینې ویلي، چې دغې ډلې د ولسي جرګې د پخواني غړي ملا تره خېل محمدي ۳۶ کورونه، ۳ مدرسې او دوه میلمستونونه نیولي دي. بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
27
12
126
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
4 months
د پخواني جمهوري دولت د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې #طالبان په #بدخشان ولایت کې له کړکیچ سره مخ شوي دي. بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
9
7
135
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
ځکه چې د هغه داعیې لپاره چې شهید #ګیله‌من مبارزه کوله هغه داعیه ملي، حقیقي او د ولسونو غوښتنه وه او ده. بشپړ مطلب:
Tweet media one
2
13
134
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د سیاسي چارو شنوونکی سید بلال فاطمي وايي، یو پیړۍ وړاندې هم د شاه غازي امان الله په وړاندې یوه جاهله ډله راپورته شوه او د هغه پر ضد یې حرکت پیل کړ، یوه پیړۍ وروسته هم هماغه جهالت روان دی او د غازي امان الله خان له انځور سره لا دښمني کوي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
3
17
137
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
پخوانۍ سفیره او وکیله شکریه بارکزۍ وايي، د طالبانو له خوا د شاه امان الله غازي او باچا خان انځورونه تورول دا مانا لري چې دوی په تور تم کې ډوب دي. #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
11
22
135
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
6 months
د #پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، چې خپل غورځنګ کې د بدلون راوستو او د چارو د لا سمون او پرمختګ لپاره پر نوي منشور کار کوي. بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
0
7
132
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د #افغانستان د کرېکټ دوو ځلاندو ستورو رحمان الله ګربز او نجیب ځدړان د سې شنبې په ورځ وویل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي ګیله‌ من وزیر برید خواشیني کړي دي. بشپړ خبر:
Tweet media one
2
1
133
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال په ملګرو ملتونو کې د #پاکستان د استازي د وروستیو څرګندونو په غبرګون وویل، چې پاکستان د ټي ټي پي د بریدونو قرباني نه دی؛ ځکه دا ډله دوی پخپله رامنځته کړې ده. بشپړ خبر:
Tweet media one
1
6
131
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 month
تحریک طالبان پاکستان ته منسوب پر ټېلګرام د دغې ډلې تبلیغاتي غړو د خپلو وسله والو یوه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي، چې دوی په پښتونخوا کې دي او د #پاکستان د پوځ پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو #TTP
11
11
128
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 month
#پښتون قامپاله سیاستوال محسن داوړ وايي، چې استعماري قدرت هڅه کوي، د افغانیت ارزښتونه له منځه یوسي. نوموړی پر لرو او برو پښتنو غږ کوي، چې درې رنګه ملي بیرغ ساتنه وکړي او یو وخت به بېرته دا بیرغ هسک شي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
5
11
130
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
9 months
د جرمني په برندینبورګ ایالت کې هغه #افغان ځوان ته د زړورتیا او شجاعت ستاینلیک ور کړل شو، چې څو میاشتې وړاندې یې یو ۹ کلن جرمن ماشوم په اوبو کې له ډوبېدو بچ کړی و. دغه ځوان بشیر احمد دانشمل نومیږي، د لغمان اوسیدونکی او له څه مودې راهیسې په جرمني کې استوګن دی.
Tweet media one
0
8
125
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د طالبانو له مخالفت سره بیا هم ځینې ځوانان د کابل عیدګاه جومات کې راټول او د ګیلمن وزیر د غیبي جنازې لپاره نورو خلکو ته په تمه دي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو #GilamanWazir
3
17
131
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
6 months
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر #منظور_پښتین وايي، #ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده چې په زور او جبر د پښتنو تر منځ کښل شوې ده. منظور پښتین دغه څرګندونې د ایکس خواله رسنۍ په یوه تازه سپېس کې کړې دي. #أفغانستان بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
1
7
128
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
6 months
د #ګلبدین_حکمتیار لمسی او د غیرت بهیر زوی عبدالله بهیر خپل نیکه ته په اشارې وايي، چې هغه یو "وطن پلورونکی و او یوازې د خلکو په وینو مړېدلی شي". بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
17
12
122
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
6 months
د افغانستان انټرنشنل پښتو همکارې مسکا سنګر نیازۍ د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت د لنډۍ یا ټپې پر ارزښت غږېدلې او هم له خپلو دوو م��ګرو سره څو لنډۍ وايي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
4
20
125
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 month
د #پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ګیله من وزیر له مړینې وروسته په یوې وینا کې وویل: «پښتنو دوښمن ته وښودله چې له خپل غمخوار سره ولاړ دي.» بشپړ خبر:
Tweet media one
7
10
126
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي #ګیلمن وزیر ورور وايي، چې د ښاغلي ګیلمن له وصیت سره سم د هغه پر تابوت #افغان_ملي_بیرغ خوروي. ګیلمن وزیر به ویل چې که پخپله مبارزه کې یې سر بایلود، نو کفن دې له افغان ملي بیرغ ورته جوړ شي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
0
16
125
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د #زرغون_بهیر مشر وایي، چې د #طالبانو چوپتیا د دوی د کمزورتیا او استخباراتي پیسو ته د احتیاجۍ ښکارندویي کوي. بشپړ خبر:
Tweet media one
6
10
124
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
6 months
شنونکی نجیب ننګیال وايي، عطا محمد نور او نور سیاسي مشران د جمهوریت د پرځېدو دسیسه کې ښکېل وو او د جمهوریت پر ځای یې طالبانو ته ډېر تمایلات درلودل. #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
14
15
122
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
3 months
د #پاکستان د مخکني موقت حکومت د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزی د #ډیورنډ_کرښې په اوږدو کې د #طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ وروستیو نښتو ته په اشارې وايي، «که د پاکستان پوځ وغواړي په څلورو ساعتو کې کابل نیولی شي.» بشپړ خبر:
Tweet media one
226
7
122
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
پخواني ولسمشر اشرف غني د #لوی_اختر په درشل کې په خپل اختریز پیغام کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې د ټوپک او کوتک په ��ور مشروعیت نه شي تر لاسه کولای، باید د خلکو غوښتنو ته پاملرنه وکړي او خلک دي چې حکومتونو ته مشروعیت وربخښي. بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
9
6
123
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 month
🖊️شننه: کله - کله د تروږمۍ په تکو تورو شپو کې یو نیم ستوری وغورځي؛ خو په غورځېدو کې په ځان پسې د رڼا یوه داسې اوږده توره راوباسي، چې د تورې شپې زړه پرې وڅیري. د مېلمه لیکوال افراسیاب خټک لیکنه:
Tweet media one
0
11
124
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
یو ځل بیا د شاه غازي امان الله خان او خان عبدالغفار خان انځورونه په تور رنګ پوښل شوي. خو دا کار د چا دی او ولې؟ د ولې ځواب د نن سپړنې له مېلمنو واورئ! #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
9
15
120
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
5 months
سیاسي شنونکي قاضي نجیب الله قانع وايي، هیڅ ډول دلیل، توجیه او منطق نشته چې څوک له افغان نجونو د زدکړو حق واخلي. #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
5
12
121
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 year
د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په امریکا کې د یوه علمي کنفرانس په ترڅ کې وویل که چېرې د طالبانو او ښکېلو سیاسي غاړو تر منځ معناداره ډیالوګ ونه شي، افغانستان به یو ځل بیا د جګړې میدان وګرځي.
Tweet media one
8
5
118
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر وایي، موږ سره دا پوښتنه پیدا شوې چې د #وزیرستان په شان نا امنه سیمه کې #ګېله‌من_وزیر له هر ډول ګواښ څخه په امان کې و؛ خو په #اسلام_اباد کې پر هغه مرګونی برید کېږي او داسې ګوزار پرې کېږي چې ترې ژوندی نه پاتې کېږي. بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
2
3
119
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 year
دیني عالم قاري عیسی محمدي وایي:« انګرېزانو یوه فتنه جوړه کړه او د مدرسې تر نامه لاندې یې داسې ځایونه جوړ کړي وو، چې افراطیت ته په کې لمن وهل کېده او له دغې لارې نه دوی ډېر ارزانه جنګیالي ترلاسه کولی شي.» د خپرونې لېنک: #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
12
18
119
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
8 months
له تېرې ورځې راهیسې د #پاکستان بهرنیو چارو پخواني وزیر او تحریک انصاف ګوند د مخکښ غړي #شاه_محمود_قریشي هغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي چې د #راولپنډۍ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یې بیرته پولیس نیسي او په ناسم ډول یې ګاډي ته پورته کوي.
Tweet media one
1
3
114
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
4 months
د طالبانو مشر وايي، که په جګړه کې افغانان وژل شوي، نو د بهرنیو مخ ته به روان و. نور حال د نجیب پاڅون په راپور کې. #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
12
25
117
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
6 months
په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزیر شېخ #عبدالحکیم_شرعي د عدلیې وزارت په ودانۍ کې شخصي زندان جوړ کړی دی. سرچینې زیاتوي نوموړي د ولسي جرګې پخوانی غړی حیدر جان نعیمزوی له تېرې ورځې راهسې په خپل دغه شخصي زندان کې زنداني کړی دی.
Tweet media one
20
17
114
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
5 months
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د نوم له اخیستو پرته د طالبانو پر مشر هبت الله اخوندزاده نیوکه کړې او ویلي یې دي؛ هغه رهبر چې د خپلو خلکو په منځ کې نه وي، منزوي کېږي او حکومت به یې دوام نه کوي. بشپړ خبر:
Tweet media one
5
4
115
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
4 months
#طالبان وايي، سوېلي اسیا ته د روسیې د تېلو رسولو لپاره د افغانستان لوېدیځ کې د لوژستیک مرکز یا قطب په جوړلو کې له قزاقستان او ترکمنستان سره هوکړې ته رسېدلي. #قزاقستان هم وايي، غواړي د یو مهم لوجسټیک مرکز له لارې سوېلي اسیا او خلیج ته د رسېدو لپاره د #افغانستان سړکونو او پټلۍ ته
Tweet media one
1
1
112
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
4 months
د #پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی شېرافضل مروت وايي، چې دغه هېواد #امریکا ته د #افغانستان او #ایران پولو ته څېرمه په بلوچستان کې دوه هوايي اډې ورکړې دي. بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
3
10
115
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
6 months
نن د کب ۹مه د #سرتېري له ملي ورځې سره برابره ده؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وړاندې به په دغه ورځ د #افغانستان په بېلابېلو برخو کې شانداره غونډې جوړېدې او خلکو به سرتېري د ګلونو په ګېډیو نازول. خو د طالبانو له واکمنېدو سره، په افغانستان کې د پخوانیو سرتېرو ژوند له #ګواښونو سره مخ
Tweet media one
9
12
113
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
5 months
د حزب اسلامي غړو په ټولنيزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره کړي، چې په کې #ګلبدين_حکمتيار د خپل ګوند له بيرغ سره په نوي کور کې له خپلو پلويانو سره ناست دی. دا په داسې حال کې ده، چې د #طالبانو د عدلیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ګوندونو پر لغوه کېدو ټینګار کړی.
Tweet media one
5
3
110
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
3 months
د ایرلنډ، اسپانیا او ناروې په اعلان سره د هغو هېوادونو شمېر ۱۴۰ ته ورسېد چې #فلسطین په رسمیت پېژني. بشپړ خبر:
Tweet media one
0
2
109
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 year
د افغانستان انټرنشنل دا لومړنۍ تلوېزوني خپرونه سپړنه د خپلواکۍ د ۱۰۴ کلیزې په ورځ همدې تاریخي مناسبت ته ځانګړې شوې ده. په دې خپرونه کې له کارپوهانو سره د شاه امان الله غازي دورې ته کتنه شوې.
Tweet media one
5
4
110
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
4 months
له #اروزګان ولایت څخه سرچینو #افغانستان_انټرنشنل_پښتو ته ویلي چې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو په دغه ولایت کې سیمه ییزو #خبریالانو ته ویلي چې «یابه ږیرې پریږدئ او یا هېواد.» اروزګان کې ځايي خبریالان وايي، طالبان يې په شخصي حریم او خپرونو کې لاسوهنه کوي. بشپړ خبر:
Tweet media one
11
13
111
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
4 months
د #پاکستان له جوړېدو وړاندې بلوڅانو د قلات په نوم څو سوه کاله زوړ خپل دولت درلود چې د قلات د ریاست او ترې چاپیره د بلوڅانو نورې قبیلې د #قلات د خان د واکمنۍ منونکې وې. د ۱۹۴۷ نه تر ۱۹۴۸ پورې یو کال د قلات ریاست مستقل پاته شو، خو بیا پاکستان خپل پوځ ور واستاوه او قلات یې په زور
Tweet media one
1
2
109
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 year
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په افغانستان کې د نیول شوي د زدکړو فعال مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه وکړه. نوموړي د طالبانو له خوا د ښاغلي ویسا نیول «ظلم او جبر» وباله. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
Tweet media one
2
13
107
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
5 months
سرچېنو ویلي، د سه شنبې پر مازیګر د څو ساعتونو لپاره بې پیلوټه الوتکې د ملاهبت الله د دفتر پر سر څرخېدلې. د دغو سرچېنو په خبره، دغو بې پیلوټه الوتکو طالبانو ته اندېښنې پیدا کړې او هغوی یې اړ کړل چې خپل مشر په #پنجوایي ولسوالۍ کې یوې پوځي اډې ته ولېږدوي. بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
11
6
108
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د #افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغانستان کالبد یو ځل بیا نن د #دوحې پر میز دی. رحمت الله نبیل تر دې وړاندې هم په ځلونو د دوحې د درېیمې ناستې په جوړښت نیوکه کړې ده.
Tweet media one
17
12
111
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 month
د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې مشر وایي: «موږ په #افغانستان کې د روان افراطیت او استبداد پر وړاندې خپله ملي مبارزه او داعیه د #پښتون ژغورنې غورځنګ د اساسي سازماني اصولو او پرنسیپونو څخه د الهام او پېژندو پرته نه ژوندۍ ساتلی او نه یې پر مخ وړلی شو.» بشپړ خبر:
Tweet media one
20
3
109
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د #افغانستان پخواني ولسمشر د لوی اختر د مبارکۍ په پيغام کې يو ځل بيا له طالبانو غوښتي، چې په هېواد کې دې د «نجونو او هلکانو» پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي. بشپړ خبر:
Tweet media one
2
1
108
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
3 months
په #خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د #امریکا د استخباراتي ادارې له لوري تربیه شوي ۷۳ پخواني د کی پي اېف نظامیان د طالبانو د استخباراتو په زندان کې دي. بشپړ خبر:
Tweet media one
12
9
106
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
4 months
د #اسټرالیا له لوري د افغان لوبډلې سره د شل اوریزو لوبلړۍ له لغوه کېدو وروسته د #راشد_خان په ګډون هغو افغان لوبغاړو د اسټرالیا له غوره لیګ سره پرېکون وکړ، چې تر دې وړاندې په دوامداره ډول هلته لوبېدل. بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
3
3
108
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
4 months
په سپړنه کې نن د داعش له خوا د تاجکستان د وګړو پر استخدام خبرې کېږي. #سپړنه #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
11
9
107
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
5 months
د #طالبانو د استخباراتو لوی ریاست د اپراتیفي عملیاتو مدیریت یو سند، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی، په کې لیکل شوي، چې د ميدان وردګو ولايت يو شمېر سيمو کې د خوارجو د جلب پروسه پيل شوې. دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو یوه امنیتي اداره د #داعش د جلب جذب پروسه تایدوي. بشپړ:
Tweet media one
6
8
106
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 month
په فرانکفورت کې د ګیلامن وزیر د وژل کېدو او د بنو پر پرلت کوونکو د برید په غبرګون کې لاریون والو د «پښتون وژنه بس کړئ»، «لر او بر یو افغان»، «مرګ پر پاکستان»، «ترهګر- ترهګر پاکستان پاکستان» او «د ترهګرۍ تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی» شعارونه ورکول. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو #سپړنه
3
16
111
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
6 months
د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار ادریس ستانکزی وايي، چې په #افغاستان کې د قطر سفارت له طالبانو سره د جګړې لپاره نغدي مرسته کوله. نوموړي وايي، چې یو شمېر اسناد به له نړۍوالو بنسټونو سره شریک کړي. بشپړ خبر:
Tweet media one
15
12
106
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
9 days
سمیع سادات چې د #أفغانستان د پوځ له مخکنیو قوماندانانو څخه دی، وايي، چې هېواد به له #طالبانو خلاص کړي او «ترهګر به له هېواده وباسي.» نوموړي واک ته د طالبانو د رسېدو په درېیم کال په افغانستان کې د روان حالت د رامنځته کولو پړه پر #أمريكا واچوله. بشپړ خبر:
Tweet media one
36
10
120
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
د #افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر ویلي، چې د ګیله من وزیر لاره به دوام کوي او د هغه ارمانونه به پوره کیږي. بشپړ خبر:
Tweet media one
0
4
109
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
4 months
افغانستان انټرنشنل پښتو ته ځینو سرچینو خبر ورکړی، چې په #پېښور کې د #ننګرهار ولایت یو قومي مشر د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی. د سرچبنو په وینا، دغه قومي مشر شېرمحمد نومېده چې د درملنې لپاره پېښور ته تللی و. بشپړ خبر دلته ولولئ:
Tweet media one
1
5
106
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
1 year
13
15
106
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
3 months
د #افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال په نړېوال امنیتي کنفرانس کې ویلي، چې د #طالبانو لخوا د #نجونو پر زده‌کړو بندیز هېڅ دیني دلیل او له افغاني کلتور سره ریښه نه لري. حکمت کرزي د نړۍ له هېوادو وغوښتل چې له طالبانو سره خبرو کې د نجونو د زده‌کړو پر ارزښت ټینګار وکړي. بشپړ
Tweet media one
3
7
107
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
12 days
د افغانستان د پوځ پخوانی قومندان سمیع سادات وايي، «د طالبانو واکمنېدو سره اته میلیونه افغانان کډوال شول، ۱۶ میلیونه افغانان درې وخته ډوډۍ نه لري، شپږ میلیونه کوچنیان خوارځواکه دي او افغانستان بیا د ترهګرو مرکز دی.» #سپړنه #افغانستان_انټرنشل_پښتو
7
9
109
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
4 months
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو یو مکتوب ترلاسه کړی، چې پکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په دغه ډله کې د درز پیدا کېدو د مخنیوي لپاره #دوحه کې سیاسي دفتر او نورو #طالب چارواکو ته ویلي، چې په دغه دفتر کې د بهرنیو هېوادونو له استازو سره هر ډول «خپلسرې ښکاره او پټي غونډې منع دي.»
Tweet media one
10
5
108
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
2 months
په بلجیم کې مېشته افغانه فعاله زهره ناییبي وايي، چې د طالبانو ځای محکمه ده نه دا چې په #دوحه کې ورسره خبرې وشي. هغه زیاتوي، چې #افغان مېرمنو ځکه د دوحې غونډه تحریم کړه، چې نه غواړي وطن کې یې ترهګر حاکم وي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
33
12
107